د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

اختری ورکول او اختری اخیستل؛ یو شمېر افغانانو اوس هم دا دود تود ساتلی


ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې یو شمېر ماشومان د اختر په یوه ورځ په ټال کې زانګي
ارشیف: د کابل په یوه څنډه کې یو شمېر ماشومان د اختر په یوه ورځ په ټال کې زانګي

په افغانستان کې د اختر په ورځو کې اختري ورکول یو لرغونی رسم دی چې اوس هم تر سره کېږي.

اختر چې د مسلمانانو له جشنونو څخه یو دی، په بېلابېلو دودونو او رواجونو سره نمانځل کېږي.

د اختر په ورځ، اختری ورکول یو له هغه دودونو څخه دی چې په افغانستان او نورو ډېرو هېوادونو کې هم شته.

دا رواج داسې دی چې د اختر په لومړی ورځ د کورنۍ ټول غړي د مشرانو لاسونو ښکلولو او مبارکۍ ته ورځي او په بدل کې یې پیسې، خواږه، جامې او نورې ډالۍ د اختري په توګه تر لاسه کوي.

یو شمېر افغانان چې په تېره کې یې په اختریزې ډالۍ تر لاسه کړي وايي، جالبې خاطرې ترې لري.

د کابل اوسېدونکې خاتون وايي: "د ظاهرشاه له وختونو زموږ کور ته ډېر خپلوان ډېر راتلل، زموږ اختری به یوه روپۍ یا یو غېران و، وروسته د داود خان په وختونو کې مو پنځه روپۍ اختری اخیسته. د کمونېستانو په وخت کې مو هم اختری اخیسته چې شمېر یې لږ ډېر شو. د مجاهدینو وخت کې مو هم اخیسته. ورو ورو لویان شوو، زاړه شوو، د لمسیانو څښتنان شوو، خو اوس ماشومانو ته خلک دومره اختري نه ورکوي، یوازې نږدې خپلوان یې ممکن ورکړي."

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې دغه نجونې د اختر مبارکۍ په موخه خپلو خپلوانو کره ته روانې دي.
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې دغه نجونې د اختر مبارکۍ په موخه خپلو خپلوانو کره ته روانې دي.

د هرات ولایت اوسېدونکې فرشته وایي، له اختري اخیستلو او اختري ورکولو ښې خاطرې لري.

هغې وویل: "اختری ورکول او اختری اخیستل ښه رسم دی، زما دواړه خوښېږي. زما جالبه خاطره دا ده چې په یو اختر کې مې اختری تر لاسه کړ او ډېره خوشاله شوم، خو مجبوره شوم چې هغه خپل کوچني ورور ته ورکړم. مهمه دا ده چې د یو بل تر څنګ خوشاله ووسو."

د بلخ ولایت اوسېدونکی لطیف وایي، دا رسم د دوی په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره دی او ماشومانو ته اختری یا عیدي ورکول کېږي.

هغه وویل: "د اختري ورکول په ځانګړي توګه د کم عمره ماشومانو لپاره دی، دا رسم په کلیو کې ډېر وي، د اختري ورکولو تر څنګ ځینې نورې سرګرمۍ لکه هګۍ جنګول یا مردکي (تشلې) ګټل هم په ځینو کلیو کې رواج دي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې په کوچني یا د روژې اختر او په لوی یا د قربانۍ اختر کې د اختري اخیستلو او ورکولو تر څنګ نور رواجونه هم خلک پالي، لکه نکریزې کول، ګاونډیو ته د خوږو وېشل، کوژدنو ته اختری وروړل، د خپلوانو لیدل او داسې نور رواجونه چې په دې کې ډېری اوس د بېلابېلو ستونزو له امله پیکه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG