د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

فاریاب او بغلان کې تازه سېلابونه؛ درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي


بغلان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
بغلان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د افغانستان په فاریاب او بغلان ولایتونو کې تازه سختو سېلابونو خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په فاریاب او بغلان ولایتونو کې د چهارشنبې په شپه یوځل بیا ویجاړوونکي سېلابونه راغلي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د حکومت ویاند عصمت‌الله مرادي فاریابي رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د تېرې شپې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په لیولاش ولسوالۍ کې اته کسه مړه کړي او څو جسدونه لا هم نادرکه دي.

نوموړي زياته کړې چې دغو سېلابونو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، پلونه، پلچکونه او هټۍ ګانې هم له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د چهارشنبې په ورځ ويلي چې په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو زرګونه کسان بې کوره کړي او ډېری لا هم تر خاورو لاندې یا نادرکه دي.

په فاریاب کې يو شمېر سېلاب ځپلي هم وايي چې دغو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

سېلابونو په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور زیانمن کړی دی.
سېلابونو په فاریاب کې د یوه ځايي اوسېدونکي کور زیانمن کړی دی.

د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ د میرشادي کلي اوسېدونکي غلام نبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ياد کلي کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي. د جومات د احاطې دېوال په ګډون د سيمې د خلکو ډېرى کورونه ويجاړ شوي چې د اوسېدو وړ نه دي. تراوسه هېڅ بنسټ د مرستې لپاره نه دى راغلى."

که څه هم په بغلان کې د سېلابونو له امله د مړو او ټپيانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د ځينو راپورونو له مخې د بغلان په خوست ولسوالۍ کې تر پنځوسو ډېر د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالغفور ازادي راډيو ته وویل چې کور یې په بشپړه توګه سېلاب لاندې کړى او اوس د استوګنې ځاى نه لري.

هغه وايي: "د ورځې درې بجې وې، موږ د کلي په منځ کې وو چې خلکو وویل چې سېلاب راغلی دی تر څو چې مو ماشومان راټولول اشتک په سېلاب راورسېده، ټوله حوېلۍ د خټو او سېلاب لاندې ده. زمونږ غوښتنه ده ده چې يوه خیمه راکړي په ګرمۍ کې پاتې يوه ونه راکړي چې سيوري ته يې کېنو."

په ورته وخت کې د افغانستان په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم یو شمېر سېلاب ځپلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مرستو له نشتوالي شکایت کوي او له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د دهن مرغه کلي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې خلک اوبو او خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري، خو تر اوسه هیڅ بنسټ پاملرنه ورته نه ده کړې.

هغه وايي: "موږ ته هیڅ مرسته نه ده رارسېدلې. د جمعې راهیسې چې سېلاب راغلی، بازار، باغ پل او باغچه کې زموږ ټول امکانات یې له منځه وړي. دوکانونه او بازار نه‌شته. له دې ځایه تر تخت ٢۴ يا ٢٠ کيلومتره لاره ده خلک مو ټول کړل خپله مو يوه لاره جوړه کړه خلک نه اوبه لري نه خواړه."

په غور کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.
په غور کې سېلابونو هم خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چاروکې د دولت وزارت د وياند جانان سايق نظر هم واخلي، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب تر لاسه نه کړ.

خو تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو ۵۴۰ مړه کړي او تر ۸۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

ياد سازمان په افغانستان کې په راتلونکو میاشتو کې د سېلابونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه سېلابونه به په سېلاب ځپلو سیمو کې د لوږې کچه هم ډېره کړي.

خو د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې یوځل بیا د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د روان کال د جوزا مياشتې له درېیمې تر څلورمې نېټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې خبر ورکړى او زياته کړې يې ده چې د اورښتونو شدت به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

دې ادارې د سالنګونو په ګډون په شمالي، جنوبي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو کې د نسبتاً قوي بادونو د احتمال خبرداری هم ورکړى او ويلي يې دي چې په بېلابېلو سيمو کې به يې سرعت په يوه ساعت کې له ٢٠ تر ٨٠ کيلومتره پورې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG