د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې کانګو ناروغۍ ۹ کسان مړه کړي او ۵۴ نور پرې اخته شوي


ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تېره اوونۍ په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له کبله ۹ کسان مړه او ۵۴ نور پرې اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو وضعیت په اړه د راپور په خپرولو سره ویلي، چې روانه اونۍ ګانګو ناروغۍ په دغه هېواد کې ۹ کسان مړه او ۵۴ پرې اخته شوي دي.

په راپور کې چې د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۱۳مه د روغتیا نړیوال سازمان خپور کړی، راغلي چې د نويو ثبت شويو پېښو په ګډون د روان میلادي کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ټولټال د کانګو یا وینې بهېدونکې تبې ۴۹۴ پېښې ثبتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې زیاته شوې چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د کانګو ناروغۍ د مړینې شمېرې ۴۷ ته رسېږي، چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، په کابل ولایت کې ۱۹، په بلخ ولایت کې ۶، په تخار ولایت کې ۵، په پروان ولایت کې ۳، په جوزجان او کندهار هر یو ولایتونو کې دوه دوه په بدخشان، بغلان، فاریاب، غزني، کاپیسا، خوست، کندز، پکتیا، سرپل او وردګو ولایتونو کې، یو یو د مړینې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو وضعیت د راپور له مخې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د کانګو ناروغۍ د ۴۹۴ ثبت شويو پېښو څخه ۹۹.۸ سلنه یې د ۵ کلنو څخه د پورته عمر درلودونکو پورې اړه لري او ۲۸.۵ سلنه یې ښځې دي.

د تخار ولایت اوسېدونکي سید رحمان ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې څه موده وړاندې دی او د کورنۍ غړي یې په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

هغه وویل: "په کورنۍ کې مې ۷ کسان دي او ټول په دې ناروغۍ اخته شول، ۲۰ ورځې ناروغان وو او ۲۰ ورځې وروسته ښه شول."

ډاکتران وايي، کانګو له څارویو انسانانو ته انتقالېږي.
ډاکتران وايي، کانګو له څارویو انسانانو ته انتقالېږي.

د کابل ښار د انتاني ملي تخصصي روغتون متخصص ډاکتر فرید الله عمري ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو په تاییدولو سره وویل چې دې شمېرو له لوی اختر څخه وروسته زیاتوالی موندلی دی.

عمري وویل: "زموږ خلکو هغه سپارښتنې چې د روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او د کرنې وزارت له خوا ورته شوې وې، د قربانۍ پر مهال پلې نه کړې. دویم لامل یې دا دی چې ډېری څاروي په قاچاق ډول کابل ته راوړل شول، چې په هغوی کې په پراخه کچه کنې موجودې وې او د دې تر څنګ دا موسم د کانګو لپاره ډېر مساعد دی. په دې فصل کې د کانګو ناروغۍ انتقال په لوړه کچه موجود دی."

عمري زیاته کړه چې د طبیعي پېښو څخه د زیانمنو شويو مالدارانو د کورنیو بې ځایه کېدل او بلې سیمې یا ولایت ته د دوی کډه هم د کانګو د ناروغۍ د لا خپرېدو لامل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې د کانګو ناروغۍ تر څنګ د نورو ساري ناروغیو د شمېرو یادونه هم شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د دغه راپور پر بنسټ تېره اوونۍ دغه شان د حادو اسهالاتو په پېښو کې هم ۱۶.۵ سلنه، د کوېډ۱۹ ناروغۍ په پېښو کې ۸۱.۹ سلنه، د شري ناروغۍ په پېښو کې ۱۳.۲ سلنه او د ډینګي تبې په پېښو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو خپرو شویو شمېرو په اړه مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم وپوښت، خو ویاند یې شرافت زمان د راپور تر خپرېدو زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې نوموړي ازادي راډيو ته ویلي وو چې دوی د کانګو او نورو ساري او موسمي ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې یو شمېر اقدامات ترسره کړي دي.

ډاکټران وايي، له ۳۸.۵ درجې لوړه تبه، د نس، ملا او سر درد، نس ناستي، په پوستکي کې د شنو لکو پیدا کېدل، په استفراغاتو کې وینه او له پزې څخه د وینې بهېدل د کانګو ناروغۍ نښې دي او د دوی په خبره که څوک دا علایمو لري باید ډاکتر ته ورشي.

XS
SM
MD
LG