د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د اختر په سهار د "غريب" له کوره ١٤ جنازې ووتې


په ننګرهار کې په تېرو امنيتي پېښو کې د بېګناه وګړو ویر لا نه و ختم، چې د غني خېلو ولسوالۍ د ګولايي سیمو اوسیدونکو د کوچني اختر لومړۍ ورځ هم په ډله ييزو جنازو ونمانځله.

دا جنازې،چې ټولې د یوې کورني ښځې او ماشومان دي د غني خیلو ولسوالۍ په ګولايي سیمه کې د پخواني جهادي قومندان کور ته هغه مهال وروړل شوې، چې د ده فامیل د سيمې د دود له مخې د خپل وژل شوي کس قبرته ورغلې او هلته په قبر کې ښخ شوی بم پرې وچاودید.

قومندان غریب، چې په کور کې ورته د ښځې، بچو، خویندو او وریندارګانو جنازې په کتار پرتې وې ازادۍ راډیو ته وویل،چې دده په فامیل کې له سړو پرته نور هیڅوک نه دي پاتې.

دی وايي، څوارلس کسه فامیل يې وژل شوی او درې تنه يې زخمیان دي:

"په دې پېښه کې ټول قربانیان زموږ د کورنۍ دي، دوی سهار زما د ورور قبر ته لاړل،قران پاک ورسره په لاس و،هلته زما د ورور په قبر کې ورته بم ښخ شوی و، چې پرې چاودلی ټولې څوارلس جنازې راته راوړي،چې د یو څو بیخي غوښه نه ده پاتې او درې زخمیان،په دې زما خویندې،وريندارګانې او ښځه مې"

خودا، چې قومندان غریب له چاسره دښمني وه که څنګه دا پېښه رامنځته شوه وايي،چې څه موده وړاندې دده ورور،چې غالب نومیده هلته په سیمه کې د سړک ساتنې دنده په غاړه درلوده،دی وايي،چې هغه مهال وسله وال طالبان دده ورور وژني او وروسته دی هم په مقابل کې د خپل ورور انتقام اخلي.

د ده په وینا دغه بم هم د هماغه وژل شوي، ورور په قبر کې ځای پر ځای شوی و:

"دا شپږ میاشتې مخکې زما ورور طالبانو وواژه،بیا موږ هم د خپل ورور بدل ترې واخیست"

د ننګرهار ولایت ویاند احمدضیاعبدالزي هم دا پېښه تاييد کړې ده او رسنیو ته يې ویلي،چې په دې پېښه کې يوازې نهه تنه ټپیان شوي دي.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

که څه هم اخترونه د اسلام له نظره الله ته د نږدېوالي ښه وختونه دي او په دې ورځو کې په مسلمانانو کې د خپلوۍ اړيکې ټينګيږي، او په دې وخت کې مسلمانان يو او بل ته ورځي او د اختر مبارکي وايې.

د اختر په ورځو کې مسلمانان نوي کالي اغوندي او په ښايسته بڼه ځان برابروي، ښه څيزونه خوري، په دغه لاره بنده خپل رب ته نيږدي کیږي،ولې په افغانستان کې تېرو لسیزو ته په کتو ډيری افغانان د غم په ټغر سره راټولیږي.

اوس په ننګرهار کې هغه کورنۍ،چې د فامیل غړي يې بې ګناه په چاودنو کې وژل شوي د خپلو اولادنو او د کورنۍ د غړو هغو لباسونو ته ژاړي،چې د اختر لپاره يي تيارۍ کړې وې.

شاه محمود شینواری/ ننګرهار
XS
SM
MD
LG