د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

ایا د ټولنیزو پاڼو له لارې د اخترونو د مبارکۍ پیغامونه ورکول سمه کړنه ده؟


آرشیف/ د ټولنیزو پاڼو د استعمال ځيني ټیلیفونونه
آرشیف/ د ټولنیزو پاڼو د استعمال ځيني ټیلیفونونه

د افغانستان اخترونه معمولاً د کورنیو لیده کاته او د ملګرو کورنو ته تلل دي.

خو په اوس وخت کې بیا ځينې خلک په اخترونو کې د خپلوانو او دوستان د لیدو کتو او له یو بل کره د تګ راتګ پرځای د مبارکۍ ورکولو تر ټولو اسانه لار ټلیفون او ټولنیزې پاڼې یادوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حسین د پنجشنبې په ورځ چې د اختر درېيمه ده، ازادي راډيو ته وویل چې د مبارکیانو تر ټولو اسانه لاره خواله رسنۍ دي.

دی وایي، د ده په ګډون ډېری ملګري یې د خپلوانو کورنو ته نه دي تللي او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپل اختریز پیغامونه استولي دي.

ده زیاته کړه:

"تر دې دمه چېرې نه یم تللی، خو د فېسبوک له لارې مې خپلو ملګرو او خپلوانو ته اختریز پیغامونه استولي، په تېرو کلونو کې د خپلوانو کورنو ته تلم، خو اوس د فېسبوک او ټیليفوني اړیکو له لارې ورته د مبارکۍ پیغام لېږم."

محمد امیر د کابل یو بل اوسېدونکی دی چې وایي، ټولنیزې رسنۍ د هغو کسانو لپاره چې مصروف وي، تر ټولو ښه لاره ده چې دوی کولای شي، له همدې لارې خپل د مبارکۍ پیغامونه واستوي.

نوموړی وایي:

"اوس تر ټولو اسانه وسیلې خواله رسنۍ دي چې له لارې یې کولای شو، خپلو ملګرو او خپلوانو ته د مبارکۍ پیغامونه واستوو، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې کاري بوختیاوې یې زیاتې دي."

خو د کابل ځيني نور اوسېدونکي په دې باور دي چې په اخترونو کې تګ راتګ او ليدنې کتنې د خلکو ترمنځ مینه زیاتوي او ټولنیزې شبکې نشي کولای چې د مخامخ لیدنو کتنو او د دوستانو او خپلوانو کورونو ته د تګ راتګ ځای ونیسي.

محمد جمشېد وایي، دی اوس هم لکه د پخوا په شان په اخترونو کې د مشرانو، دوستانو او ملګرو کره ځي او د اخترونو مبارکي ورکوي.

دی وایي:

"معمولاً له کورنۍ سره د لویانو او خپلوانو کورونو ته د هغوی د لیدو لپاره ورځم، په داسې حال کې چې اوس ډېری ځوانان د ټولنیزو شبکو له لارې د اختر مبارکۍ کوي، خو تګ راتګ او له نږدې کاته مینه زیاتوي، کرکې او کينې له منځه وړي."

د اخترونو رسمونه او دودونه په ټول افغانستان کې تقریباً یو شان دي، د اخترونو له لمونځونو وروسته هره کورنۍ د خوراک لپاره له تیاریو سره د اختر د مبارکۍ لپاره د خپلې کورنۍ د مشرانو لکه د نیا او نیکه خواته راټولېږي، خو ایا نوی ځوان نسل به په راتلونکې کې دغو دودونو ته پابند پاتې شي؟ که نه کرار کرار به د دغو دودونو ځای ټولنېزې شبکې ونیسي؟

XS
SM
MD
LG