د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په افغانستان کې ډېرې بې وزلې کورنۍ اختر ته هیڅ هم نه لري


ډېرو خلکو د اختر لپاره نه جامې اخیستي او نه هم سم خواړه او دا د خوښۍ ورځې په دغو کسانو په غم تیریږي.

د عبدالسمیع کورنۍ یوه له همدغو بیوزلو کورنیو څخه ده چې د اختر لپاره هیڅ نه لري او د خدای هیلې ته ناست دي.

په افغانستان کې اخترونه ډېرکله په هغو خلکو چې خپل عزیزان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي او یا هم د بیوزلۍ له لاسه څه نه لري په غم او ویر کې تیریږي.

بیوزلۍ او لوږه هغه حقیقت دی چې ډېر افغانان ترې ځوریږي او له امله یې نه شي کولای چې ان په اخترونو کې نوې جامې او د اختر میوه او خواړه واخلي.

عبدالسمیع د یوې بیوزله کورنۍ مشردی چې له خپلې میرمنې او دریو ماشومانو سره د کابل په قلعچه سیمه کې د نیستۍ شپې سبا کوي:

«نه، نه ، نه هیڅ نه مو سودا اخیستې. تر اوسه په خدای که ښار ته تللي یو چې دا ښار څه رقم دی. سږ کاله روژه خو باالکل په افغانستان باندې توره شپه راغلې ده. غریب خو چې هر چېرته وینې بیخي بدبخته شوی دی.»

عبدالسمیع چې له خلکو سره مزدورۍ کوي وايي چې په میاشت کې لس پنځلس ورځې کار نه شي پيدا کولای او وچې شونډې بېرته خپل کور ته ستنیږي.

دی که څه هم بیوزله دی خو کور یې پاک و او ماشومان یې تر ډېرو زیرکه او تکړه ښکاریدل.

نثاراحمد د عبدالسمیع کشرۍ زوی دی چې د زړه غوښتنې یې په بنده ژبه ژر ژر راته وايي.

نثار وايي که څه هم اوس عادت شوی چې د کورنۍ د وسې مطابق غوښتنې کمې کړي خو هغه وخت سخت مایوسه کیږي چې خپل همزولي په نویو جامو کې ګوري او هر ډول درسي امکانات لري:

«نورچې ګورم. کمپیوټر لري ښه کالي اغوندي. خو زه یې نه لرم. غواړم چې نوي کالي ولرم. کمپیوټر ولرم. هیله کوم چې دولت ښه وي او انفجار او نور حملې ونه شي.»

دا یواځې نثاراحمد نه دی چې د ښې راتلونکې تمه کوي په لسهاوو زره داسې ماشومان دي چې د ژوند له نعمتونو بې برخې دي او ان درانه کارونه هم کوي.

د عبدالسمیع میرمن پلوشه وایي ډېره بیوزلي او نیستي یې تېره کړې او حاضره ده چې د خپلو ماشومانو په خاطر د خلکو په کورونو کې مزدوري وکړي:

«که چیرته کوم ځای کې کار پیدا شي. ورځم کار کوم که اعتباري کور وي. چې حلاله ډوډۍ پیدا کړم. خو که نه وي زه هم ناسته یم او خاوند مې هم. که څه راورسیدل ښه او تر ښه که نه د خدای هیلې ته ناست یو.»

پلوشه زیاتوي چې په ټوله روژه کې یې سم خواړه تیار نه شو کړای او په وچې ډوډۍ او چای یې روژه نیولې ده او دا دی د اختر لپاره یې هم هیڅ نه دي کړي.

دا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ماشومانو د هر څه د غوښتنې په ځواب کې څه وايي، لږ څه خاموشه کیږي او بیا په ډک ستوني وایي چې د خدای هیلې ته ناسته ده:

«هر څه رانه غواړې چې مورې کالي راته واخله. ښه کورس کې مې شامله کړه. ډېرې غوښتنې رانه کوي. خو یواځې همدا ورته وایم چې خیر دی بچیانو خدای مهربانه دی.»

یواځې د عبدالسمیع کورنۍ نه ده چې د بیوزلۍ په خاطر اختر سم نه شي لمانځلی بلکې په افغانستان کې تېرو جګړو او اوسنیو نا امنیو ډېر خلک له خپلو سیمو بې ځایه کړي او په ښارونو کې له میشت کیدو وروسته وزګاره دي چې ورځ تر بلې یې وضعیت په خرابیدو دی.

که څه هم ځینې خیریه ټولنې او سوداګر وخت ناوخته له بیوزلو سره مرسته کوي خو د بیوزلو کورنیو د شمیر د زیاتوالي له امله د دوی مرستې هیڅ ځای هم نه نیسي او دولت هم په سیاسي لانجو کې د بوختیاوو له امله د افغانستان اکثر نفوس چې په بیوزلۍ کې ژوند کوي له یاده ایستلی دی.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG