افغانان له ډېر پخوا راهیسې د کوچني اختر د لمانځلو لپاره ځينې ځانګړي رواجونه لري د مینې او اخلاص د ښودلو او اختر ته د هر کلي لپاره نوي کالي ګنډي، کورونه پاکوي، کلچې او رنګا رنګ خواړه پخوي.
افغانستان له بېلابېلو قومونو څخه جوړ دی نو ځکه د اختر او خوشحالیو ورځو د لمانځلو لپاره بېلابېل رواجونه او دودونه هم لري.
خپلو دودونو او او اقتصادي وړتیاوو ته په کتو دسترخوانونه تیارېږي چې تر ډېره د یوې سیمې له بلې سیمې سره تو پیر لري.
د پکتیا او خوست اوسېدونکي تر ډېره ځانګړی خوراک چې په ډنډه کي مشهور دی تیاروي، دا خوراک د مېلمنو لپاره د مینې او خلوص نښه ځکه هم بلل کېږي چې تیارول یې خاص مهارت غواړي.
د خوست اوسېدونکې فوزیه سحر وايي، دا خوراک که څه هم ډېر نه خوړل کېږي، خو چیرته هم چې تیارېږي خلک هغه کور ته په مینه ځي او یو ځای پرې راټولېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږ په سیمه کې دلته د کلچو او ډنډه کی پخول خاص رواج دی، ډنډه کی د مینې او خلوص خوراک دی چې ټول خلک پرې راټولېږي او که کوم دسترخوان له هغې پرته وي هغه داسې ښه نه ښکاري، نور هر کور هڅه کوي چې مېلمنو ته مینه او ښه شی ورکړي."
د اغلي سحر په وینا ډنډه کې له غټو وریجو، د غوا له خالصو غوړیو، مستو او قروتو تیارېږي کله غوښه او نور څه هم ورسره اضافه کېږي، خو اصلي رنګ یې په غټو کاسو کې د هغو جوړول او په یو ځای راټولیدو کې دی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی حبیب الله بیا وايي، دا وخت پخواني خوراکونه لږ کم شوي، خو اوس بیا ځوانانو هڅه پیل کړي چې هغه رواجونه او خوراکونه را ژوندي کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"پخوا وخت کې د ډنډه کي پخول ډېر زیات وو، خو دا دود بیا یو وخت لږ څنګ ته شو اوس خلک چې ډله ډله ګرځي غواړي ډنډه کي ته لومړیتوب ورکړي او اوس بیا د اختر د ورځې یو ښه ډله ییز خوراک ډنډه کی او د غوړیو مړۍ ده."
د کندهار خلک بیا په اختر کې وچو او تازه میوو ته لومړیتوب ورکوي.
د سکینې په نوم د کندهار اوسېدونکې وايي چې د اختر په ورځو کې ډېرو خلکو د کورونو دسترخوانونه په میوو ښکلي وي.
نوموړي زیاته کړه:
"دلته د اختر په ورځ اول خلک هدیرې ته ځي، له هغه ځایه چې بېرته راغله دسترخوان هواروي وچه میوه، تازه میوه، کلچې، کیک، چای او هر څه چې په بازار کې پیدا کېږي ایښودل کېږي مېلمانه راځي او خوري يي."
په دغو سیمو کې که د دسترخوانونو رنګ دا شیان دي د هېواد شمال خوا ته بیا د میوو او بازاري خوراکونو تر څنګ کورنۍ کلچې، فیل ګوش، کیک، روغن جوشي او موصراغی پخول رواج دی.
د پروان خلک د شوروا اوماچ او دوشي په پخولو سره مېلمانه پالي او اخترونه جوړوي.
د هغې سیمې دوه تنو اوسېدونکو شکیلا نوري او بشیر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"زموږ رسم او رواج غوربندي شوله، شوروا او اوماچ دي چې د اختر په ورځو کې یې پخوو، د کور له غړو او مېلمنو سره یې خورو."
"موږ د اختر په ورځو کې له خپل دود او دستور سره د اختر له لمانځه مخکې شوروا او اوماچ پخوو او خورو یې."
د هېواد مرکز کابل بیا د رنګا رنګ اوسېدونکو په درلودلو سره د اختر رنګونه هم بېل لري.
دلته ممکن د هرې سیمې د اختر ډول او رواجونه بدل وي خو تر ډېره چې یو بل ته د دسترخوان نږدېوالي ښيي وچې او تازه میوې د بیکری خواږه او ځينې خوراکونه دي.
د کابل د ښار اوسېدونکي لیدا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
د خپل کور په یوه خونه کې د دسترخوان په سر وچه او تازه میوه ایږدو اول مشرانو ته د اختر مبارکۍ لپاره ځو بیا د مېلمنو پالنه او عزت کوو.
د دغو دودونو او خوراکونو ډولونه نور هم ډېر دي، خو هغه څه چې په افغانانو کې ګډ دي مېلمه پالنه په خپلو منځو کې په مسکا خوله د اختر مبارکي، په ماشومانو شفقت او د مشرانو عزت دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ