د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

د انګور اډې سیمه سوداګریز بندر ته لوړه شوې؛ الکوزی: دا ډول بندرونه امکانات غواړي


د انګور اډې یوه څنډه
د انګور اډې یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د اسلام اباد دا پرېکړه ستایي چې د انګور اډې سیمه یې د سوداګریز بندر کچې ته لوړه کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي د پاکستان د کابینې دا پرېکړه وستایله، خو الکوزي وویل چې تر دې دمه هلته او حتی د غلام خان په بندر کې ټرانزیټي امکانات نه دې برابر شوي.

الکوزي زیاته کړه چې دا ډول بندرونه تخنیکي امکانات غواړي.

خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې انګور اډه د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

هغه زیاته کړه: "دا هم غزني ته لاره لري، هم ګردیز ته او هم خوست ته چې درې واړه ولایتونه (پکتیا، غزني، خوست) سره وصل کولای شي. په دې برخه کې موږ پخوا هم وړاندیز کړی و اوس هم په دې لاره له پاکستان سره واردات او صادرات کېږي. له دې خوا سکاره او مېوه روانه ده او له هغه خوا هم واردات راروان دي. په ضمن کې دا کابل ته ډېره نږدې ده چې موږ ته به ډېر سهولت رامنځته شي."

د اوس لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر صادرات او واردات د تورخم او سپین بولدک له لارې کېږي.

د تېر جمهوري نظام په وخت ډېرې غونډې وشوې چې د انګور اډې مسیر په یوه تجارتي مسیر بدل شي، خو وروستۍ پرېکړه ونه شوه.

خان جان الکوزي وویل چې د اوس لپاره افغانستان د نواپاس د بندر پر پرانیستو ټینګار کوي.

د الکوزي په وینا افغانستان په تېر یوه کال کې پاکستان ته تر یو میلیارد ډالرو ډېر صادرات کړي چې ډېر یې سکاره، کورمایټ او تالک ډبرې وې.

الکوزي زیاته کړه چې په ورته وخت کې څلور لکه پنځوس زره ټنه سبزیجات او نږدې څلور لکه ټنه مېوه هم پاکستان ته صادره شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ تجارت د پام وړ زیات شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG