د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په باب د ملګرو ملتونو اندېښنه


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې لا هم د اورښتونو او سېلابونو لړۍ بنده شوې نه ده او بېلابېلو بنسټونو ویلي په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک لا هم عاجل لاسنیوي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) پرون په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د جسدونو خرابېدل د اوبو او هوا د مسمومېدو سبب کېږي.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې زیاته کړې په بغلان او تخار کې تر سېلابونو یوه اوونۍ وروسته دوی په څارویو او انسانانو کې د ناروغیو د مخنیوي لپاره د جسدونو ټولول او ښخول پیل کړي دي.

پرون جمعه هم د افغانستان ۲۱ ولایتونه د سختو اورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو شاهدان وو چې بیا یې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون (IFRC) پرون په خپله ایکسپاڼه کې خبر ورکړی چې له اپرېل میاشتې راهیسې مرګونو سېلابونو د افغانستان نیمايي برخه اغېزمنه کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون وايي، له افغاني سرې میاشتې ټولنې او نورو شریکانو سره یوځای په ساحه کې دي چې یقیني شي له سېلابونو روغ پاتې شویو کسانو ته خواړه، روغتیايي خدمات، سرپناه او د کورونو نور اړتیا وړ لوازم رسېږي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري (UNHCR) وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک زیاتو مرستو ته اړتیا لري، ځکه هرڅه یې بایللي دي.

په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند، فرامرز برزین له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" وروستی سېلاب د افغانستان په بېلابېلو برخو، له دې جملې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د ډېرو کسانو د مړینې او د دوی د کورونو د تخریب سبب شوی دی. خلک دا مهال نورو مرستو ته اړ دي. UNHCR د ملګرو ملتونو له نورو دفترونو سره په زیانګالو سیمو کې فعلاً په عملي ډول حضور لري او خلکو ته مرستې رسوي."

سېلاب ځپلو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د محدودیت په اړه هم اندېښنې شته
سېلاب ځپلو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو د محدودیت په اړه هم اندېښنې شته

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان میلادي کال په مې میاشت کې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې سختو اورښتونو او سېلابونو ۵۴۰ مړه کړي او تر ۸۰ زرو ډېر یې ټپیان کړي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

په دغو سېلابونو کې د خلکو زرګونه کورونه، کرنیزه ځمکه، جوماتونه او نور تاسیسات ویجاړ شوي دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ مرستیال ویاند فرامرز برزین وايي، دوی له خپلو نورو همکارو ادارو سره د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې حضور لري:

" د UNHCR دفتر د سازمانونو ترمنځ د غبرګون د برخې په توګه له لومړۍ ورځې د اړتیاوو د سنجولو او ارزونې لپاره په ساحه کې دی، زموږ همکارانو ته معلومه شوه چې مرستو ته سخته اړتیا ده. موږ په زیانمنو شویو سیمو کې پر خلکو اضطراري خېمې، غیرخوراکي توکي لکه کمبلې، کالي، د پخلنځي لوازم او روغتیايي تجهیزات ووېشل. زه څو ورځې مخکې هلته تللی وم، ومې لیدل چې ډېر کورونه ویجاړ شوي وو، خلک په بد وضعیت کې ژوند کوي او له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي."

سېلابونو په وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه سخت خپلي
سېلابونو په وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه سخت خپلي

د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، شمال لوېدیځ او لوېدیځ کې د غويي/ثور له ۲۱مې اورښتونه او سېلابونه روان دي چې لا یې هم لړۍ په بشپړ ډول بنده شوې نه ده.

په سېلاب ځپلو سیمو کې زیانمنو شویو کسانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې لا هم لازمې مرستې نه دي ورسره شوي او په دغو سیمو کې د ډول- ډول ساري ناروغیو د خپرېدو وېره هم زیاته ده.

XS
SM
MD
LG