د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

"اختر په خپل وطن کې خوند کړي"


که څه هم د خيبر پښتونخوا حکومت په رسمي توګه په دغه ايالت کې د چهارشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او ددغه ايالت په نورو لرې پرتو سيمو او افغان کيمپونو کې افغان کډوالو نن د لوى اختر لومړۍ ورځ ونمانځله.
افغان کډوالو د تل په څېر دا ځل هم د افغانستان او د سعودي عربستان د اعلان پر بنسټ اختر وکړ او په خپلو کمپونو او نورو افغان مېشتو سيمو کې يې د اختر مذهبي رسمونه ترسره کړل.
که څه هم ډېرى افغان کډوال اوس هم د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په افغان کمپونو کې اوسېږي، خو يو شمېر افغان کډوال د پېښور په ښاري سيمو کې هم مېشت دي او اختر هم د ځينو بنديزونو او مجبوريتونو له امله له ځايي خلکو سره کوي.
د پېښور د حيات اباد يو تن افغان کډوال محمد ګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د کډوالۍ په ٢٢ کلنه موده کې يې له اختره خوند نه دى اخيستى:
" په ټولو مذهبي رخصتيو کې تر ټولو زيات خوند اختر دى. خو خبره دا ده چې اوس اخترونو کې هم سياست جامه اغوستې او خوند يې تللى دى. ما د مهاجرت په ٢٢ کلنه دوره کې دلته له اختره خوند نه دى اخيستى. دا نيم اختر، دا خوند او رنګ يې هم نيم او د اختر ټول خوند لاړ شي."
يو تن بل افغان کډوال جاويد الله بيا دا ځل د ګرانۍ نه سر ټکوي او وايي، چې اختر په خپل هېواد کې خوند کوي:
" اختر خو د هغو خلکو لپاره دى چې پېسه دار وي، غريبانو لپاره اختر چېرته وي؟ ګراني ډېره ده، يو شى چې مخکې په سل روپۍ کېده ، اوس هغه پېنځه سوو ته رسېدلى دى. يو خو موږ دلته اوسېږو، دا اختر خو بيخي حسابېږي نه چې موږ په پردي ملک کې اوسېږو، خپل ملک نه دى، خپلوان نه دي، دا څنګه اختر به وي؟ اختر او عامه ورځ موږ ته يو شى ښکاري."
يو افغان دوکاندار، چې په بورډ بازار کې د اختر په ورځ دوکان کې ناست دى، ازادي راډيو ته وويل، چې ارمان يې دى چې په خپل هېواد کې اختر ونمانځي:
" زما نوم شمس الرحمن دى. زموږ بۀ دلته څه اختر وي؟ اختر خپل وطن کې خوند کوي. زموږ ټول خپل خپلوان په افغانستان کې دي، نو ځکه دلته اختر خوند نه کوي، اختر په خپل وطن کې له خپلو خپلوانو سره خوند کوي."
يو تن افغان کارګر شهباز، چې د اختر په لومړۍ ورځ يې له موټره د مېوو پېټۍ راښکته کولې، ازادي راډيو ته وويل:
" افغانستان کې زموږ غونډ کليوال دي، غونډ وطنداران دي، هلته ډېرې ښاېسته ښاېسته ميلې دي، ډېر ښاسته ښاېسته وختونه تېرېږي. دلته موږ اخترونه نشو کولاى، ځکه غريب خلک يو، په اختر کې مزدوري کوو، موږه دلته يو اختر هم نه دى کړى، خو په وطن کې مو ښه اخترونه کول او خوشحاله به وو."
د يادونې وړ ده، چې په پېښور کې مېشت افغان کډوال هر کال اخترونه له افغانستان سره نمانځي، خو د پاکستان حکومت او ځايي خلک بيا ددغه هېواد د رويت هلال يا مياشت ليدنې د ادارې د اعلان له مخې هر کال مذهبي ورځې د نورې اسلامي نړۍ پرخلاف، يو ورځ وروسته نمانځي.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG