خبرونه
پاکستاني رسنۍ: افغانستان ته څه د پاسه ۱۳ سلنه صادرات کم شوي
د روان میلادي کال لومړۍ ربع کې یې افغانستان ته ۱۳.۹۸ سلنه صادرات را کم شوي دي.
دا خبر پاکستاني رسنیو خپور کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم وايي، په روان کال کې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې د نورو کلونو پرتله کمې شوي دي.
د دې وزارت ویاند جواد دبیر ازادي راډیو ته د منځنۍ اسیا، ایران، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراخېدل او د کرونا وېروس خپرېدل پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ اړیکې د راکمېدو عمده لاملونه بللې دي.
که څه هم د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت له پاکستانه افغانستان ته د صادراتو کمښت برخه کې د روان کال شمېرې نهلري، خو وايي چې په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې له پاکستانه افغانستان ته د دوه میلیاردو په ارزښت واردات شوي، خو په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې دا شمېر نیمو ته راټیټ شوی دی او ښايي سږکال له نیمه هم راکم شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کابلوف: له تروريستي نوملړ څخه د طالبانو پر ايستلو کار کوو
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لېسته وباسي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور لهمخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.
روسیې په ۲۰۰۳م کال طالبان په شمالي قفقاز کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لېست کې شامل کړل.
په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لېستونو وایستل، خو تر اوسه د دغو درې هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
سرګی لاوروف له اميرخان متقي سره پر اقتصادي پياوړتيا خبرې کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په مسکو کې په افغانستان کې د روغې جوړې د پروسې او د افغانستان او روسیې ترمنځ د انرژۍ د سکتور په شمول د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس ویلي چې، لاوروف او متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د شپږمې مشورتي ناستې په څنډه کې سره ولیدل.
دواړو خواو د افغانستان د ستونزو پر حللارې او د مسکو او کابل ترمنځ پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې همداراز ویل شوي چې، دواړو خواوو له بهره د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د نه منلو وبلله.
د ايران د بهرنيو چارو وزير له حزبالله د ملاتړ د دوام ژمنه کړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون په بیروت کې وویل، په لبنان کې د ده حضور ښیي چې هېواد به یې د حزبالله تر شا ولاړ وي.
عراقچي خبریالانو ته وویل چې، د ایران اسلامي جمهوریت په اسراییل باندې د بریدونو د دوام اراده نهلري، خو د اسراییل د نورو اقداماتو په صورت کې به حتماً "سخت" ځواب ورکړي.
له بلې خوا د اسراییل د پوځ یوه ویاند پرون (جمعه) وویل، د پوځ د اټکل لهمخې، د دې اوونۍ په لومړیو کې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د حزبالله د وسلهوالې ډلې شاوخوا ۲۵۰ غړي وژل شوي دي، چې پهکې یوشمېر جنګیالي او د کنډکونو قوماندانان شامل دي.
د اسراییل پوځ دا هم ویلي چې، د اسراییل په شمال کې په یوه جګړه کې دوه اسراییلي عسکر وژل شوي، خو پوځ نور جزیات ورنهکړل.
نن د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د اوبو اوانرژۍ وزارت له اټکل سره سم، نن به د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې باران و اوري او د هېواد په سیندیزو حوزو کې به د اوبو سطحه لوړه شي.
دغه وزارت پرون (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ناڅاپي بارانونو، ورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی.
د طالبانو د ترانسپورت او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د سېلونو او شدید باران احتمال پهکې زیات دی.
په وروستیو ورځو کې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د سېلونو له کبله د څو تنو د مړینې او ټپي کېدو ترڅنګ ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوه.
د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان بايد د سولهييزو اعتراضونو حق ته درناوی ولري
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې، مخابراتي شبکې ژر تر ژره بېرته فعالې کړي او د سولهییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي.
دغه سازمان ټینګار وکړ چې، د پاکستان حکومت باید د سولهییزو لاریونونو پر وړاندې له غیرقانوني ځواکونو او میتودونو کار وانهخلي.
په اسلاماباد کې د پاکستان تحریک انصاف "پيټيآی" د پلویانو د اعتراضونو د مخنیوي په غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان پرون (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د محدودیتونو لګول، په غیر قانوني ډول له زوره کار اخیستل او د لاریون کوونکو نیول او ځپل د اندېښنې وړ دي.
له بلې خوا د پېښور لوړې محکمې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت ته ویلي چې، پولیسو ولې د خیبر په جمرود کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو شکایت کړی چې حکومت د دوی د هغې جرګې لپاره، چې د اکتوبر په یوولسمه یې رابللې، خېمې سوځولي او پر خلکو یې اوښکي بهونکي ګاز شیندلی او همداراز یې د انترنیټ او موبایل ټليفون شبکې يې بندې کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې، د مخابراتي شبکو په پرچاو کولو او د سړکونو په بندولو سره د اعتراضونو مخنیوی د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حقونو سرغړونه ده.
په پلازمېنه اسلامآباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کېږي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د امنیت د ټینګښت په موخه په پلازمېنه اسلامآباد کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کوي.
دې وزارت نن د اکټوبر څلورمه په یو بیان کې ویلي، دا ځواکونه د شانګهای ناستې د امنیت د تامین په هدف سر له سبا شنبې د روانې میاشتې تر ۱۷مې نېټې په اسلامآباد کې ځای پرځای کېږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا ځواکونه د پاکستان د صداعظم شهباز شریف تر منظورۍ وروسته چې پوځ او رېنجرز ځواک به هم په کې شامل وي، اسلامآباد ته د امنیت د ټینګښت لپاره وربلل کېږي.
ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه د اکټوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلامآباد کې وشي.
بل پلو، نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چاته به د مظاهرو لپاره اسلامآباد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
هغه د تحریک انصاف ګوند له پلویانو غوښتي چې د نورو هېوادونو استازي پاکستان ته راځي، نو ځکه دې مظاهري نه کوي.
تحریک انصاف ګوند یا "پيټيآی" د خپل زنداني مشر او د پاکستان پخواني صداعظم عمران خان د خوشې کېدو په موخه نن د اسلامآباد په جمهوریت څلور لاره کې د مظاهرو اعلان وکړ.
هالنډ ته د یو شمېر افغانانو د لېږد پرېکړه وغندل شوه
د هالنډ د حکومت اپوزسیون د واکمن ښې اړخي ګوند هغه پرېکړه وغندله چې پر بنسټ يې په افغانستان کې د دوی له پوځیانو سره افغان کارکوونکي هالنډ ته نه لېږدوي.
د هالنډي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د هالنډ د حکومت وزیرانو هغه پرېکړه بېرته واخیسته چې ویلي وو، ۱۴۵ افغان امنیتي ساتونکي چې په افغانستان کې يې په غیرمستقیم ډول د دوی له پوځیانو سره کار کړی و، هالنډ ته انتقالوي.
اپوزسیون پرون ماښام په یو لړ بحثونو کې ویلي، دا پرېکړه افغان امنیتي ساتونکو ته د مرګ د سزا د ورکولو او د "ژمنې ماتولو" په مانا ده.
اپوزسیون له ښې اړخو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
د هالنډ حکومت ویلي، که څه هم ممکن د دغو افغان امنیتي ساتونکي ډېر شمېر په هالنډ کې د پناه د غوښتنې وړ وي، خو د دوی انتقال او په هالنډ کې يې ځای پرځای کول ستونزمن دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نژدې څلور زره افغانان هالنډ ته انتقال شوي دي.
په بوسنیا او هیرزیګوینا کې سېلابونو لږترلږه ۱۴ کسان مړه کړي
په بوسنیا او هیرزیګوینا کې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.
چارواکو نن جمعه وویل چې دغه سېلابونه تېره شپه د دې هېواد په مرکزي او جنوبي برخو کې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې راوتلي وو.
د نیریتوا کانټن د سیمهییزې ادارې ویاند ډارکو جوکن وویل ډېر نور کسان ترې تم دي او یو زیات شمېر نور هم ټپیان شوي دي.
د چارواکو په خبره، په جلانیکه او کونیچ سیمو کې د شدیدو بارانونو له امله ځمکې ښویدلې چې چارواکو پهکې د طبیعي ناورین حالت اعلان کړی دی.
دا سیمې د بوسنیا او هیرزیګوینا د پلازمېنې سارایوو او جنوبي ښار موسټر ترمنځ پرتې دي چې په ځینو کلیو کې یې اوبه د کورونو ترچتونو پورې پورته شوې دي.
د بوسنیا د رېلګاډي د خدمتونو ادارې په هغو سیمو کې چې سېلابونه راوتلي، د رېلګاډي خدمات ځنډولي دي.
د بوسنیا په څنګلورو هېوادونو، مونتینیګرو او کرویشیا کې هم د شیدیدو بارانونو، سېلابونو او تندو بادونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د روسيې په ورونيژ سيمه کې د اوکراين د بريد له امله د تېلو په يو ډيپو کې اور لګېدلی
د روسیې په جنوب لوېدیځ ورونیژ سیمه کې نن سهار وختي د اوکراین د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې په سیمه کې د تېلو په یوه لوی ډیپو کې اورلګېدلی دی.
دا خبره د سیمې والي الکساندر ګوسیف نن پر ټلېګرام چینل کړې او ویلې یې دي، چې د انیسکي په سیمه کې چېرته چې د تېلو دغه ډیپو دی، د روسیې د هوایې مدافعې لهخوا په ډزو کې د نسکورې شوې بېپیلوټه الوتکې ټوټې راغورځېدلې وې، چې په نتیجه کې د تېلو په یوه تش ټانکر کې اور ولګېد.
تر اوسه د مرګژوبلې راپورونه نهدي ورکړل شوي.
د سیمې د والي په خبره د اطفایې کارکونکي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.
د مسکو فارمټ غونډه کې نن د افغانستان پر وضعيت خبرې کېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې خپل مسولیت پرځای کړي او له جګړې وروسته د افغانستان د رغونې چارې بېرته پیل کړي.
لاوروف دغه څرګندونې نن د مسکو فارمټ چې روسیه يې کوربنه ده، د غونډې ګډونوالو ته په پرانیستونکې وینا کې وکړې.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور لهمخې لاورف همدارانګه پر افغانستان د لوېدیځ د بندیزونو د لیرې کېدو او د دې هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه.
د لاوروف په خبره په افغانستان کې بشري اړتیاو ته په پام چې، د ملګروملتونو په خبره له ۲۳ ميلیونه زیات وګړي یې مرستو ته اړ دي، باید لهدې هېواد سره د نړیوالو بشري مرستو اندازه زیاته شي.
هغه همدارنګه وویل، دغه پروسه باید سیاسي نهشي.
د مسکو فارمټ پهدې شپږمه مشورتي غونډه کې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پهدې غونډه کې به په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د هڅو پر پیاوړتیا، د طالبانو د حکومت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او له مخدره موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.
د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې د تړلو دروازو تر شاه له بحثونو وروسته به یوه ګډه اعلامیه هم صادره شي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هیله وښوده چې دغه غونډه به له سیمهییز امنیت او اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.
د مسکو فارمټ چې په ۲۰۱۷م کې رامنځته شوی، هدف یې د افغانستان په وړاندې له چلنجونو سره مبارزه او سیمهییزې همکارۍ ته وده ورکول دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او دا هېواد بیا د طالبانو لاس ته پرېوت، د سیمې قدرتونو د طالبانو له سرپرست حکومت سره فعالې ښکېلتیا ته مخه کړې ده.