د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

تر بغلان، غور او فاریاب وروسته دایکندي کې هم سېلابونو زیانونه اړولي


سېلابونو په دایکندي کې ډېر زیانونه اړولي دي.
سېلابونو په دایکندي کې ډېر زیانونه اړولي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د شمال، شمال ختیځ او شمال لوېدیځ له زیاتو برخو د ویجاړوونکو سېلابونو خبرونه ورکول کېږي، په دایکندي ولایت کې هم د سېلابونو له کبله د مالي زیانونو خبرونه خپاره شوي دي.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون د دایکندي لپاره د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارې ادارې د یوه مسوول علي انور فهیم په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دغو سېلابونو له تېرې جمعې په سنګ‌تخت، میرامور، اشترلي، شهرستان او پاتو ولسوالیو کې د استوګنې شاوخوا ۲۰۰ کورونه او کرنیزې ځمکې تخریب، د اوبو سرچینې او سړکونه ویجاړ کړي دي.

په دایکندي کې د اوښتو ځاني زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی، خو په فاریاب او غور کې بیا د سېلابونو له کبله د مړو شمېر زیات شوی دی.

په غور کې د طالبانو محلي چارواکو پرون ویلي چې د مړو شمېر ۷۰ ته زیات شوی، مخکې یوازې د ۵۰ کسانو مړینه تایید شوې وه.

غور کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
غور کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې په فاریاب کې هم د شنبې په ورځ د ۱۸ کسانو او پرون یکشنبه د ۶۶ کسانو د مړینې خبر تایید شوی دی.

د فاریاب لپاره د طالبانو د والي ویاند عصمت‌الله مرادي ازادي راډیو ته وویل، تر پرون پورې د خرابې هوا له کبله نه دي توانېدلي په څرخي الوتکه کې بار بشري مرستې بلچراغ ولسوالۍ ته چې سېلابونو ډېره ځپلې ده ورسوي.

مرادي وايي: "تراوسه په الوتنه نه یو بریالي شوي، ځکه هوا لږه خرابه ده، کله چې د هوا وضعیت ښه شو، سم د لاسه به له خپل ټیم سره له خوراکي موادو او نورو هغو شیانو سره چې په وس کې مو دي، بلچراغ ته ځو او د خلکو مرسته کوو. نړیوالو بنسټونه او خیریه ادارو د شنبې په ورځ حرکت کړی، د زیانمنو شویو کسانو سروې یې کړې ده. له نړیوالو خیریه بنسټونو غواړو، چې نورې لومړنۍ مرستې هم برابرې کړي."

په همدې حال کې د ماشومانو د ساتنې موسسې یا "سیف د چلډرن" پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په فاریاب کې د دوی تازه ایجاد شوی روغتیايي مرکز، د ورځې له ۱۵۰ تر ۱۷۰ کسانو صحي خدمات وړاندې کوي.

د غويي یا ثور میاشتې پر ۲۱مه په بغلان کې هم سخت سېلابونه بهېدلي وو چې تر ۳۰۰ د زیاتو کسانو د مړینې سبب شوي وو.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

د افغانستان په سېلاب ځپلو ولایتونو کې خلکو شکایت کړی چې لا هم بېړنۍ مرستې نه دي ورسره شوي او لا هم په نړېدلو کورونو یا هم تر ونو لاندې شپې سبا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG