د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

ولې په افغانستان کې اخترونه کمرنګه شوي دي؟


نه یواځې د کابل، بلکې د افغانستان د یو شمیر ولایتونونو اوسیدونکي هم وایي؛ چې اخترونه یې کم رنګه شوي او پخواني خوند نه دی په کې پاتې.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي، مخکې کلونو کې به د اختر ورځې د ټولو افغانانو لپاره یوه خاصه میله وه؛ دا ورځ د خان او ګدا لپاره یو شان وه، ټول به د خپلو خپلوانو کورونو ته تلل او میلې به یې کولې.

د دوی په وینا، اوس د اختر په درې ورځو کې نه څوګ دومره چیرته ځي او نه هم بل څوګ ورکره راځي؛ یواځې دوه یا درې کسه میلمانه، یواځې د څو دقو لپاره په منډه راشي او منډه بیرته ځي.

د کابل ښار د اوسیدونکي په وینا، نه یواځې د دوی اخترونه بلکې د ماشومانو اخترونه هم کم رنګه شوي او د پخوا په څیر اوس ماشومان هم اختر ته ډیره خوشالي نه کوي.

یو شمیر خلک بیا په دې اند دي، چې په هیواد کې دیرش کلنو جګړو د افغانانو په ذهنونو ناوړه تاثیر کړی؛ نو ځکه د زړه له تلې خوشالي نشی کولی.

ځيني نور بیا په دې اند دي، چې دا مهال د ډیر شمیر افغانانو په خاصه توګه ځوانانو وخت په زده کړه او نورو بوختیاوو تیریږي؛ نو ځکه نه شي کولی، له اختر نه سم خوند واخلي، د دوی په وینا، اوس د افغانانو ژوند هم د اروپایي هیوادونو په څیر شوی او ډیر خلک له اروپایي هیوادونو تقلید کوي.

خو یو شمیر کتونکي بیا په دې اند دي، چې اختر د ټولو افغانانو لپاره یوه ګډه خوښي ده؛ چې په کال کې یواځې دوه وارې راځي نو ځکه باید ټول خوند ورنه واخلي.

لیکوال او د فرهنګي چارو کارپوه محمد انور وفا سمندر وایي؛ هر انسان باید په خپله له ذهني پلوه ځانونه د اختر او دې ته ورته مراسمو لمانځلو ته چمتو کړي.

"نن ورځ په اخترونو او دې ته ورته مراسمو کې خوند نه دی پاتې؛ دسترخوانونه له رنګینه میوو او خوړو نه ډک وي؛ ولې خوند نشته په کې.

دا د دې لپاره چې اوسني انسانان له خپل امان نه پردي شوي؛ دوی یا په تیره کې اوسي او د تیری ارمان کوي او یا هم هغې راتلونکي ته انتظار باسي؛ چې تراوسه په حقیقت نه وي بدله شوي.

دا مراسم شته خو یو لړ عادتي پروژو باندې بدلې شوي؛ چې زموږ پر ژوند واکمنې دي.

زما په نظر کلتوري هیروالی، یوه تراژیدي نه ده، زما لپاره تراژیدي دا ده، چې یو وګړی، د خپل ژوند حق د ځان په وړاندې نه ادا کوي.

دی ځان ته د یو فعال او ژوندي وګړي په سترګه نه ګوري او په ژوند کولو نه دی قایل شوی او له ځان سره مینه نه کوي."


دی وایي، چې هر انسان باید د خپلو شته امکاناتو له لرلو خوشاله واوسي او هر هغه څه چې لري په کارونو سره یې ځان او خپله کورنی خوشاله وساتي.

د رپوټونو له مخې په هیواد کې د خلکو ناسم اقتصاد او امنیتي ستونزې د دې لامل کیږي؛ چې خلک په اخترونو کې چیرته تګ ته زړه ښه نه کړي.

بل خوا داسې هم ویل کیږي، چې موبایل بله وسیله ده، چې خلک ورباندې له خپلو دوستانو او ملګرو سره د اختر مبارکي کوي او له ورتګ نه ځانونه خلاصوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG