د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

پر افغان ماشومانو د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو اندېښنې


بغلان کې یوه ماشومه د سېلابونو له امله د کورنۍ د یوه مړه شوي غړي پر قبر
بغلان کې یوه ماشومه د سېلابونو له امله د کورنۍ د یوه مړه شوي غړي پر قبر

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سیف د چلدرن ) په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د مې په ٢٠ مه نيټه خپور شو، د افغانستان پر ماشومانو د اقلیم بدلون په ځانګړې توګه د سېلابونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان په یوه اوونۍ کې دوه ځلې د سېلابونو ښکار شوی چې د دې هېواد پر ماشومانو د اقلیم د بدلون جدي خطرونه ښيي.

د سیف د چلډرن په ټکو یوازې په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ماشومانو په ګډون ۴۱۰ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې د سېلابونو له امله يوازې په بغلان ولايت کې ٣١٠٠ کورونه ويجاړ شوي او زياته یې کړه چې په افغانستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زيانونو په شمېرو کې د بدلون امکان شته.

په دې راپور کې د سیف د چلډرن د افغانستان د څانګې مشر ارشد ملک په حواله راغلي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پېښې به د دغه هېواد د ۷۰ سلنه ماشومانو لپاره د دوی د کورنیو د کرنیزې ځمکو او څارویو په ګډون د عایداتي سرچینو د له منځه وړلو له امله جدي خطر وي.

د وروستیو سېلابونو تر ټولو زیات تاوان ښځو او ماشومانو ته رسېدلی
د وروستیو سېلابونو تر ټولو زیات تاوان ښځو او ماشومانو ته رسېدلی

هغه په افغانستان کې د پرله پسې وچکالۍ او سختو سېلابونو په اړه اندېښنه وښوده او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې یو شمیر سېلاب ځپلي، پر ماشومانو یې د سېلابونو د اغېزو په اړه خبرې کوي.

د بغلان د برکې ولسوالۍ د فلول کلي اوسېدونکی عبدالقادر وايي چې په وروستيو سېلابونو کې يې د کورنۍ دوه ماشومان مړه شوي دي.

" په ماشومانو کې ، یو مې ورور و چې تقریبا ٤ یا ٥ کلن و چې سیلاب یووړ، شهید شو او یو مې د تره لمسی و چې هغه هم د ٤ یا د ٥ کلنو و اوبو یووړ او شهید شو ."

یو شمېر نور هم وايي چې له سیلابونو څخه د ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د غور ولایت اوسیدونکی، محمد انور وايي:"درې ماشومان وو، یوه مې ورینداره او یو مې ورور. ٥ کسیزه کورنۍ وه، د ٤ تنو وضعیت یې سم نه دی یو ماشوم چې د دوو کلونو یا یو نیم کلن دی. د هغه وضعیت یو څه ښه دی، خو د نورو وضعیت ښه نه دی ضربه يې ليدلې."

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د تلفاتو او زیانونو د مجموعي شمېرو په اړه مو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند جانان سایق وپوښت، خو د راپور تر خپریدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ.

خو تر دې وړاندې د خوړو د نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) ویاند ضیاالدین صافي ازادي راډيو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډبلیو اف پي په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په وار وار د بودیجې له کموالي اندېښنه ښودلې.

دې اندېښنو ته په پام سره، د سېلاب ځپلو اړتياوو ته د رسېدنې څرنګوالی چې ډېری يې خپل کورونه، څاروي، کرنيزې ځمکې او نورې شتمنۍ له لاسه ورکړي، د نړيوالو مرستندويه بنسټونو او سازمانونو له عمده اندېښنو څخه به وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG