د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

خوستوالو د لوی اختر لمونځ په امن کې وکړ


د دوشنبې په ورځ د خوست ملکي او پوځي چارواکو وویل چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو په عیدګاوو کې د لوی اختر لمونځ په امن کې ترسره شول او کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

چارواکو زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونو په خوست کې هم د اختر د لمانځنې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي او دوی کولای شي، په ډاډمنو شرایطو کې د اختر لمانځنه وکړي.

د خوست د ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي ازادي راډیو ته وویل چې په خوست کې خلکو د اختر لمونځونه د امن په فضاء کې وکړل.

نوموړي د پوځي ارګانونو روان امنیتي تدابیر وستایل او زیاته يې کړه چې سرتېرو او منصبدارانو په خپلو هلو ځلو او قربانیو په ډاګه کړه چې کولای شي د خلکو سوله ییز ژوند وساتي.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني د لوی اختر په ورځ په خپلو خبرو کې د افغانستان سیاسي ټیکاو او اقتصادي پرمختګ د ولسونو تر منځ یووالي پوری تړلی وباله.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني
د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني

د خوست مرستیال والي زیاته کړه:

"که چېرې موږ متحد واوسو، نو حکومت تقویه کېږي، د تقويې په صورت کې ښه رغونه منځته راځي، د ښې رغونې په نتیجه کې قوي اقتصاد رامنځته کیږي، په دې سره د ولس ژوند ښه کېږي، په دې سره ولس له دې ناخوالو چې پر موږه له هرې خوا نه تپل کېږي، خلاصون مومي، ځوانان مو له مسافریو خلاصیږي، هېوادوال مو د خپلو کورنیو او بچو تر څنګ هم اخترونه تیروي او هم خپل د ژوند ضرورتونه پوره کولای شي."

یو تن ځوان مدني فعال نصیراحمد روښان په خوست کې د لوی اختر د لمانځنو په تړاو وايي:

"اختر زموږ ملي او مذهبي عنعنه ده، په دې کې باید ځوانان د ټولنې اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د اختر دا شپې او ورځې ښې شانداره ولمانځي، دوی دې ساعتیری وکړي او د اختر شپې اور ورځو کې دې د خپلو دوستانو او خپلوانو کورونو ته د اختر مبارکیو لپاره ورشي."

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې لاهم د شمالي وزیرستان زرګونه کډوال په کې میشت دي، دا چې په خوست کې د وزیرستانيو کډوالو اختر څنګه تیریږي، یو دیني عالم يې په اړه وايي:

"زما نوم مفتي فضل الرحمن د شمالي وزیرستان سره مې تعلق دی، الحمدالله موږ په خوست کې ډېر ښکلی اختر ولمانځه، عید لمونځ مو په ګډ وکړ، خلک ډېر سخت خوښ دي، بې غمه او بې ترسه د اخترمبارکۍ کوي، لکه څرنګه چې د خوست خلک عید تیروي داسې موږ يې په خوښۍ سره تیروو، موږ هم د وزیرستان د اوسیدونکو له اړخه ټولو مسلماناتو ته د اختر مبارکۍ وایو. "

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د اختر د لمونځونو له اداء کولو وروسته وویل چې دوی د مرکز او ولسوالیو امنیتي راپورنه ټول کړي او تر اوسه په دې ولایت کې هېڅ ډول امنیتي پيښه نده رامنځته شوې.

جنرال غیرت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اختر په ټولو ورځو کې يې د نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او دوی به تر وسه د هر ډول ناامنیو مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده په خوست کې هم د لوی اختر د لمانځنې له پاره خلک ځني دودیز رواجونه لري، له هغه وروسته چې خلک قربانۍ وکړي نو بیا په ډله ییزه توګه جوپې، جوپې د یو بل کورنو ته د اختر مبارکیو له پاره ورځي، په دې ولایت کې اخترونو کې یو شمېر زیارتونو او میله ځایونو ته ورتګ له پخوا نه دود دی.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG