د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

طالبان: په غور کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی


په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. زیانمن خلک د خپلې سیمې څخه د خټو او خاورو د لرې کولو پر مهال لیدل کېږي.
په غور کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. زیانمن خلک د خپلې سیمې څخه د خټو او خاورو د لرې کولو پر مهال لیدل کېږي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر آژانس پرون ناوخته پر خپل ایکس‌پاڼه ویلي، په غور ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۷۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د دغه ولایت سېلاب ځپلي هم وايي، درانه ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي دي.

د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکی احمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېر مالي زیانونه یې اړولي دي. د خلکو کښتونه یې له منځه وړي، یو شمېر دوکانونه یې له منځه وړي، د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي."

دغه راز د دې ولایت د لعل سر جنګل ولسوالۍ اوسېدونکی قادر وايي: "زموږ په کلي کې زما د کاکا زوی کور ته سېلاب راغلی و، ټول کور یې له اوبو ډک و، کرنیزې ځمکه کې یې غنم او رشقه کرلي وو، ټول خټه شوي."

سېلاب ځپلي د طالبانو له حکومت او نړیوالو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.

په وروستیو سېلابونو کې فاریاب ولایت کې هم نېږدې اویاوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

فاریاب ولایت کې د طالبانو حکومت د والي ویاند عصمت‌الله مرادي پرون رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شویو شمېر ۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د فاریاب سېلاب ځپلي هم دوی ته د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي.

په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور ته سېلاب رسېدلی دی.
په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور ته سېلاب رسېدلی دی.

د فاریاب ولایت د چهلګز‎ي ولسوالۍ اوسېدونکی شهیدزاده په یاد ولایت کې د اوسني وضعیت په اړه وايي: "نن ورځ خو باران نه‌شته، سېلابونو تر پرون ورځې دوام درلود، خو زیان یې تراوسه دوام لري، خلکو ته ډېر زیان رسېدلی، خو مرستې تراوسه نه دي رسېدلي."

په فاریاب کې د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی روحاني په یادې ولسوالۍ کې د اوښتو زیانونو په اړه وویل: "په تېرې اوونۍ کې دوه ځله د سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې شاوخوا تر ۶۰-۷۰ کورونه زیات ویجاړ شوي دي، نږدې ۵۰۰ څاروي تلف شوي، خو تر اوسه په دې اړه د کوم مرستندویه بنسټ له‌خوا مرسته نه ده شوې."

مخکې تر دې د ثور د میاشتې د ٢١مې سېلابونو د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول شمال ختیځ بغلان کې د سلګونه کسانو ژوند واخیست او زرګونه کورنیو ته یې مالي زیانونه واړول.

د ازادي راډیو خبریال د وروستیو اورښتونو او سېلابونو د زیانونو د مجموعي شمېرو د ترلاسه کولو لپاره پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق وپوښت، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن د غويي ۳۱مه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کنړ، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان او غور ولایتونو کې د باران، تالندې برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG