د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

کورنیو چارو وزارت: اختر کې ټول امنیتي ځواکونه لومړۍ درجه احضاراتو کې دي


په کابل کې یو تن پولیس/ Source: Reuters
په کابل کې یو تن پولیس/ Source: Reuters

اختر ښايي په نورو ځایونو کې د خلکو لپاره د خوښۍ زېرۍ وي، خو په افغانستان کې په ځانګړي ډول کابل کې ښايي خلکو ته د انتحاري او بمي چاودونو معنا ولري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه ډول حملو د مخنیوي په هدف د اختر په ورځو کې ټول امنیتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، د اختر د ورځو د امنیت پلان جوړ شوی چې پیاده سیارې ګزمې او د سیمو د څېړنو وسیلې یې یوه برخه دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

دی وايي: "د دغه پلان له مخې د پولیسو په ګډون امنیتي بنسټونه به په مرکز او ولایتونو کې د تیارسئ او لومړي نمبر احضاراتو په حال کې وي، په جوماتونو، عیدګاوو، مېله ځایونو او د خلکو د راټولېدو په سیمو کې مطمئین امنیتي او کشفي تدابیر د امنیتي بنسټونو په ځانګړي توګه د پولیسو له لوري نیول شوي دي."

افغانانو په ډېرو تېرو اخترونه کې د امن ورځې نه‌دي تېرې کړي.

خو د تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې افغان حکومت او طالبانو اوربند کړی و چې له ننګرهاره پرته چې د څو چاودنو شاهد و، د اختر درې ورځې د افغانستان په ټولو سیمو کې د امن په فضا کې تېرې شوې.

خو سږ کال طالبانو د اختر په ورځو کې اوربند ونه مانه او د دغې مشر رهبر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې وویل چې طالبان جګړې ته دوام ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د رهبر د دغه پیغام په غبرګون کې وایي چې افغان امنیتي ځواکونه به له خلکو ساتنه کوي.

د دغه وزارت د ویاند په خبره امنیتي ځواکونه د دغې ډلې د هر ډول کړنو په وړاندې چمتوالی لري.

نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، د مخالفو وسله‌والو هېڅ یوه حمله به بې ځوابه پاتې نه‌شي: "د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دښمنانو هېڅ یوه حمله بې ځوابه نه پاتې کېږي او موږ د افغان امنیتي ځواکونو د هر څاڅکي وینې غچ له دښمنانو اخلو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اختر په ورځو کې د ځانګړو امنیتي تدابیر ترڅنګ به هغه کسان چې د ماشومانو د لوبو لپاره پټاقۍ او پلاسټیکي ټوپکونه پلوري هم ونیسي.

د دغه وزارت ویاند وایي، ټولو پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د ماشومانون د لوبو لپاره د دغه ډول وارداتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG