د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

یو این ایچ سي ار: سېلابونو افغانستان ناورین سره مخ کړی


بغلان کې سېلابونه
بغلان کې سېلابونه

په داسې حال کې چې نن هم د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یا یو این ایچ سي ار وايي افغانستان له سختو سیلابونو وروسته له بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ نن جمعه د مۍ ۲۵ مه په خپل ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې زرګونه کسان بې کوره شوي او ډېر لا هم نادرکه دي.

یو این ایچ سي ار له خلکو سره د بېړنۍ سرپنا، طبي توکو، خوړو او پاکو اوبو په ګډون د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP" "وایي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي چې د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه لیکلي، سخت کوښښ کوي چې مرستې اړو سیمو ته ورسوي.

دې پروګرام ویلي چې تراوسه یې نژدې شل زره سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې رسولې دي.

د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کې د ویجاړونکو سېلابونو شاهدان وو چې زرګونه کورنیو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي لا هم ورسره لازمې مرستې نه دي شوي.

د میر علي په نوم د فاریاب یوه اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل:

"له بده مرغه د غیر دولتي ادارو له لوري له سېلاب ځپلو سره یوازې د کالیو او خوراکي موادو تر کچې مرسته شوې او حکومت لا هیڅ مرسته نه ده کړې، خلکو هر څه له لاسه ورکړي دي، زموږ غږ باید دولت واوري او مرسته وکړي. "

د بغلان د مرکزي بغلان یوه اوسېدونکي نصیر احمد وویل سیلاب ځپلي لومړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري:

"مرستو ته اشد ضرورت دی، خلک ډېر په ستونزه کې دي، شړۍ، بړستنې، خېمې، خوراکي موادو هر څه ته خلک اړتیا لري، د حکومت له لوري چې کومه یوه نیمه مرسته شوې هغه هم ځینو زیانمنو خلکو ته رسېدلې او ځینو ته نه ده رسېدلې."

غور هم وروستیو سېلابونو ځپلی
غور هم وروستیو سېلابونو ځپلی

هڅه مو وکړه چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د اوښتو زیانونو د وروستیو شمېرو په اړه د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چاروکې د دولت وزارت د وياند جانان سايق نظر هم واخلو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې .

وړاندې تر دې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې سختو اورښتونو او سېلابونو ۵۴۰ مړه کړي او تر ۸۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

ياد سازمان په افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د سېلابونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سېلابونه به په سېلاب ځپلو سیمو کې د لوږې کچه هم ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن لپاره هم د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې خبر ورکړى او زياته کړې يې ده چې د اورښتونو شدت به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG