د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

افغانستان کې کوچنی اختر له يوې خونړۍ روژې وروستې


په افغانستان کې کوچنی اختر له يوي خونړۍ روژې وروستې په داسې حال کې را رسېدلی چې ډېری کورنیو کې لا هم د غم ټغر خور دی.

داسې ډېری کورنۍ او خلک شته چې غمونو ورڅخه د اختر خوښۍ هېرې کړي او د خپلو خپلوانو په وير د غم اوښکې تویوي.

کومه حمله چې د جوزا په لسمه د يوه ټانکر په وسیله د جرمني سفارت ته نېږدې په کابل وشوه، سلګونه کسان يې مړه او ټپيان کړل.

زبیر د دغه پېښې له قربیانو څخه دی چې خپل پلار يې په دغه پېښه کې له لاسه ورکړی او لا تراوسه يې هېڅ درک هم نه لګېږي.

د زبیر پلار ترافیک او د پېښې ځای ته يې نېږدې دنده ترسره کوله.

زبیر ازادي راډیو ته وویل چې دا لومړی اختر دی چې د دوی په کور کې د غم ټغر خور دی او له دوی څخه يې د اختر خوښۍ هېرې کړي:

"پلار چې وي نو د هېڅ ډول کمۍ احساس نه کېږي، خو له بده مرغه که داځل په کور کې هرڅه وي خو چې پلار مو په خوا کې نه وي مو نه اختر لرو او نه هم خوښي."

د کابل ښار يو تن بل اوسېدونکي نصیر احمد ته بیا دا اختر ځکه خوندور نه دی چې د روژې په میاشت کې ډېرې خونړۍ پېښې وشوې:

"په دې اختر کې سلګونه کورنۍ د غم په ټغر ناست دي، سلګونه کورنۍ چې پخوا به د خپلو پلرونو او مېندو سره به ناستې وې په دې اختر کې دوی سره نشته."

د روان کال د جوزا میاشت په دولسمه نېټه په کابل ښآر کې د جرمني سفارت ترڅنګ د فاضل اب د ټانګر په وسیله بمي حمله وشوه چې د امنیتي مسؤلینو په خبره په دغه چاودنه کې۱۵۰ تنه ووژل شول او نېږدې څلور سوه تنه نور ېې ټپیان کړل.

له چاودنې وروسته مظاهرې وشوې او د ورځې په اوږدو کې په تاوتریخوالي واوښتې چې په پایله کې څلور تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

له دې وروسته د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې درې پرله پسې انتحارې حملې وشوې چې اووه تنه یې ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل.

د پولیسو له خوا د تحصن کوونکو د خېمو د لېرې کولو پر وخت هم تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۲۷ نور ټپیان شول.

وسله والو انتحارې کوونکو د روژې مبارکې میاشت په شلمه د شعیه ګانو په یو جومات برید وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وویل چې په دغه پیښه کې پنځه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

له کابله په نورو ولایتونو کې هم د روژې په میاشت کې وسله والې حملې وشوې د بېلګې په ډول د هرات د جامع جومات ته څېرمه چې دې پیښې اته تنه ووژل.

د همدې میاشت په دوام اووه انتحارې حمله کوونکو د پولیسو د قوماندانی پر ۳۰۳ سپین غر زون حمله وکړه چې په پایله کې پنځه پولیس ووژل شول او شپاړس نور یې ټپیان کړل.

وسله والو مخالفینو د روان کال د روژې په میاشت کې په هلمند کې یوه موټر بم چاودنه وکړه چې له امله یې دیرش تنه ووژل او شپیته نور یې ژوبل کړل.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي وايي، سږ کال اختر د افغانانو لپاره له غمونو او کړاوونو ډک اختر دی.

په همدې دلیل هغه وایي، د سږني اختر لپاره یې هېڅ تیاری نه دی نیولي:

"زه خپله شخصاً د اختر لپاره هېڅ ډول تیاری نه لرم، په افغانستان کې ډېرې کورونه غم لري، ډېرې کورنۍ د اختر په ورځو کې د خپلوانو قبرونو ته د دعا لپاره ځي، دا اختر غمونو او ویرونو وهلي اختر دی."

د ډېرو کورنیو د غمونو تر څنګ سږنی اختر د حکومت لپاره هم متفاوت دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، افغان دولت په روان کال کې د سلګونه افغانانو په وژل کیدو غمجن دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

نوموړی وايي:

"سږ کال اختر بل ډول دی ځکه چې د روژې په میاشت کې ډېری هېوادوال له لاسه ورکړل له همدې امله دا اختر بل ډول دی."

خو دا لومړی اختر نه دی چې د يو شمېر افغانانو په کورونو کې د خوښيو د نغمو پرځای په کې د غم څاندې غږېږي، بلکه په تېرو اخترونو کې هم د خونړیو بریدونو له امله د ډېر شمېرافغانانانو اخترونه غم لړلي او له خپګانه ډک وو.

د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفینو ان د اختر په لمانځه کې هم خونړي بریدونه وکړل چې له امله ډېر شمېر کسان مړه او ټپيان شول.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG