د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

یو شمېر ټویټر کاروونکي اوس یو بل ته پیسې استولی شي


ټویټر
ټویټر

ټویټر د پنجشنبې په ورځ یو نوی فیچر اعلان کړ چې پر مټ‌یې د دې ټولنیزې شبکې کاروونکي کولای شي د دوی د خوښې د ټویټونو خپروونکو ته پیسې واستوي.

ټویټر خپل دا نوی اپشن «ټیپ جار» یا د ډالیو کڅوړه نومولې ده.

هغوی چې په ای‌اواېس او انډراویډ ټیليفونو کې په انګلیسي ژبه ټویټر کاروي، د پنجشبې له ورځې راهيسې دا نوی اپشن کارولی شي.

په دې پیسو کې چې د ټویټر کاروونکو ترمنځ یو بل ته استول کېږي، خپله د ټویټر کمپنۍ څه نه‌اخلي.

د ټویټر نښان
د ټویټر نښان

ټویټر ویلي چې د اوس لپاره به نړۍ کې له خپل اکاونټ سره د ډالۍ د کڅوړې د زیاتولو اسانتیا محدود کسان ولري چې په دې ډله کې د مطالبو چمتو کوونکي، ژورنالېستان، کارپوهان او هغوی چې د خیریه بنسټونو لپاره کار کوي شامل دي، خو زیاتوي چې ژر به نور کسان هم وکولای شي چې ټیپ جار یا د ډالیو کڅوړه خپلو پروفایلونو سره وتړي او همداراز نورو ژبو ته به‌یې هم پراخه کړي.

ټویټر په دې اړه د پنجشنبې په ورځ په خپل بلاګ دا هم ویلي چې ټیپ جار یا د ډالۍ کڅوړه "یوه اسانه لاره ده څو د هغه نه‌باورېدونکي غږونو ملاتړ وشي چې پر تویټر بحثونه راپورته کوي".

دې کمپنۍ زیاته کړې پر ټویټر د خلکو لپاره د پیسو په وسیله د ملاتړ د ښودلو او ترلاسه کولو لپاره د نويو لارو د رامنځته کولو په چاره کې یې دا لومړنی ګام دی.

د ډالیو د کڅوړې زیاتول د ټویټر د کمپنۍ د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي په کم وخت کې نور فیچرونه په دې خواله رسنۍ کې ورزیات کړي او پلان لري چې د ۲۰۲۳ م کال تر پای پورې د ټویټر د کاروونکو ورځنی شمېر ۳۱۵ ملیونو ته ورسوي.

د ټویټر نښان او کارول
د ټویټر نښان او کارول

اوونۍ مخکې ټویټر د سپېسونو د کارولو پیل هم اعلان کړ چې مجازي خونې دي، چېرې چې ټویټر کاروونکي له یو بل سره غږیزې مکالمې کولای شي.

ټویټر یو له هغو انلاین ټولنیزو شبکو څخه ده چې په افغانستان کې هم ډېر کاروونکي لري او پر عامو افغانانو سربېره‌یې ګڼ افغان سیاستوال، چارواکي، ژورنالېستان، شنونکي، هنرمندان او رسنۍ هم کاروي.

XS
SM
MD
LG