د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د طالبانو ادعا: په ۲۰۲۳ کال کې د ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي


ارشیف: په افغانستان کې یوه کارګران د ډبرو سکرو څخه یو موټر ډکوي. د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو کچه زیاته شوې ده.
ارشیف: په افغانستان کې یوه کارګران د ډبرو سکرو څخه یو موټر ډکوي. د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو کچه زیاته شوې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ادعا کوي او وايي، افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ۱،۹ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي د صادراتو پر وړاندې له ننګونو سره سره تېر ۲۰۲۳ کال کې صادرات دوه فیصده زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد په ایکسپاڼه د یوه ویډیويي کلیپ په خپرولو سره تایید کړې چې افغانستان یو میلیارد او نهه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت توکي بهر صادر کړي.

هغه وویل: "پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته صادرات کم شوي، خو هند، چین او قزاقستان ته زیات شوي دي. دا قضیه د صادراتو په برخه کې د احتمالي بازارونو له نظره مثبت ګڼل کېږي."

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت زیاتوي چې د صادراتو د پروسس لپاره زونونه او د معلوماتو د ثبت مراکز جوړېږي چې په اساس به یې د صادراتو کچه زیات او لا ښه‌والی په‌کې راشي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی د طالبانو د حکومت له خوا د صادراتو اړوند اعلان شوي ارقام تاییدوي او وايي چې اکثر صادرات ګاونډيو هېوادونو په تېره پاکستان ته شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی

الکوزي وویل: "دا سمه ده چې صادرات یې ۱ میلیارده ۹۰۰ میلیونه ډالره دي. په دې کې بیا شاوخوا سل میلیونه هغه مواد دي چې یو وار وارد شوي وو. په هر صورت زیات صادرات معدني مواد لکه ډبرو سکاره دي. همدارنګه تازه او وچې مېوې هم شته. نور توکي هم صادر شوي لکه غالۍ."

د طالبانو په حکومت یوه لویه نیوکه دا هم وه چې کانیز مواد په تېره د ډبرو سکاره یې په پراخه کچه په ګاونډي پاکستان پلورلي.

تېر جمهوري نظام پاکستان ته د معدني موادو په صادراتو باندې یو لړ محدودیتونه لګولي وو.

د دوه میلیارده صادراتو له ادعا سره سره بیا هم افغانستان یو وارداتي هېواد دی او له اوړو، غوړیو او غله دانو رانیولې تقریباً ټول خوراکي مواد له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستانه واردوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګریزو مالونو بندیزونه هم لګولي وو چې تر ټولو لویه بېلګه یې د څو میاشتو لپاره د لږ تر لږه ۴۰۰۰ کانتینره اموالو ایسارول وو.

د کراچۍ بندر یوه څنډه چې لا هم په کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینره بندې پاتې او پاکستان یې افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکوي.
د کراچۍ بندر یوه څنډه چې لا هم په کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینره بندې پاتې او پاکستان یې افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکوي.

د پاکستان حکومت د دغو بندیزونو په اړه په هغه لیک کې چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ته یې استولی، خبر ورکړی دی.

د صادراتو په برخه کې د لاسته راوړنو له ادعاوو سره سره لا هم د خلکو په اقتصادي وضعیت کې اړین بدلون نه دی راغلی او په ۲۰۲۳ کال کې د بې وزلۍ او بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹ میلیونو څخه واوښت.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG