د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

اوچا د بشري مرستو رسولو په چارو کې د لاسوهنې ۱۵۶ پېښې ثبت کړي


ارشیف: په افغانستان پر بېوزله کسانو د مرستو له بهیر څخه یو انځور
ارشیف: په افغانستان پر بېوزله کسانو د مرستو له بهیر څخه یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د په اپرېل میاشت کې د بشري مرستو رسولو په چارو کې د لاسوهنې ۱۵۶ پېښې ثبت کړي دي.

اوچا یوځل بیا په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو پر مهال د دوی په چارو کې د لاسوهنې د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

اوچا پرون یوه راپور کې لیکلي، په اپرېل میاشت کې یې د بشري مرستو رسولو په چارو کې د لاسوهنې ۱۵۶ پېښې ثبت کړي چې ۶۰ سلنو کې یې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکي لاس لري.

دې ادارې زیاته کړې، دا لاسوهنې د بشري مرستو اخستونکو کې له جبري انتخاب راواخله، د کار کوونکو په ګمارنې، د تفاهم‌لیک په لاسلیک کې فشار او د پروژو او کارمندانو د حساسو معلوماتو غوښتنې په ګډون ۱۶ بېلګې لري.

په بغلان کې پر سېلاب ځپلیو د وچې ډوډۍ ویشنه
په بغلان کې پر سېلاب ځپلیو د وچې ډوډۍ ویشنه

اوچا دا هم ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت چارواکو په ۸ ولایتونو د بشري مرسته رسوونکو ادارو په تدارکاتي چارو کې هم د فشار په اړه راپورونه تر لاسه کړي.

د طالبانو حکومت تازه د دې راپور په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې په مرستو کې د لاسوهنې راپورونه رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر راپور کې دا یادونه هم شوې چې تېر اپریل میاشت کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو له کارمندانو سره د تاوتریخوالي ۵ پېښې ثبت شوي چې دوه یې د فزیکي اخ و ډب دي.

اوچا لیکلي، په همدې میاشت کې د بشري مرسته رسوونکو ادارو ۷ تنه کارکوونکي هم نیول شوي، خو دا یې نه‌ده روښانه کړې چې دا کسان د چا له‌خوا او ولې نیول شوي.

د طالبانو حکومت د راپور د دې برخې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

اوچا د تېر لمریز کال وروستیو کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت له‌خوا د بشري مرستو رسوونکو ادارو کارکوونکي نیول کېږي.

دې ادارې دا ډول خنډونه یوازې په اپرېل میاشت کې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د ۱۰۷ پروژو د ځنډېډو لامل بللي او خبرداری یې ورکړی چې دا پېښې په دوامداره توګه عملیاتي چاپېریال ګډوډوي او د دوی د بشری پرسونل خوندیتوب او امنیت له خطر سره مخ کوي.

په همدې حال کې یو شمېر خلک شکایت لري چې د مرستو رسولو بهیر شفاف نه‌دی او طالب چارواکي په کې لاسوهنه کوي.

د زابل یو اوسېدونکی وايي: دلته چې کومې مرستې رارسېږي، هغه طالبان خپلو او هغو خلکو ته ورکوي چې د دوی ملګري وي.

د زابل ولایت یو اوسېدونکي د خپل نوم د نه خپرولو شرط ازادي راډیو ته وویل: "موږ سره مرسته په شفافه توګه وشي. دلته چې کومې مرستې رارسېږي، هغه طالبان خپلو او هغو خلکو ته ورکوي چې د دوی ملګري وي."

د کابل یوه اوسېدونکې هم چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ورته شکایت لري.

هغه وايي: "دومره مرستې چې له افغانستان سره کېږي، دومره مرستې چې تاسې(طالبان) اخلۍ او هغه چور و چپاول کوۍ، یوځل خو د خپلو غږ هم واورۍ چې په څه حال کې دي. زموږ داسې حکومت نه‌دی، موږ نه پوهېږو چې چا ته غږ پورته کړو."

په افغانستان کې د بشري مرسته رسوونکو بنسټونو په چارو کې د لاسوهنې راپورونه داسې مهال خپرېږي چې موده وړاندې د دې ادارو یو شمېرو یې خبرداری ورکړی و چې د دې کار دوام به بېوزلو او اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر زیانمن او بشري وضعیت لا کړکېچن کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG