د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

د کندز د کرنې ریاست وايي، د کانګو کنو پر ضد یې کمپاین پیل کړی


کندز کې د کانګو کنې پر ضد کمپاین
کندز کې د کانګو کنې پر ضد کمپاین

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې دوی د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانګو کنو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړی او لا هم دوام لري.

دنوموړې ادارې رئیس مولوی امان الله حسن وايي، د دې ولایت حیواني کلنیکونو ته د کانګو کنې ضد اړین درمل او تجهیزات وېشل شوي چې پیل شوی کمپاین په ښه توګه ترسره شي.

حسن زیاتوي: "دا دې کنې ضد دوا ده، د کانګو مرض له همدې کنو انسانانو ته هم انتقالیږي. موږ ټولو حیوانې کلنیکونو ته د کنو ضد دوا ورکړې ده، څو د مالونو ځایونه او پنډ غالي دوا پاشي کړي. دا کمپاین په وړیا توګه تطبیقېږي او کوم لګښت چې ډاکټران کوي، هغه بیا وروسته د کرنې ریاست له خوا ورکول کېږي."

په کندز کې د کانګو د کنې ضد دوا پاشوونکي
په کندز کې د کانګو د کنې ضد دوا پاشوونکي

ښاغلي حسن له مالدارانو غوښتنه کوي چې د دې کمپاین په پلي کولو کې د حیواني کلنیکونو له کار کوونکو سره جدي همکاري وکړي.

په کندز کې د حیوانې کلنیکونو یو شمېر چارواکو ازادي راډیو ته وويل چې د دغه کمپاین په تطبيق سره به د څارويو د مړينې کچه کمه شي او له څارويو انسانانو ته د ډول-ډول ناروغیو د انتقال مخه به هم ونیول شي.

د نوموړي ولایت د علي اباد ولسوالۍ د حیوانې کلنیک مسوول ظفر ناصري وویل: "دا یو ښه برنامه ده او مالدارانو ته هم یو سهولت دی. دې پروګرام کې د مالونو ځایونو کې د کنو ضد درمل پاشل کېږي او د دې کمپاین نتیجه مثبته ده او مالداران هم له دې کمپاینه خوښ دي."

د دې ولایت مالداران د کرنې ریاست له دې اقدامه هرکلی کوي او ترڅنګ یې غوښتنه کوي چې باید د څارویو د نورو ناروغیو د واکسین پروګرام هم پلي شي.

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ یو تن مالدارۍ خان جان ازادي راډیو ته وویل: "دا یو ډېر ښه او ګټور کمپاین دی، ځکه کله چې د مالونو په غوجلو او ځایونو کې درمل پاشل کېږي هلته هر ډول حشرې، کنې او نورې ناروغۍ له منځه ځي او زموږ څاروي له ناروغیو ژغورل کیږي. موږ د کرنې ریاست له دې اقدامه خوښ یو."

د کندز مالداران د کرنې ریاست له دې اقدامه هرکلی کوي
د کندز مالداران د کرنې ریاست له دې اقدامه هرکلی کوي

د کندز د حوزوې روغتون د روغتیايي کار کوونکو د معلوماتو له مخې، کانګو یو ډول ناروغي ده چې د څارویو د کنې په وسیله انسان ته انتقالېږي او له امله یې د انسان وجود درد کوي او او تبه پرې راځي.

دوی زیاتوې،که پر دغې ناروغۍ اخته کس په وخت سره روغتیايي مرکز ته انتقال نه شي د مرګ تر کومې هم رسېدلی شي.

د دې ولایت د کرنې ریاست چارواکې وايي چې د کانګو کنې ضد کمپاین له پیل راهیسې تراوسه پورې د کندز مرکز اړوند سیمو او په یو شمېر ولسوالیو کې په زرګونه غوجلۍ او د مالونو پنډغالي دوا پاشې شوي دي او لاهم دغه بهېر روان دی.

XS
SM
MD
LG