د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د خوړو نړيوال سازمان: افغانستان کې تر راتلونکو څو مياشتو سېلابونه او لوږه دواړه زياتيږي


په غور کې يوه سېلاب ځپلې سیمه- ارشيف
په غور کې يوه سېلاب ځپلې سیمه- ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د سېلابونو د ډېرېدو د احتمال خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا مسله به د خوراکي توکو پر امنیت د پام وړ اغېز وکړي.

ډبلیو اف پي دا هم ویلي چې د افغانستان په شمال لویدیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې په تیرو دوه اونیو کې د سیلابونو له امله ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

د "ډبیلو اف پي" په خبره، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې ولسوالۍ د خوراکي توکو د خوندیتوب له ناورین سره مخ دي.

د ډبلیو اف پي په راپور کې دې سازمان د افغانستان د څانګې د مسوول هسیو وي لي په حواله راغلي چې زیانمنې شوې کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او په افغانستان کې د ټولنیزو زېربناوو لپاره اوږد مهاله پانګونې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې، د په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې وویل:

"ډبیلو اف پي خبرداری ورکوي، زیانمنې شوې ولسوالۍ چې ډیری یې د “لوږې سیمې” دي، اوس د خوړو د خوندیتوب د ناورین په کچه له امنۍ سره مخ دي."

ډبیلو اف پي وايي چې دوی د اقلیم د بدلون د سازګارۍ په پروژو پانګونه کوي چې د ټولنو له لوري له اقلیمي بدلونونو څخه د ساتنې لپاره پلان شوي دي.

په دې پروژو کې محافظوي دېوالونه، بندونه او د اوبو لګولو کانالونه شامل دي.

افغان سېلاب ځپلي د مرستو له نه ور رسېدو شکایت لري
افغان سېلاب ځپلي د مرستو له نه ور رسېدو شکایت لري

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر سېلاب ځپلي دوی ته د رانه اوښتو زیانونو او بېړنیو مرستو ته د اړتیا خبره کوي.

د غور ولایت اوسېدونکي عبدالرووف ازادي راډيو ته وویل:

"ښایي شل یا ۲۵ کلي وي، تر اخره پورې یې زموږ کورونه وو چې د شېخانو دره ورته وایي، زموږ کورونه چې د جوړ حال او له هغه وروسته د ویجاړېدو حالت عکسونه یې هم ایښي، مکمل له اوبو ډک دي او سېلابونو اه ځان سره وړي دي.”

د بغلان ولایت اوسېدونکی او سېلاب ځپلی تور خان وايي:

"د کورونو او کوټو (خونو) جوړولو ته اړتیا ده، اوبه نه لرو، اوبه ډېرې کمې دي، ډېرې څاه ګانې سېلابونو خرابې کړي ."

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق د دغه راپور تر خپرېدو پورې په افغانستان کې د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو د مجموعي احصایې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې سیف دي چلډرین ویلي وو چې یوازې په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ماشومانو په ګډون ۴۱۰ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله پېښې به د دغه هېواد د ۷۰ سلنه ماشومانو لپاره جدي ګواښ وي چې له امله به یې د هغوی د کورنیو عایداتي سرچینو په ګډون کرنیزې ځمکې او څاروي له منځه یوړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG