د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

ډبلیوایچ‌او: افغانستان کې طبیعي پېښو او اقلیم بدلون د ډینګې تبې سره مبارزه ډېره سخته کړې


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې چې د مې په ۵مه خپور شوى، ویلي چې په افغانستان کې طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون د روغتیايي ناورينونو، په ځانګړي ډول د ډینګې تبې پر وړاندې مبارزه نوره هم سخته کړې ده.

"ډبليوایچ‌او" د معلوماتو له مخې، دغه ساري ناروغي چې په لومړي ځل په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان کې راڅرګنده شوه، په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کې یې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۵ میلیونه وګړي وګواښل.

که څه هم د روغتيا نړيوال سازمان ویلي، د ډینګې تبې د زیاتوالي د مخنیوي په موخه یې ۵٠٠ روغتیايي کارکوونکي د تشخیص او درملنې په برخه کې روزلي ، خو بيا هم پر دې ناروغۍ يو شمېر اخته کسان وايي چې خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري.

د تخار ولايت اوسېدونکې خاطره وايي، مشره خور يې دوه مياشتې وړاندې په ډينګې تبې اخته شوې وه چې تراوسه په بشپړه توګه نه ده روغه شوې.

هغې وویل: "دې شاوخوا له یوې میاشتې راهیسې سخت سر درد درلود، د سترګو شاه يې درد کاوه، چیغې يې وهلې، کمزورې وه، د وینې فشار یې خورا ټیټ و، عضلات او بندونه یې ډیر درد کاوه، ډېر درد یې درلود او موږ نه پوهېږو چې دا ناروغي له کوم ځای څخه رامنځته شوې او دا څه رقم ماشې چېچلې."

د انتاني او داخلي ناروغیو ټرېنر متخصص سید عادل نیرومند وايي، د ډینګې تبې ناروغان سر درد، نس‌ناستی او سر درد لري او باید له پنځو څخه تر لسو ورځو پورې د تشخیص او درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو یا ډاکترانو ته مراجعه وکړي.

نیرومند وايي: "تر ټولو ښه دا ده هغه کسان چې ستړيا او کسالت پيدا کوي په داسې چاپېريال کې چې هلته ډينګې شتون لري، بايد ژر ځان روغتون ته ورسوي ځکه په اولو پنځو تر لسو وروځو کې د ډنګي ښه تشخيص کېداى شي."

د دې متخصص ډاکتر په وینا، په وینه کې د ویروس د کمښت له امله لس ورځې وروسته د ډینګې تبې تشخیص ډېر ستونزمن دی.

د ناروغ بې هوښه کېدل، خونرېزي او نس‌ناستی هم د شدیدې ډینګې تبې نښې دي چې د انتاني ناروغیو متخصصینو په وینا ، ناروغ باید په دې مرحله کې روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ولري.

د پاراستامول، مایعاتو او د پشه خانو کارول نورې هغه نورې سپارښتنې دي چې د متخصصو ډاکترانو له‌خوا د ډینګې تبې د ناروغ د درملنې او د ماشې په واسطه نورو خلکو ته د ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره وړاندیز کېږي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خپل نوي راپور کې چې د پنجشنبې ورځې ناوخته یې خپور کړی، په افغانستان کې له سېلابونو وروسته د شري، شديدو تنفسي ناروغیو، کانګو او ډینګې تبې له زیاتوالي خبر ورکړی دی.

یونېسف اندېښنه ښودلې چې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله په سېلاب ځپلو ولایتونو کې د سړکونو ویجاړېدو سیمو ته لاسرسی ستونزمن کړی او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم کم شوی دی.

ډینګې تبه یوه ساري ناروغي ده چې د ډینګې خړې ماشې د چیچلو له لارې انسان ته لېږدول کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا ناروغي په سرحدي ولایتونو لکه ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې ډېره ده.

XS
SM
MD
LG