د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه: افغانستان کې د شري ناروغي زياته شوې


بادغيس کې په شري ناروغۍ اخته یو افغان ماشوم
بادغيس کې په شري ناروغۍ اخته یو افغان ماشوم

بې پولو ډاکټرانو سازمان (ام اس اف) د افغانستات په درېيو ولايتونو، بلخ، هرات او هلمند کې د دغې ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد شوي سازمان د دوشنبې په ورځ د مې مياشتې په ۲۰ نېټه په یوه راپور کې ويلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپریل پورې د ماشومانو او نويو زېږول شويو ماشومانو په منځ کې د يادې ناروغۍ زیاتوالی لیدل شوی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دې مياشتو کې د افغانستان په درېيو ولايتونو کې د شري د ناروغۍ د ٥ زره پېښو درملنه شوې چې له ډلې يې د مزارشريف په سيمه ييز روغتون کې د ٢٧٠٠ ماشومانو درملنه شوې، په هرات کې د ٨٣٦ ماشومانو د او په هلمند ولايت په روغتون کې د ١٤٠٦ ماشومانو درملنه شوې ده.

"ام اس اف" وايي چې د نويو زېږول شويو ماشومانو د بدن ځواک د شري په وړاندې لږ دى ځکه چې دوی د ۹ میاشتو څخه مخکې د دغې ناروغۍ واکسین نه دى اخيستى.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ټینګار کړی چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ماشومانو ته ژر تر ژره واکسین څاڅکي ورکړل شي.

په دې راپور کې د ام اس اف پروژې همغږي کوونکي ډاکټر پیکس اوویراگیه سپارښتنه کړې چې شپږ مياشتيني ماشومان باید واکسین شي او هغه ماشومان چې له واکسینه پاتې شوي هم باید په دې لړۍ کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي چې د هوا په ګرمېدو سره یې ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي.

د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د نايت رفيع کلي اوسېدونکى برکت الله وايي، دوه کلن او څلور کلن ماشومان لري له يوې مياشتې راهيسې د شري په ناروغۍ اخته دي.

"په ځانونو یې سرې دانې راختلي او اشتها نه لري کلنيک ته مې وېوړل خو لا نه دي ښه شوي، سرې دانې لا ډېرې شوي که لږ هوا ښه وي نا رامي کوي ځکه که هوا ګرمه وي ښارخ او تبه يې زياتېږي."

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ یو شپږ کلن ماشوم عبدالواجد وايي چې په دې وروستیو کې د شري په ناروغۍ اخته شوی دی.

"ما باندې شري دانې ډېرې راختلې وې درې ورځې بيا کټ کې پروت ومه تبې نيولى ومه بيا داکټر ته لاړم درمل يې راکړه نور ماشومان هم شري نيولي وو."

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ۱۲ کلن محنت الله وايي:

"څه وخت وړاندې زه شري نيولى ومه تبه مې وه، زکام وم بيا راباندې سرې دانې راوختلې بيا داکټر ته لاړم ويټامين D او د پرستامول ګولۍ راکړې راته ويې ويل چې ځاى بېل کړه لامبه ، اوس انشالله ښه يم."

نوموړی زیاتوي، ده واکسین اخيستى وو ځکه ناروغي پرې اسانه تېره شوه خو يو شمېر ماشومان چې د دوى په سيمه کې واکسين شوي نه دي ، له دې ناروغۍ ډېر وکړېدل.

ډاکټران وایي غوره ده چې ماشومان له شپږ مياشتني کېدو مخکې د شري پر ضد واکسین شي.
ډاکټران وایي غوره ده چې ماشومان له شپږ مياشتني کېدو مخکې د شري پر ضد واکسین شي.

په ورته وخت کې د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر نعمت الله ماشومانو ته د شري د واکسین پر تطبیق د ټینګار ترڅنګ وايي چې سالم کسان باید په دغه ویروس د اخته کس له وسایلو څخه کار وانخلي.

"د دې ناروغۍ د درملنې لپاره، دوی باید ویټامین A وکاروي، کوم چې کولی شي ښه اغېزه ولري. دوی باید په ښوونځي کې د نورو ماشومانو څخه لیرې پاتې شي، د دوی جامې، بسترونه او د خوب خونه باید د لمر وړانګو ته کېښودل شي ترڅو دا ویروس له منځه لاړ شي."

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او د پاملرنې انسټیټیوټ په افغانستان او په ځانګړې توګه په سېلاب ځپلو سیمو کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان د اپریل میاشتې د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د شري ۲۰۳۱۳ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ليدل شـوي.

د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په ولایتونو کې ډېری ماشومان د شري ضد واکسین څاڅکي نه اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG