د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړول روان دي


د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ او ملیشه وو له خوا د پوځي او ملکي تاسیساتو جوړول روان دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه تاسیسات یې په خپلو سترکو لیدلي دي.

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي د هغو تاسیاساتو په اړه اندېښنه لري کوم چې د پاکستاني پوځیانو او ملیشه وو له خوا د ډيورنډ کرښې په اوږدو حتی په هغه سیمو کې چې د افغانستان خاوره ګڼل کېږي جوړېږي.

د پکتیا ولایت د ولایتي شورا یو شمېر غړي له افغان حکومت نه غواړي چې د دغو تاسیساتو د جوړونې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه تاسیسات یې په خپلو سترګو لیدلي کوم چې پوځي او ملکي دواړه په کې شامل دي:

((د دوی تاسیسات روان دي، تاسیسات جوړوي، زرې پوشونه یې هم راوستي دي؛ شاته پوځ پروت دی مخته ملیشه ده؛ دغه تاسیسات ما په خپله لیدلي دي؛ هلته نېږدې ورغلي یو او په هغه مظاهره کې مو ګډون کړی و؛ حتی دا کوم بازار چې دی د انګور اډې بازار دا خو د افغانستان په خاوره کې دی دلته هم پاکستاني ځواکونو پاخه دکانونه جوړ کړي دي؛ نظامي تاسیسات جوړوي، څنګ کې یې دروازه جوړوي، نو هغه روان دې په دې کې دروغ نشته.))

راپورونه وايي چې پر انګور اډې سربېره د پاکستان پوځ د تروو او خنډ په سیمه کې هم مخته راغلی دی او افغان حکومت یې پر وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

په راپورنو کې د افغان حکومت د کورنیو چارو وزارت په حواله دا هم لیکل شوي چې تر اوسه داسې کوم مورد نه دی پېښ شوی چې پاکستاني عسکر دې د افغانستان خاورې ته رادننه شوي وي او افغان سرحدي ځواکونو بې ځوابه پرېښي وي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سرحدونو؛ قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ په دې برخه کې یوې کمیټې خپل کار پیل کړی چې لاسته رواړنې به یې هم ډېر ژر له رسنیو سره شریکې شي.

د سرحدنو چارو وزارت مرستیال ننګیالي قلاتوال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

((په دې برخه کې چې هره سرغړونه کېږي؛ د سرحدونو چارو وزارت دنده لري چې یادداشت یې کړي؛ هغه موږ لوړو مقاماتو ته لېږو په ځانګړي ډول امنیت شورا ته؛ تر څو په دې برخه کې په لوړه کچه خبرې وشي.

کومې سرغړونې چې شوي یا کوم ځایونه چې د ډیورنډ په فرضي کرښې جوړ شوي؛ په دې برخه کې کمیټه کار کوي چې جزیات به یې ورسته له تاسې سره شریک شي.))

خو د ډېرو هڅو باوجود د یادې کمیتې هېڅ غړی او یا هم په کمېټه کې د موجودو ارګانونو چارواکي په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.

د یادونې ده چې دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د خپلو تاسیاساتو د جوړولو لپاره د پوځ او ملیشه وو پیره دروي او جوړونه کوې.

بلکه تر دې مخکې په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم پاکستاني ځواکونو ورته ښکاره سرغړونې کړې وې چې په انګو اډه کې که نجیب الله پرې ننګ وکړ؛ نو په ګوشته کې لا هم د قاسم خان د میړانې کیسې کېږي.

XS
SM
MD
LG