د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

سېلاب ځپلي او له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي: اختر ته هیڅ چمتووالی نه لرو


ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس ارزګان کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس ارزګان کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

د لوى اختر په رارسېدو سره یو شمېر افغانان او له ګاونډيو هېوادونو بېرته راستانه شوي کډوال او سېلاب ځپلي وایي چې هیڅ چمتووالى ورته نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد، چې شپږ میاشتې وړاندې له ایرانه افغانستان ته راستون شوی وایي، له زیاتو ستونزو سره مخ او د اختر لپاره یې هیڅ چمتوالی نه دی نیولی.

هغه وویل:"د اختر لپاره هیڅ چمتووالی نه لرو. درې کاله وشول چې په همدې وضعیت کې یوو. د ماشومانو تمې مو زیاتې دي، خو زموږ بېوزلي لامل شوې چې ونه شو کړای اختر ته چمتووالی ونیسو یا هغوی ته جامې یا د اختر مېوه برابره کړو، یوازې مو دومره کړي چې خواړه ورته برابر کړو چې دا هم ډېره سخته ده. د اختر مېوه او نوې جامې زموږ له لاسرسی ډېره لرې خبره ده."

د بغلان ولایت د کرکر سیمې اوسېدونکی او وروستیو سېلابونو ځپلی جاوېد هم وایي، هر کال به یې د اختر نمانځلو لپاره سمه سرپناه او کور درلود، خو سږ کال سېلابونو چې مېرمن او څلور ماشومان مړه کړي او کور یې ور ویجاړ کړی دی.

په دې اختر کې دی او یو ۱۰ کلن زوی یې د یوې خېمې لاندې د یو څو لومړنیو توکو په درلودلو وخت تېروي.

هغه وویل: "زه او یو زوی مې پاتې یوو، مېرمن او څلور زامن مې اوبو یوړل، یوه خېمه لرو او بس. شخصي مرستې یوازې پنځه یا لس زره (افغانۍ) شوي، خو د سرپناه د جوړونې او رغونې په برخه کې مرسته نه ده شوې."

د غور ولایت د شېخانو درې سیمې اوسېدونکی او سېلاب ځپلی بسم‌الله هم ازادي راډیو ته وویل چې په ورځ کې ۳۰۰ افغانۍ کار کوي او د اختر لپاره د چمتووالي مالي توان نه لري.

په بغلان کې ورستیو سېلابونو د یوه ځايي اوسېدونکي کور ویجاړ کړی دی.
په بغلان کې ورستیو سېلابونو د یوه ځايي اوسېدونکي کور ویجاړ کړی دی.

هغه وايي: "هیڅ چمتووالی نه‌شته، سېلابونو دومره زیانونه رارسولي چې اړ شوي یو بېځایه شو او کرایي کور ونیسو. د شپې او ورځې د ډوډۍ لپاره مزدوري کوم. د ژوند حال مو ډېر بد دی، د اختر لپاره مو خواږه نه دي اخیستي او د ماشومانو لپاره مو په پور جامې اخیستي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ویلي چې د لوی اختر په رارسېدو سره میلیونونه خلک له خپلو کورنیو سره یوځای دا ورځ نمانځي او خواړه خوري، خو یو پر څلورمه برخه افغانان شپې په لوږه ویده کېږي.

بل خوا د امریکا نړیوالې پراختیايي اداره یا "یوایس‌اې‌آی‌ډي" وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۳ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ جون ۱۴مه خپور شوی، اندېښنه ښودلې چې د مې په میاشت کې د شدیدو بارانونو له امله د افغانستان په شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ کې سخت سېلابونه راووتل چې له ۵۹زره ډېر کسان یې اغېزمن کړل.

د امريکا د نړيوالې پراختیا ادارې زیاته کړې چې سېلابونو د ځاني، مالي زيانونو او د زېربناوو د ويجاړولو ترڅنګ خوراکي، روغتيايي او سرپناه مرستو ته بېړنۍ اړتيا زياته کړې ده.

د دې ادارې په خبره، له پاکستانه راستانه شوي کډوال لا هم له جدي ننګونو سره مخ دي او د ۲۰۲۳م کال له سپټمبره د ۲۰۲۴م کال تر جون پورې شاوخوا ۶۱۱زره کسان افغانستان ته راستانه شوي او ډېری راستنېدونکي او د کوربه ټولنې غړي له لوړو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ایران او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستنولو همدارنګه د وروستیو سېلابونو په ګډون طبیعي پېښو دغه اړتیاوې زیاتې کړې دي.

XS
SM
MD
LG