د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د ټرانسپورت وزارت: د افغانستان لاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مخ په ښه کېدو ده


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، د ګاونډیو هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د افغانستان لاره له یوې ورځې بلې ته مخ په ښه کېدو ده.

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، مخکې له دې د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې یوازې له یوه یا دوو ګاونډویو هېوادونو سره ټینګې وې، خو اوس دغه اړیکې پر پاکستان او ایران سربېره، له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، قزغزستان، اذربایجان او داسې نورو شمالي ګاونډیو هېوادونو سره پراخې شوي او د صادراتي او وارداتي مالونو لېږد رالېږد پرې پیل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانج د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قوانج
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قوانج

"له کومې ورځې راهیسې چې ځمکني کوریدورونه خلاص شوي، سمه استفاده ترې کېږي، کله چې زموږ سوداګر وغواړي چې خپل مالونه له ایرانه تاجکستان ته ولېږدوي، د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندره افغانستان ته داخلېږي او د شېرخان بندر له لارې تاجکستان ته تېرېږي، لاره خلاصه شوې او افغانستان د اتصال حیثیت غوره کړی دی."

ښاغلي قوانج دا هم وویل، تېر کال د چابهار د بندر له لارې د هند غنم افغانستان ته را ولېږدېدل او په پام کې ده چې په لږه موده کې پرې د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پیل شي.

د قوانج په خبره، شمالي ګاونډیو هېوادونو، ترکیې او حتی اروپايي هېوادونو ته د لاجوردو له لارې د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو د مالونو لېږدول، د ټرانزیټ په برخه کې د افغان حکومت بله لاسته راوړنه ده.

ده دا هم وویل، څه موده مخکې د لاجوردو له لارې د افغانستان د تېر د سېستم په ذرېعه د ایران او افغانستان مالونه تر اروپا پورې رسېدلي او په پام کې ده چې د دغو مالونو دوهمه جوپه هم په نږدې ورځو کې ترسره شي.

د ټرانسپورت د وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د ټرانزیټ له ښه کېدو سره په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

هڅه مو وکړه چې د ځمکني ټرانزیټ د عوایدو په اړه د ماليې له وزارته معلومات ترلاسه کړو، خو دغه معلومات رانه کړل شو.

د اقتصادي چارو پوه سعیدالرحمن عمران د حکومت له خوا له ګاوندیو هېوادونو سره د ټرانزیټ په برخه کې شوي اقدامات کافي نه ګڼي او تاکید کوي چې حکومت دې په دې برخه کې سوداګرو ته لا اسانتیاوې برابرې کړي.

دی وایي:

"یوه ستونزه د عوایدو غیر قانوني راټولول دي، بل دا چې په بندرونو کې سوداګرو ته په بېلابېلو پلمو ستونزې جوړېږي او کومې اسانتیاوې چې حکومت ورکړي، ورته نه ورکول کېږي، د قوانینو پېچلتیا بله ستونزه ده، که حکومت په ټوله کې د سوداګرو ستونزو ته پام وکړي، دا به ښه خبره وي."

ښاغلی عمران وايي، افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادونو د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره تر ټولو ښه لاره ده او افغان حکومت دې د اقتصادي ودې لپاره دغې لارې ته ډېره پاملرنه وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی چې افغانستان به د جنوبي او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ په یوه څلورلاري بدل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG