د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

افغانستان

یونېسف هره ورځ ۲۲زرو سېلاب ځپلو افغانانو ته پاکې اوبه رسوي

یونېسف افغانستان د دې عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.
یونېسف افغانستان د دې عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.

یونېسف وايي، د ورځې ۲۲زرو کسانو ته په سېلاب ځپلو سیمو کې پاکې اوبه رسوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اوبو رسولو ګڼې شبکې له منځه یوړلې چې ورسره ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو، پخلي او ځان مینځلو لپاره له اوبو بې برخې شول.

یونېسف افغانستان د یوه عکس په خپرولو لیکلي چې هره ورځ څه باندې ۲۲زرو کسانو ته په ټانکرونو کې پاکې اوبه وړي او هر کس ته شاوخوا ۱۵ لیتره اوبه رسېږي.

سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې بغلان، غور او فاریاب کې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړي چې یوه لویه برخه له دې خلکو د څښاک پاکو اوبو او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

میرضیایف: د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پام اوښتی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پام اوښتی دی.

میرضیایف د شنبې په ورځ د جولای په شپږمه په شوشا کې د ترک توکمو هېوادونو د همکاریو د شورا په غونډه کې د وینا پر مهال له افغانستان سره د مرستو د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

د ده په وينا، د افغانستان وضعيت د نړيوالې ټولنې له پامه غورځول شوى دى.

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د مالي زېرمو د کنګل حالت پای ته رسیدا به هلته وضعیت ښه کړي.

طالبانو په اماراتو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکز پرانیستی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ریاست وايي چې په متحده عربي اماراتو کې یې د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکز پرانیستی دی.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي چې دغه مرکز په ابوظبي کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په کار پیل کړی دی.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه مرکز د شنبې په ورځ پرانیستل شو او په دې مراسمو کې یو شمېر طالب چارواکو هم حضور درلود.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د سږني کال په اعلامیه کې ویلي چې په ۱۴۰۲ کال کې یې په افغانستان کې درې میلیونه او ۱۲۴ زره کسانو ته الکترونیکې تذکرې ویشلي دي.

فوټبال؛ افغانستان نن له تاجکستان سره سیالي کوي

د افغانستان فوټبال له مخکېنۍ لوبې یو انځور
د افغانستان فوټبال له مخکېنۍ لوبې یو انځور

د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا یا کافا په اتلولیو کې خپله دویمه سیالي نن یکشنبه د جولای په ۷مه نېټه له تاجکستان سره ترسره کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې یاده سیالي به د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۰۰ بجې پیل شي.

د ویلوده چې د کافا اتلولیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي ۴ـ۰ قرغزستان هېواد ته بایللې ده.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

ټاکل شوې، سبا دوشنبه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ نن پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتنه کړې چې له پولیو ناروغۍ د خلاص افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړي او خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ لا هم په کې ختم شوی نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په پاکستان کې یې بیا شمېر اته پېښې ښودل شوی.

راپور: په افغانستان کې د سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې د قحطۍ خطر شته

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د قحطۍ د اټکل یوه نړیواله اداره وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې پورې د قحطۍ خطر شته.

د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې اړوندې د قحطۍ د خبرداري شبکې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې وروستیو سېلابونو چې د دوامدارې وچکالۍ نښه ده او د لویو اقتصادي فعالیتونو د نشتوالي له وجې خلک خوړو او عوایدو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې یادونه شوې چې د افغانستان په شمال ختیځو، شمالي او جنوبي سیمو کې ښايي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

نوموړې اداره اټکل کوي چې د دې قحطۍ اغېز ښايي په ځینو سیمو کې د سږني کال له اکټوبر څخه نیولې د ۲۰۲۵م کال تر جنوري میاشتې پورې دوام ورکړي.

په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او تېرو جګړو له کبله هسې هم د خلکو د عوایدو کچه ټیټه ده او د هغو خلکو شمېر چې د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري د ټولو وګړو له نیمایي اوړي.

طالبانو په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې یو لړ بدلونونه اعلان کړي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې د ریاست سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې د ریاست سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم په وزارت او نورو وزارتونو او ادارو کې یو لړ بدلونونه اعلان کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا پر خپله ایکسپاڼه د طالبانو د لوی مشر هبت‌الله آخندزاده یو فرمان خپور کړ چې له مخې یې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د شهاب الدین دلاور پرځای د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او دلاور د سرې میاشتې د ریاست د سرپرست په توګه ګومارل شوي دي.

همداراز د افغانستان بانک پخوانی مرستیال د افغانستان بانک د سرپرست رییس په توګه ټاکل شوی دی.

په عین حال کې د سرې میاشتې مخکینی سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د سرپرست او د سرې میاشتې پخوانی سرپرست رییس مطیع‌الله خالص د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د سرپرست په توګه په دنده ګومارل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت او یو شمېر نورو ادارو کې هم د معینانو او مرستیالانو په کچه نوې ټاکنې شوي، خو اکثر کسان پخواني چارواکي دي چې له یوې دندې څخه پر بله یوه ګومارل شوي دي.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو حکومت د هواپېژندنې ادارې په لسو ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې نن به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې نسبتاً دروند باران وشي چې کچه به یې د اټکل له مخې د ۱۵ او ۳۰ میلي مترو ترمنځ وي.

دې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون د هېواد په یو شمېر شمالي، لویدیځو، جنوبي او مرکزي سیمو کې د سختو بادونو چې چټکوالی به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي، او ورسره د دوړو وړاندوینه کړې ده.

په افغانستان کې په تېرو څو اونیو کې له درنو وریاوو وروسته سختو سېلابونو د هېواد نژدې نیمايي وګړي زیانمن کړل چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یا پوره او یا څه ناڅه ویجاړ شول.

د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره د عملي اقداماتو د پیل غوښتنه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر وايي، د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره باید عملي اقدامات پیل شي.

د آذربایجان ترند خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې امام علي رحمان په دوشنبې کې د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې هېواد د کلایي، خمب، ونچ او روشان ولسوالیو په اوږدو کې د سرحدي سړک رغونه به له چین سره د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې د ټرانزیټي دهلیز له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

رحمان زیاته کړه چې په دې سرحدي دهلیز کې د سړک او اورګاډي پټلۍ رغونه به په سیمه کې د اتصالاتو او سوداګرۍ له پراختیا سره مرسته وکړي.

د چین او تاجکستان ولسمشرانو د یوه کمربند، یوې لارې د نوښت په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر دوام هم خوښي څرګنده کړه.

طالبان: د کابل-کندهار لویه لار به د دوو ورځو لپاره تړلې وي

ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال
ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د کابل-کندهار لویه لار به د دوشنبې د مازیګر له پنځو بجو د چهارشنبې د مازیګر تر پنځو بجو تړلې وي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په شیخ اباد پله سیمه کې پر دغه سړک د قیر اچولو چارې پیل شوي، ځکه نو د دوو ورځو لپاره دغه لار د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي.

دغه وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې په دغو ورځو کې د کابل-لوګر پر لویه لار د تنګي پر مسیر تګ راتګ وکړي.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو یو انځور

د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په لسو ولایتونو کې سبا یکشنبه د بارانونو اورېدلو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن په یوه اطلاعیه کې ویلي په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني کې به د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي.

دغې ادارې دغه راز د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خاورو اټکل کړی چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټرو پورې وي.

د غويي یا ثور له وروستیو د افغانستان تر نیمايي زیاته برخه تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو له کبله زیانمنه شوه چې سلګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه یې یا بشپړ یا څه ناڅه تخریب کړل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG