د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

په افغانستان کې د کانګو تبې د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې یوه ناروغه تر درملنې لاندې ده.

د لوی اختر په رارسېدو سره په افغانستان کې د کانګو تبې د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا چې په افغانستان کې لوى اختر ته په ګوتو شمېر ورځې پاتې دي، ورسره هممهاله په بېلابېلو سیمو کې د قربانۍ لپاره د څارویو د خرڅلاو بازارونه جوړ شوي، خلک د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکې ميراجان قصاب دى.

هغه ازادي راډيو ته وويل چې مېرمن يې څو ورځې وړاندې د کانګو په تبه اخته شوې چې اوس په روغتون کې ده.

ارشیف: ډاکتران وايي چې کوم کسان چې څاروي حلالوي باید، عينکې، دستکشې، موزې، او ماسک واغوندي.
ارشیف: ډاکتران وايي چې کوم کسان چې څاروي حلالوي باید، عينکې، دستکشې، موزې، او ماسک واغوندي.

میراجان وايي: "ښځه مې له درېيو ورځو راهيسې ناروغه ده، کنه یې په ځان پورې نښتې وه، کله مو چې کنه ترې لرې کړه سرخوږی يې ډېر شو، وروسته مو داکتر ته بوتله او معاينات يې بشپړ شول."

میراجان چې ورور یې هم د کانګو په تبه اخته دی، د خپل ورور د دې ناروغۍ د نښو، نښانو په اړه وويل: "په لومړي سر کې يې سخته تبه او لړزه درلوده، ملا يې هم درد کوله، کله چې ښه شو، پښې يې درد پيل کړ او کله چې يې پښې ښې شوې، ویې ویل کولمو کې مې درد راځي او نس ناستی ورته پيدا شو، کله چې مو ډاکتر ته وروستو، ويل د کانګو ناروغي لري."

په افغانستان کې د ساري ناروغیو متخصصین کانګو یوه خطرناکه ناروغي بولي او ټینګار کوي چې خلک باید د لوی اختر سربېره، هر وخت کې د څارویو د حلالولو پر مهال د خوندیتابه جامې وکاروي.

ډاکتر عمري وویل: د څارويو خاوندان بايد څاروي او کورونه دوا‌پاشي کړي او هغه کسان چې قرباني کوي او که د پوستکي زخم ولري بايد قربانۍ کې برخه وانخلي.

د ساري ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل: "په دې برخه کې باید ووايم چې د څارويو خاوندان بايد څاروي او کورونه دوا‌پاشي کړي او هغه کسان چې قرباني کوي او که د پوستکي زخم ولري بايد قربانۍ کې برخه وانخلي. کوم کسان چې څاروي حلالوي باید، عينکې، دستکشې، موزې، او ماسک واغوندي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت روانه اوونۍ رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي وو چې د ۲۰۲۴م میلادي کال له پیل راهیسې په تېرو پنځو میاشتو کې د دغې ناروغۍ شاوخوا ۲۰۳ پېښې او له امله یې د ۶ تنو مړه کېدل ثبت شوي دي.

د طالبانو ياد وزارت زیاتوي چې سږ کال د تېرو میاشتو په پرتله په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوي دي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د کانګو تبې تر ۱۲۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې وې چې شاوخوا سل کسان یې مړه کړل.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "ایف‌اې‌او" هم ویلي چې د لوی اختر په مناسبت د قربانۍ لپاره د څارویو له لېږد او حلالولو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د سه شنبې په ورځ د جون ۲۲مه په خپله ايکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې د کانګو تبې پېښې له څارویو څخه انسانانو ته خپرېږي او د انسانانو لپاره وژونکې ناروغي ده.

ډاکتران وايي، د کانګو تبه یوه وژونکې میکروبي (ویروسي) ناروغي ده چې د کنې د چیچلو له لارې څارویو او بيا انسانانو ته انتقالېږي.

شدیده تبه، سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالى، د ملا درد، د معدې درد او اسهال د کانګو ناروغۍ له لومړنیو نښو څخه بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG