د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

طالبانو په هرات کې پر سلمانیو ځينې بندیزونه لګولي


ارشیف: په افغانستان کې یو سلماني د یوه کس د ږیرې کمولو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې یو سلماني د یوه کس د ږیرې کمولو پر مهال

په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د یوې شپږ ماده‌ییزې اعلامیې په خپرولو سره په هرات ولایت کې پر سلمانیو ځينې بندیزونه لګولي دي.

په دې اعلاميه کې چې د خپرېدو دقيقه نېټه يې نه ده څرګنده، ويل شوي چې د نارينه‌وو ږيرې دې له يوې قبضې نه لنډېږي، د سر ويښتان دې هغسې نه اصلاح کېږي چې په دې اعلاميه کې د "اسلامي شريعت" خلاف ښودل شوي او دغه شان د سړيو وروزې دې نه ټولېږي.

په ټاکلي وخت د لمانځه ادا کول، په سلمانيو کې د موسيقۍ او سندرو نه غږېدل او هر ډول د "ذيروح" عکسونو او تابلوګانو لرې کول هم د دې اعلاميې د مادو يوه برخه ده.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت پر خپلې ايکس‌پاڼې دغه اعلاميه جعلي او د معرضينو کار بللى، خو په هرات کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی المنکر ادارې مشر عزیزالرحمن مهاجر په هغه وېډیويي کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنيو کې خپـور شوى دا محدودیتونه تاييدوي.

نوموړي په دې وېډیو کې ویلي: "ځينې داسې اصطلاحات شته چې لوېديځه نړۍ کفار او کوريا يې کاروي دا نوي ځوانان هم د سر ويښتان همغسې جوړوي، دوى ته داسې مواد ورکړل شوي چې د سر ويښتان بايد نور هغسې جوړ نه کړي لکه نور يې چې جوړوي. مونږ خپله ښه کلتور، دود او اصطلاحات لرو، هغه بايد وکاروو چې د مونږ له اصولو سره سم وي ستونزه نه‌شته، نو ځکه دوى ته اعلاميه ورکړل شوې چې ږېره و نخريي او نه دې له قبضې څخه لنډوي.

په همدې حال کې د هرات ولايت يوه سلمان چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، د دغو بنديزونو پخلى کوي او د دې بنديزونو د بد اغېز په اړه د خپل کار راتلونکي ته اندېښمن دی.

نوموړي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا د لګول شویو بنديزونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ټول مسلمانان بايد امر بالمعروف او نهی عن المنکر ولري، وايي چې له امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرته نه کېږي چې زمونږ ټولنه پرمختګ وکړي او مخ ته لاړه شي، مونږ ته يې دا توصيه کړې چې که تاسو ږيره وخريي، پر سر ليکې واچوئ ويښتو ته سټايل ورکړئ نو د تاسو او کفارو تر منځ څه فرق پاتې کېږي، له کفارو سره هېڅ توپير نه لرٸ."

ارشیف: په کابل کې د یوه سلماني انځور
ارشیف: په کابل کې د یوه سلماني انځور

یو بل سلمان چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "که دا سټایلونه کم شي، دا به زموږ په کار خورا لوی اغېز وکړي، ځکه چې زموږ کار ټول د ورځې په سټایل پورې اړه لري، ممکن زموږ مشتريان پنځوس سلنه کم شي او موږ په‌دې اړه ډېر اندیښمن یوو."

خو د هرات ولایت یوه ځوان بکتاش د دغو بندیزونو په غبرګون کې وویل: "نه داسې نه ده، هر څوک خپل ذوق او سلیقه لري چې باید په خپل نظافت او پاکۍ ته ورسېږي، هو، په قرآن کې هم راغلي چې نظافت د ايمان يوه برخه ده، موږ پخپله پوهېږو چې ږیره ساتل ثواب لري ګناه نه لري، خو داسې ښه نه ده چې دوی په زوره پر یو شخص مني."

د هرات ولایت سلمانۍ د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د خپلو کارونو پر وړاندې په داسې حال کې دغو بنديزونو ته اندېښمن دي چې مخکې د دغې ادارې له‌خوا د نارینه خیاطانو په کار چې د ښځو جامې يې ګنډلې هم بنديزونه لګولي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG