د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

په کندز کې جګړو او ناامنیو پر اختریزو دودونو ناوړه اغېز کړی


د کندز ښار
د کندز ښار

د کندز اوسېدونکي وايي چې اوسني اخترونو د پخوا په شان خوند او رنګ نه‌لري او هغه پخوانی مېنه او تګ را تګ د خلکو ترمنځ کم شوي.

د کندز ولسونه د افغانستان د نورو ولایتونو اوسېدونکو په څېرځان ته خاص اختریز دودونه لري، ځکه د اختر په ورځو کې ځوانان مېلې جوړوي، هګۍ جنګي کوي، غېږۍ نیسي، موسیقې غږوي او دغه راز اټونونه کوي، خو په‌دې وروستیو کلونو کې د جګړو او ناامنیو له کبله دغه دودونه محدود شوي او ان د له منځه تللو په حال کې دي.

د کندز یو تن اوسېدونکي نورالدین همدرد په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" متأسفانه د جګړو له کبله د کلیو او بانډو خلک ښارونو ته را کډه شوي چي له کبله یې اخترونه هم بې خونده شوي، خو بیا هم افغانان اختر ته لېواله دي، څو وکولای شي د اختر درې ورځي په ښه توګه ولمانځي."

دوی وايي چې پخوا به د اختر په ورځو کې د دې ولایت بېلابېلو سیمو او ولسوالیو ته تلل او د خپلو دوستانو سره به یې مجلسونه جوړول، خو اوس مهال خلک د ناامنیو له کبله کلیو او ولسوالیو ته نشي تللی.

کندز
کندز

د دوی د خبرو پر بنسټ چې پخوا په کندز کې د کنسرتونو، بزکشي، پهلوانی او د نورو مېلو په جوړولو سره اختر به تر شپږ ورځو پورې لمانځل کېده، خو اوس مهال د ناامنیو له کبله دغه دودونه را کم شوي دي.

د نوموړې لایت یو تن ځوان عبدالجلیل احساس په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تېرو کلونو خوند په اوسنیو اخترونو کې نشته ده، هلکان به سره راټول شول اختریزې سندرۍ به یې ویلې او په چمنونو او د سیند پر غاړو کې به یې مېلې کولي، خو هغه څه اوس نشته، ځکه امنیتي ساحه محدوده شوې. "

دوی زیاتوي چې پخوا به خلک د اختر په ورځو کې له یو کلي نه بل ته تلل او د دوستان احوال به یې اخېسته، خو اوس مهال د خلکو ترمنځ راشه درشه هم پیکه شوې ده.

کندزیان وايي چې جګړو او ناامنیو د اختر د لمانځلو بڼه بدله کړی او د پخوا په څېرهغه خوند په اوسني اخترونو کې نه لېدل کېږي، ځکه اوس مهال خلک د سکون او ارامښت احساس نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG