د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

ډبلیوایف‌پي: په افغانستان کې سېلابونو له پاکستانه راستنې شوې کورنې هم له منځه وړي


په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په غور کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ډېرې کورنۍ له منځه وړي چې له پاکستان راستنې شوې کورنۍ هم په‌کې شاملې دي.

"ډبلیوایف‌پي" د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې وروستیو سېلابونو ډېری کورنۍ له منځه وړي دي.

په افغانستان کې د "ډبلیوایف‌پي" مشرې هسیولي‌وي د دوشنبې په ورځ د مې په ۲۷مه د دغه پروګرام پر ایکس‌پاڼه خپرې شوې ویډیو کې زیاته کړې، چې په دې کورنیو کې ډېری داسې کسان هم شامل دي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغې ویلي: "د دې کلي ښځو راته ويل چې يو پر درېيمه برخه کورونه بشپړ ويجاړ شوي او يوې مېرمنې بیا راته ويل چې خپل ماشوم یې د سېلاب له منځه راایستلی، خو په دوی کې ډېر کسان له منځه تللي چې له پاکستانه په دې وروستیو کې راستانه شوي کډوال هم په‌کې دي."

نوموړې زیاته کړې: " دا کډوال تر ټولو ډېر زیانګالي دي ځکه دوی د ژوند د پیل لپاره ډېر لږ امکانات لري. د افغانستان په دې سیمه کې هسې هم لوږه ډېره وه او خلکو د بقا ډېر کم امکانات لرل، خو اوس دوی باید له یوه بل ناورین سره مقابله وکړي."

مېرمن هسیولي‌وي وایي، "ډبلیوایف‌پي" په دې هڅه کې دی چې زیانمنو کورنیو او خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او له راتلونکو ناورینونو د خلکو د خوندیتوب لپاره نور اقدامت ترسره کړي.

د بغلان د برکې ولسوالۍ یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان د برکې ولسوالۍ یوه سېلاب ځپلې سیمه

دغه پروګرام وایي، په یو شمېر سېلاب ځپلو ولایتونو کې یې د سېلابونو د احتمالي ویجاړیو د مخنیوي په هدف محافظوي دېوالونه هم جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي کډوال هم وایي، سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

ضیا خان او محمد عوض چې شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان له لاهور څخه له خپلو کورنیو سره د افغانستان د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ستانه شوي وایي، سېلابونو سخت ځپلي دي.

ضیاخان وايي: "موږ له لاهوره راغلي یوو. په دې سېلابونو کې موږ ته هم ځاني او هم مالي زیانونه واوښتل. له هغه وخت چې موږ دلته راغلي یوو تقریباً سل کورنۍ یوو، دوه درې کوچنیان مو اوبو کې ډوب شول، مونږ یوازې دومره وکړای شول چې ځانونه وباسو، اوس هېڅ هم نه لرو."

محمد عوض وايي: "مالي او ځاني زیانونه راواوښتل، کورونه مو ویجاړ شول اوس دلته یو چېرې کرایي اوسېږو، هر څه مو اوبو یوړل، مونږ تقریباً پنځه-شپږ میاشتې وړاندې له لاهوره راغلي یوو."

سمیع ګل د بغلان مرکزي ولسوالۍ د لقیو کلي اوسېدونکی، چې تېر شل کاله یې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کاوه او له تېرو پنځو میاشتو راهیسې بېرته افغانستان کې خپل ولایت ته ستون شوی، ازادي راډیو ته وویل، سېلابونه د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې هم نه دي ورپریښي.

د بغلان اوسېدونکی سمیع ګل وايي: دې سېلابونه هېڅ هم راپرې‌نه‌ښودل، نه انسان نه څاروي او نه کور او نه د کور او ژوند وسایل.

هغه وویل: "مونږ په پېښور کې کډوال وو، موږ چې بېرته دلته (لقیو سیمې ته) راغلو تقریباً دې کلي کې تر څلور-پنځه زره کورونه جوړ شوي وو او سېلابونه هم ټول دلته راغلي دي. دې سېلابونه هېڅ هم راپرې‌نه‌ښودل، نه انسان نه څاروي او نه کور او نه د کور او ژوند وسایل."

دغه راستانه شوي او سېلاب ځپلي ادعا کوي چې په دې سېلابونو کې د دوی د لرې او نږدې خپلوانو د کورنۍ غړي هم مړه شوي دي.

دوی له نړیوالو سازمانونو، طالبانو حکومت او خیریه مرستندویه موسسو د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي چې د جوزا له څلورمې تر شپږمې نېټې پورې په بدخشان، بامیان، بغلان ، سمنګان، تخار، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه شوي او ۱۹ کسان ټپیان شوي، دغه شان ۹۸۲ کورونه په بشپړ او جزوي ډول وران شوي او پنځه سوه څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړی زیاتوي: "د کومو هېوادوالو چې د پاکو اوبو ذخایر ویجاړ شوي، مونږ کوشش کوو چې د موسساتو او خیره ادارو سره په همکارۍ هغوی ته د پاکو اوبو زمینه هم مساعده کړو."

د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې جمعې په ورځ د مې په ۲۴مه په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي وو چې دوی په ټول افغانستان له ۶-۱۲ میاشتو کې د ۸۰زره سېلاب ځپلو سره د بېړنیو خوراکي توکو، تغذیې او نور لومړنیو توکو لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، وروستیو سېلابونو په ټول افغانستان کې ۵۴۰ کسان مړه او ټپیان کړي او د مې میاشتې له ۱۰ تر ۱۷مې نېټې پورې په بغلان، غور، تخار، بدخشان، هرات او مزار کې د ویجاړ شویو کورونو شمېر ۹ زرو ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG