د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

بغلان او غور کې سېلابونو یو شمېر ښوونځي ویجاړ او زده کوونکي له زده کړو محروم کړي


د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي ماشومان

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا په بغلان او غور ولايتونـو کې وروستیو سختو سېلابونو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ یو شمېر زېربناوې او ښوونځي هم ویجاړ کړي دي.

د سېلاب ځپلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د سېلابونو له امله د دوى په سيمو کې د ښوونځيو د ويجاړېدو وروسته اوس د دوى ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د ښوونځیو بیارغونې ته پام وکړي، څو ماشومان یې بې برخليکه پاتې نه شي.

د مرکزي بغلان د لقي سیمې اوسېدونکي شفيع الله د سيمې د خلکو په استازولۍ د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

" له هغې ورځې چې سېلاب راغلی، زموږ ماشومان ټول په کورونو کې ناست دي، ښوونځي ته نه ځي، موږ اړتیا لرو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږو، ښوونځي ویجاړ شوي او کتابونه ټول سېلاب وړي، موږ غواړو چې د دوی ښوونځي فعال شي. ټول شکایت کوي، دوی باید زده کړه وکړي که نه نو دوی به بې برخلیکه پاتې شي."

غور کې یوه سېلاب ځپلې سیمه
غور کې یوه سېلاب ځپلې سیمه

د بغلان د بورکه ولسوالۍ اوسېدونکی ضیاالرحمن حکیمي هم ورته اندېښنه لري.

"تېره اوونۍ د سېلاب له امله په دې ولسوالۍ کې د څو ښوونځيو ودانۍ ونړېدې. موږ له دولت او بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې زموږ ښوونځي بيا ورغوي."

د غور ولايت د مرکز فېروز کوه اوسېدونکى حميدالله ژواک هم وايي چې په دغه ولايت کې سېلابونو د استوګنې د کورونو د ويجاړېدو تر څنګ ښوونځي هم زيانمن کړي دي.

"له بده مرغه هغه ښوونځي چې په خامو خښتو ودان شوي وو، په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، د زدکونکو د زدکړې امکان نشته په ځینو ښوونځیو کې ټول زده کوونکي رخصت دي، وضعیت د اندېښنې وړ دی."

د غور ولايت د اوتكل كلي اوسېدونكي صديق الله هم ورته ستونزه يادوي.

" د سېلابونو له امله ښونځي زيانمن شوي او زده کوونکي ښوونځيو ته نه ځي، موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې همکاري وکړي، ترڅو زده کوونکي له زده کړو پاتې نه شي."

د غور ولایت د پوهنې ریاست مالي مسوول فضل احمد مبشر له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د ښوونځیو ویجاړېدل تایید کړل، خو ویې ویل چې دوی دا مهال د ښوونځیو د بیارغونې کوم پلان نه لري.

" زموږ ډېر ښوونځي د سېلابونو له امله ويجاړ شوي، دوه درې ورځې وړاندې د يونيسف استازى راغى او د پوهنې له مشرتابه سره يې په دې اړه خبرې وکړې، خو تر اوسه موږ د بيارغونې کوم پلان نه لرو، ځکه بودجه او امکانات نه لرو."

ښاغلي مبشر په یوه پیغام کې ازادي راډيو لیکلي چې په غور ولایت کې ۷۶ ښوونځي د سیلابونو له امله ویجاړ شوي دي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له خولې ليکلي دي چې نوموړي د مې په ١٧مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بېلابېلو ادارو له استازو سره په کتنه کې ويلي چې د سېلابونو له امله په بغلان کې ۱۹ ښوونځي ویجاړ شوي دي.

د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي
د بغلان یو شمېر سېلاب ځپلي

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست چارواکو تر دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت پر مرکز سربېره په ۱۲ ولسوالیو کې نږدې ۴۵ ښوونځي هم زیانمن شوي دي.

هڅه مو وکړه چې د سېلابونو له امله په زيانمنو ولايتونو کې د ټولو ښوونځيو د ويجاړ شويو ښوونځيو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د وياند منصور احمد حمزه نظر هم واخلو، خو له نوموړي مو ځواب تر لاسه نه کړ.

په يادو ولايتونو د سېلابونو له امله په داسې حال کې ښوونځي ویجاړ شوي چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر زده کوونکو ازادي راډيو ته شکایت کړی و چې د دوی ښوونځي ودانۍ نه لري او د میزونو او چوکیو له کمښت سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي او پوهنتونونو ته له تګ منع کړي او د ښونځيو دروازې د دوى پر مخ تړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG