د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ډبلیوایف‌پي: له افغان سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۴،۵میلیون ډالرو ته اړتیا ده


په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" وایي، په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

"ډبلیوایف‌پي" د هغې اندازه نغدي مرستو د اړتیا اعلان کړی چې له مخې به یې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې کوي.

دې سازمان د جمعې په ورځ د مې په ۲۴مه په خپل یوه تازه خپور کړي راپور کې ویلي چې دوی په ټول افغانستان له ۶ تر ۱۲میاشتو پورې د ۸۰زره سېلاب ځپلو سره لپاره بېړنیو خوراکي توکو، تغذیې او نور لومړنیو توکو لپاره ۱۴،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې د دوی د راپورونو له مخې د مې میاشتې له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې په بغلان، غور، تخار، بدخشان، هرات او بلخ کې د ویجاړ شویو کورونو شمېر ۹زرو ته رسېدلی دی.

"ډبلیوایف‌پي" وایي، تراوسه په دغو ولایتونو کې د شاوخوا ۵۴۰ کسانو د مړه او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو زیاته کړې یې ده چې کېدای شي زیانګالو سیمو ته له لاسرسي وروسته دا ارقام لوړ شي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د مې په ۲۵مه سهار وختي په خپله ایکس‌پاڼه لیکي چې پرون جمعه یې په انقره کې په ترکیه کې د همکاري او همغږۍ د ادارې له مشر سیرکان کایالر سره د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۳مه په استانبول کې د "مهربانۍ جایزې په اوومې نړیوالې جشنواره" کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي وه چې د افغانستان په شمال کې دې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه ویلي: "د افغانستان په شمال کې یوه تراژیدي روانه ده. له خپلو افغان ورونو سره مرسته خپله دنده بولو. په لومړي قدم کې مو د بشري مرستو نه ډکه یوه کارګو دغه هېواد ته واستوله، ۲۴ ټنه مرسته سیمې ته رسېدلې. پرون مو هم د مرستې ۴۳ لرونکي واګون ټرېن (رېل) افغانستان ته واستوه او دا شلم رېل دی چې په تېرو دوو اوونیو کې مو د افاتو د موسسې په رهبرۍ افغانستان ته استولی دی."

خو د افغانستان په شمال کې یو شمېر سېلاب ځپلي وایي، د دوو اونیو په تېرېدو لا هم په کافي اندازه لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

له دې ډلې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د لقیو سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "خلک ډېر زیانمن دي. یوازې په ډوډۍ او خیمو زموږ ستونزې نه حلېږي، ځکه اوس هم په هر ډول هوا او شرایطو کې خلک، ښځې او ماشومان په غرو او دښتو کې اوسېږي. تر ټولو زیاته اړتیا د خلکو سرپناوو ته ده."

د بغلان ولایت شیخ جلال سیمې یو اوسېدونکی او سېلاب ځپلی توریالی وایي، تراوسه ورسره شوې مرستې کفایت نه کوي.

د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه
د بغلان یوه سېلاب ځپلې سیمه

جلال وویل: "یو څه مرستې شوي، خو دا کفایت نه کوي. که امکان ولري هغه خلک چې په زیانګالو سیمو کې اوسېږي باید دوی امن ځای ته انتقال کړل شي او سرپناه ورته جوړه شي."

د دغو سېلاب ځپلو په خبره، پاکو اوبو، سرپناوو، خوراکي توکو او بېړنیو روغتیایي خدماتونو ته اړتیا لري.

د "ډبلیوایف‌پي" د راپور له مخې د مارچ، اپرېل او مې په میاشتو کې پرله‌پسې بارانونو د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو تر څنګ شمال ختیځ او لوېدیځ ولایتونه هم د پام وړ اغېزمن کړي چې د لویو زیربناوو په ګډون پلونو او سړکونو او ته د اوښتو زیانونو له امله ډېری سیمو ته د بشردوستانه ټیمونو لاسرسی سخت شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG