افغانستان
نن په افغانستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
نن په افغانستان او ډېری اسلامي هېوادونو کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه زره حاجیان بېګا ماښام له عرفات غونډۍ څخه د مزدلفې پر لور وخوځېدل او نن دا مراسم د جمرې یا په کاڼو د شیطان د څلي په ویشتلو، طواف او قربانۍ سره بشپړوي.
د لوی اختر ریښې په ابراهیمي وحدانیت کې دي.
نن په اسلامي هېوادونو کې هغه کسان چې وس یې لري هم قرباني کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه سبا پیلېږي
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه سبا پیلېږي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په مشرۍ يو پلاوى په دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن دوحې ته رسېدلى دى.
د غونډې اصلي بحثونو ته د طالبانو وربلل او د مدني ټولنې د غړو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته د نه بلنې له امله په دې ناستې باندې ډېرې نیوکې شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو تمرکز ونه شي او د جولای په دویمه به د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی له افغان ښځینه فعالانو سره د دوه ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته وګوري.
د ښځو یوې فعالې، زبیده اکبر د ملګرو ملتونو په یوه لنډمهاله غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې ده.
د سمنګان-بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ یو ماشوم مړ او شپږ نور ټپیان دي
د سمنګان-بلخ پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
باختر ژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې په دلخکي سیمه کې د یوه باروړونکي او کرولاډوله موټر په ټکر کې د یوه ماشوم د مړینې تر څنګ ۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
د طالبانو چارواکو ویلي چې د درېیو ټپیانو وضعیت نازک دی.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او تېز سرعت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي عامل ګڼل کېږي.
پر افغان ښځو او نجونو د لګولو شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه
د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د هغو نړیوالو کنوانسیونونو مطابق عمل وکړي چې افغانستان یې غړی دی.
دغې کمېټې دغه څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په مناسبت پرون په یوه اعلامیه کې کړې دي.
د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې ویلي، دا چې د افغان ښځو د حقونو موضوع د نړۍ په سطحه له تر ټولو جدي بحرانونو ګڼل کېږي، دغه ښځې باید د دوحې د درېیمې غونډې په څېر جلسو کې فعال او معناداره حضور ولري.
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې درېیمه غونډه د ښځو له حضور پرته سبا او بل سبا جوړېږي چې د طالبانو د چارواکي تر څنګ د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازي په کې جرګه کېږي.
اروپايي ټولنې له پاکستانه د افغان کډوالو د ډلهییز اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه
د اروپايي ټولنې یوه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز جبري اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه.
د منځني ختیځ، جنوبي، لوېدیځې او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې یې له پاکستان څخه په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلي دي.
هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسي مرستې برابروي.
له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.
بدخشان کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه او شپږ ټپیان شوي
د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کېږي نن خبر ورکړی چې د بدخشان لپاره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري ویلي، په دې پېښه کې د استوګنې ۱۶ کورونه، یو ښوونځی او ۵ کیلومتره سړک هم ویجاړ شوی دی.
د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو د بهېدلو شاهدان وو چې سلګونو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله او په زرګونو څاروي یې تلف کړل.
مککال په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژنې په تړاو د بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مایکل مککال د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې یې له خپل احتمالي سیال ډونالډ ټرمپ سره د وړمې ورځې په تلوېزیونې مناظره کې په روانه لسیزه کې د امریکا پوځ ته د تلفاتو نه رسېدو په اړه کړې دي.
په هغه بیان کې چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ویبپاڼه کې پرون جمعه خپور شوی، مککال د استازیو جرګې غونډې ته د هغو دیارلسو امریکایي سرتېرو یادونه کړې او د هغوی د قربانیو درناوی کړی چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۲۶مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د کابل په هوایي ډګر کې په یوه ځانوژونکي برید کې ووژل شول.
په دغه برید کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، له ۱۷۰ زیات افغانان چې ډېری یې ملکیان و، ووژل شول.
مککال وویل، د ولسمشر بایډن دا خبره چې د ده تر مشرتابه لاندې روانه لسیزه کې د امریکا د پوځ هېڅ یو پرسونل نهدی وژل شوی، دروغ ده او بایډن ته په اشاره یې وویل چې په یوه ورځ کې د دغو ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدل، په دې لسیزه کې د متحدو ایالتونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د هغه په خبره دا به د نسلونو لپاره د امریکا او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ داغ پاتې شي.
پر ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن د جمهوریپالو د ګوند دغه لوړپوړی مشردغه انتقاد داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او د دواړو ګوندونوغړي هڅې کوي چې په عام محضرکې د یوبل په تورنولو سره د خپل ګوند موقف پیاوړی کړي.
طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود
د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت پرون ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ناسنجیده عمل دی.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده چې چا ته اجازه ورنه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت پاروونکې څرګندونې وکړي."
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ ویلي، که پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان حمله وکړي، دوی به په افغانستان کې دننه د دوی پر پټنځایونو برید وکړي.
د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "هر چا چې په هره بهانه د افغانستان پر حریم تجاوز وکړ د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي."
په تېرو څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په خاوره کې دننه ځینې اهداف ویشتلي، خو طالبانو یې پر وړاندې سوړ عکس العمل ښودلی دی.
یودیس: په افغانستان کې د اقتصادي خوځښت او ثبات راوستلو لپاره د ښځو کارموندنه مهم نقش لري
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې یوه چارواکې وايي، په افغانستان کې د اقتصادي خوځښت او ثبات راوستلو لپاره د ښځو کارموندنه مهم نقش لري.
د کابل لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېرې رافائله یودیس پرون پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، د بازار متنوع کول، د نوښت پیاوړي کول او د محلي اقتصاد تقویه کول د ښځو د کار و بار او اوږدمهالې سوکالۍ ته وده ورکوي او پر مرستو د دوی تکیه کول راکموي.
مېرمن یودیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي چې توانېدلې د کوچني پور په اخیستلو سره خپل شخصي کار و بار ته وده ورکړي.
د ماه جان محمدي په نوم یوې مېرمنې په دې ویډیو کې ویلي، تر پور اخیستو مخکې یې زیاتې اقتصادي ستونزې درلودې، خو اوس یې نورو ښځو ته هم د خیاطۍ زمینه برابره کړې او خپل روزګار چلوي.
د پاکستان دفاع وزیر: ښایي ځواکونه مو د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړي
د پاکستان دفاع وزیر وایي چې ښایي ځواکونه یې د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړي.
خواجه اصف له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي، که په عزم استحکام عملیاتو کې ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړه به په افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر ضد عملیات وشي.
پاکستان د جون په ۲۲مه د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.
ټاکل شوې چې پاکستاني پوځيان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دغه عملیات پيل کړي.
د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو، تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعیت علمایاسلام د عزم استحکام له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی دی.
په کابل کې واکمنو طالبانو تر اوسه د خواجه اصف د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
پاکستاني جنګي الوتکو د مارچ په میاشت کې په خوست او پکتیکا کې بمبارۍ وکړې چې هغه وخت طالبانو دا حملې وغندلې او ویې ویل چې شپږ تنه ملکیان په پکتیکا او دوه تنه په خوست کې د دغو بریدونو له امله وژل شوې دي.
بینېټ د دوحې غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی دی.
بینېټ په نیویارک ټایمز کې په خپره کړې مقاله کې چې نن خپره شوه، لیکلي چې د افغان ښځو، نجونو او مدني ټولنې د غړیو اغېزمن ګډون د دوحې په غونډه کې پهکار دی.
د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د یکشنبې په ورځ پيلېږي چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي پهکې برخه اخلي.
طالبان هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي چې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازې به د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه کې په یوې بلې غونډه کې ګډون وکړي.