د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې؛ یو شمېر افغانان: اختر ته مو ډېر تیاری نه دی نیولی


په افغانستان کې د وچو مېوو د پلورنځیو یوه څنډه
په افغانستان کې د وچو مېوو د پلورنځیو یوه څنډه

په داسې حال کې چې نن په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د لوى اختر لومړۍ ورځ ده، خو د طالبانو حکومت دوشنبه په افغانستان کې د لوى يا قربانۍ اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د کال ښار په پنج صد فامیلۍ بازار کې پلورونکي او پېرودونکي د څارويو پېر او پلور ته راغلي، خو ظاهراً هر يو ناخوښ برېښي.

پلورونکي د بازار له سوړوالي او پېرودونکي د بيو له لوړوالي شکايت کوي.

میرزا احمد، چې له خپلو ملګرو سره دې بازار ته راغلی، وايي چې اصلاً د پسه د پېرلو لپاره راغلی و، خو د بیې د لوړوالي له امله یې له خپلو ملګرو سره په ګډه یوه غوا واخیسته.

میرزا احمد وايي: خلک مو وليدل د دې وس نه لري چې قرباني لپاره څاروي واخلي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "موږ دلته راغلو چې پسه واخلو، ومو ليدل سږ کال ډېر قيمته دي. موږ په څو کسانو يوځاى يوه غوا واخيسته. غوا چې نسبتاً مناسبه ده تر ٦۵ زره پورې قيمت لري، خلک مو وليدل د دې وس نه لري چې قرباني لپاره څاروي واخلي."

د ننګرهار ولايت اوسېدونکى مسعود، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى، وايي چې قربانۍ لپاره د څارويو د پېرلو وس نه لري.

هغه وویل: "زه د قربانۍ توان نه لرم، د کور د کرایې او د برښنا بل د ورکولو توان هم نه لرم. يو کمزورى او ضعيفه څاروى اته يا لس زره افغانۍ دی. په خداى باور وکړئ سږ کال د کاليو او بوټونو د اخيستو توان نه لرو."

په کابل کې د څارویو د یوه بازار څنډه
په کابل کې د څارویو د یوه بازار څنډه

مشتاق يو مالدار دى چې د پروان ولايت بازار ته يې د خرڅلاو لپاره څاروي راوړي، وايي چې سږ کال بازارونه ډېر پيکه دي.

هغه وویل: "پیسې نه‌شته، خلک بېوزله دي، وس نه لري، د څارويو په بازار کې پېر او پلور ښه نه دی. زه پخپله د سهار له پنځو بجو څخه تر ۱۲ بجو بازار ته تللی وم، نه مو څاروي واخيستل او نه مو خرڅ کړاى شول، خالي لاس بېرته راغلم."

په کابل ښار کې د څارويو له بازار سربېره د وچې مېوې، بازارونه هم خپله ګڼه ګوڼه لري چې یو شمېر خلک یې د پېرلو لپاره راځي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالحمید، چې د وچې مېوې د پېرلو لپاره بازار ته راغلى، اړه ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ بازار ته د وچې مېوې د پېرودلو لپاره راغلي وو، هر څه د هر کال په پرتله ارزانه دي، خو د دې په پام کې نیولو سره چې کار او غريبي نه‌شته، د خلکو لپاره یې اخیستل ګران دي، موږ یې هم نه شو اخیستلای."

د کابل ښار د څارویو بازار. خلک وايي، سږ کال د قربانۍ لپاره د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولی چې وې پېري.
د کابل ښار د څارویو بازار. خلک وايي، سږ کال د قربانۍ لپاره د څارویو بیې لوړې دي او دوی نه شي کولی چې وې پېري.

د وچې مېوې، کېک او کولچو پلورونکي هم وايي چې ډېر پېرېدونکي يې دوکانونو ته ورځي خو ډېر کم يې د مېوې، کېک او کلچو د پېرلو توان لري.

په ګردېز ښار کې د وچې مېوې يوه پلورونکي عبدالحمید اختري ازادي راډيو ته وویل: "د روژې میاشتې د اختر پرتله بازارونو کې ډېر بدلون راغلی. پرون (مخکې) چې بازارونه ښه وو، هر چا به ویل چې موږ ته یو څه راکړه چې زموږ دستوخوان پرې رنګین شي. په ګرمۍ کې به هیچا توت نه اخيستل، خو د دې لپاره چې ارزانه وه، نو خلکو سمیان، ممیز او نخود وانه‌خیستل او وايي چې مقصد يوه مېوداني ډکه کړي چې د مېلمنو مخې ته یې کېږدي او قدر یې وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د نورو اسلامي هېوادونو خلاف دوشنبه د لوى اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، خو د سعودي عربستان په ګډون ډېری اسلامي هېوادونه نن د یکشنبې ورځ د لوی اختر یا قربانۍ د لومړۍ ورځې په توګه نمانځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG