د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د پکتیکا په انګور اډه کې پاکستاني پوځ یوه دروازه او نور تاسیسات جوړ کړي


که څه هم د پکتیکا په انګور اډې سیمه کې د پاکستان له خوا د تائسیساتو جوړولو د عامو خلکو؛ ملي شورا او مدني فعالانو غبرګونه راپارولي وو او سرحدي پولیس نجیب الله خپل سر هم په کې وخوړ؛ خو دا تائسیسات بالاخره بشپړ شول.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله ببری وایي؛ په انګور اډې کې د پاکستان د پوځ له خوا د دروازې او یوشمېر نورو تائسیساتو د جوړولو چارې بشپړ شوې او اوس له ورایه ښکاري.

ښاغلي ببري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت تراوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی؛ خو د سیمې خلکو پرېکړه کړې چې دا تائسیسات په رسمیت نه پیژني او تګ راتګ هم نه پرې کوي:

((د پاکستان له طرفه په یوه دروازه باندې کار روان و؛ اوس هغه دروازه جوړه شوې او کارونه یې بشپړ شوي دي؛ څه نور تائسیسات وو ورسره په څنګ کې هغه هم جوړ شوي دي؛ دا وضعیت او دا مشکلات موږ مرکزي دولت ته رسولي دي؛ مرکزي حکومت تراوسه اقدام نه دی کړی. خو بیا هم خلکو دا فیصله کړې چې دا دروازه نه منو او چاته اجازه هم نه ورکوو چې پرې ننوځي او راشي؛ ځکه چې بیا دا دروازه رسمي ډول اختیاروي.))

افغان چارواکي وايي، د تاریخي اسنادو له مخې د انګورو اډې سیمه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده؛ خو له کابو څلوېښتو کلونو راهیسې په هېواد کې د جنګونو او د حکومت د بې غورۍ له امله پاکستاني پوځیان مخ ته په کې راغلي.

د انګور اډې د تائسیساتو او دغه راز د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندک کیندنې موضوع څو میاشتې وړاندې راپورته او افغان حکومت د څيړنو لپاره سیمې ته پلاوی ولیږه؛ خو تراوسه حکومت خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

تراوسه څو ځله افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د دې سرغړونو په وړاندې غبرګون هم ښودلی چې په انګور اډه کې د نجیب الله او په ګوشته کې د قاسم خان د سرښندنې یادونه کیږي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر را واخلو؛ خو د جمهوري ریاست ویاند وویل چې په دې اړه باید د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي خبرې وکړي.

خو له ډیرو هڅو وروسته د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازی او د سیاسي چارو کتونکی نادر خان کټوازی وایي؛ له انګور اډې پرته په یوشمېر نورو سیمو کې هم د پاکستان تائسیسات جوړیږي او هدف یې دا دی چې افغانستان ورسره د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژني.

((منګتۍ په نوم یوه سیمه ده په هغې کې هم اوس دوی پوستې شروع کړي دي؛ مګر هلته چې کار کوي، ډېر یې پټ کوي، د پاکستان خو اساسي هدف دغه دی چې د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژندل شي.))

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې هم ترینګلې شوي او اوس داسې ښکاري چې دواړه لوري هڅه کوي چې تر خپل منځه د باور فضا بیرته پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو یوشمیر څیړونکي بیا وایي، حکومت باید د پاکستان د سرحدي سرغړونو په اړه کره معلومات راټول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو سازمانونو ته یې په اړه شکایت وکړي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG