د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

ډي آر سي: افغانستان د اقلیم بدلون له بدو پایلو سره مخ دی


ارشیف: په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزې
ارشیف: په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزې

د ډنمارک د کډوالو شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ درېیم او د اقلیم د بدلون له امله په نړۍ کې دولسم زیانمنونکی هېواد دی.

د ډنمارک د کډوالو شورا Danish Refugee Council وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقليم د بدلون دولسم زيانمنونکى هېواد دى چې د دغو بدلونونو له بدو پايلو سره مخ دى.

دغې شورا د سې شنبې په ورځ 'طبیعي پېښو ته د بېړني جمعي غبرګون' په نوم په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې د 'انفارم' د ګواښ پېژندنې د درجه بندۍ له مخې افغانستان د طبیعي او انساني پېښو په وړاندې درېیم زیانمن هېواد دی.

دغې شورا ویلي چې د اقلیمي بدلون د طبیعي پېښو لکه وچکالۍ، سېلابونو او د ځمکې ښویېدنې د زیاتېدو لامل کېږي.

د ډنمارک د کډوالو شورا ویلي چې په ۲۰۲۱م کال کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته افغانستان له نابرابرۍ، ډېرو اقتصادي ستونزو، د روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسى او له یوه پېچلي بشري ناورین سره مخ دی چې په کې طبیعي پېښې او د اقلیم بدلون هم شامل دی چې افغانستان له مخکې هم ورسره لاس او ګرېوان و، ډېر شوى چې تر ډېره ښځې اونجونې چې له بنديزونو سره مخ دي، اغېزمنوي.

د دې شورا په وینا، د اقلیم بدلون د اوبو د کمښت بحران لا پسې ژور کړی او د افغانستان د ۸۰ سلنه وګړو ژوند چې پر طبیعي سرچینو او کرنې پورې تړلی دی، له ستونزو سره مخ کړی.

په دغه راپور کې یادونه شوې چې دې وضعیت ښځې او نجونې په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکې دي او په کرنه تکیه کوي، له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

يو شمېر ښځو، بزګرانو د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له امله د ورپېښو ستونزو په اړه له ازادي راډیو سره خبرې کړي.

د غور ولايت د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن فايزه وايي چې په مالدارۍ او کرنه بوخته ده.

هغه وايي، سږ کال اورښت د تېرو کلونو په څېر ښه نه و او اندېښمنه ده چې ګوندې وبه نه شي کړى چې راتلونکي کال کې کر وکړي.

هغې زیاته کړه: "ښايي راتلونکی کال موږ ونه شو کولی خپل څاروي وساتو دا به غوره وي چې هغه وپلورو ځکه چې که اوبه، واښه او سبزیجات نه وي، نو ساتل یې ستونزمن کار دی."

د باميانو ولايت يوه بله مېرمن امينه وايي، د نورو ستونزو تر څنګ د کار محدوديت د دوى پر اقتصاد اغېز کړى دى.

هغې وویل: "موږ شلغم، پیاز، کاهو او ګازرې کرو، مخکې د طالبانو له راتګ به مو خپله بازار ته وړل او خرڅولو مو، خو اوس یې د خرڅولو لپاره څوک نه شته، ځینې خلک زموږ کورته راځي او دا حاصلات اخلي. نور څه عايد شته."

ارشیف: په افغانستان کې یوه بزګره
ارشیف: په افغانستان کې یوه بزګره

بل خوا د تخار ولایت یو بل کروندګر شریف الله هم وايي چې د اقلیم بدلون او بې وخته بارانونو د دوی تازه کښت له منځه وړي دي.

هغه وویل: "باران نه و شوی، په تېرو څو ورځو کې ډېر باران وشو. هوا سړه ده. زموږ سیمه د للمې فصل دى . خلکو ټول کښت ته زيان اوښتى."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د هغو لسو هېوادونو له ډلې څخه يو دی چې د اقلیم له بدلون سره مخ دي او له دې بدلونونو سره د مبارزې لپاره ډېر لږ امکانات لري.

له بلې خوا د لوږې سره د مبارزې نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، ورلډ اسلاميک ریلییف، له ماشومانو د ملاتړ سازمان او ورلډ ویژن په نوم سازمانونو په دې وروستیو کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان په تېرو ٣٠ کلونو کې له بې ساري وچکالۍ سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG