د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

غور او بغلان کې په بېلابېلو ناروغیو د سېلاب ځپلو اخته کېدل؛ ناروغان اړینو مرستو ته لاسرسی غواړي


په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله یوه کور ته زیانونه اوښتي دي.
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله یوه کور ته زیانونه اوښتي دي.

په غور او بغلان ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، په ځینو ناروغیو اخته شوي دي.

د پوستکي خارښت، ټوخی، ساه لنډۍ، تبه، د ستوني درد او رواني ستونزې هغه ناروغۍ دي چې د نورو ننګونو ترڅنګ د غور او بغلان ولایتونو سېلاب ځپلي ورسره مخ دي.

د دغو ولايتونو اوسېدونکي وايي چې له دغو ناروغيو سره سره د روغتيايي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو په ګډون لومړنيو مرستو ته سم لاسرسی نه لري.

په بغلان ولایت کې یوه سېلاب ځپلي پاچا ګل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دې سېلاب ځپلې سیمه کې چې لوکه نومېږي ټول ناروغ شوي دي، یو دول بخار يې ایستلی، ځان يې خارښت کوي، ستوني يې خوږېږي. همدا اوس زما ستونی هم خوږېږي او ځان مې خارښت کوي. مخکې څو ښځې راغلي وې د ډاکتر پوښتنه يې وکړه ما وويل نه دی راغلی."

یو بل سېلاب ځپلی ناصر، چې په سېلاب کې يې د کورنۍ څلور غړي یې مړه شوي، وايي چې د کورنۍ ځينې ژغورل شوي غړي يې په رواني ناروغيو اخته شوي دي.

هغه وايي: "مور مې چې لور یې سېلاب مړه کړه، اعصاب يې ښه نه دي، نارامه ده، ساه لنډي هم ورته پیدا شوې. خورزې ته مې د زړه تکلیف پیدا شوی او د خاله د لمسی مې هم سېلاب کې خور مړه شوه او اوس یې د زړه ټکان پیدا کړی دی."

د غور ولایت سېلاب ځپلی عبدالجمیل چې د شپږ کسیزې کورنۍ ټول غړي یې له سېلابونو وروسته ناروغان شوي، وايي: "وروسته له سېلابه ساه لنډي راته پیدا شوې، مېرمن مې هم ناروغه ده، درې لوڼې او یو زوی لرم. مشر اولاد مې د اتو کلونو دی، څلور واړه يې ټوخېږي او د شپې له‌خوا تبه کوي."

په غور کې د سېلابونو له کبله یوه کور ته زیان اوښتی دی.
په غور کې د سېلابونو له کبله یوه کور ته زیان اوښتی دی.

د غور ولايت مدني فعال ياسين اژند هم بیا سېلاب ځپلو ته د رواني ناروغيو د پیدا کېدو خبره کوي.

هغه وايي: "وروسته له سېلابونو ډېری خلک په رواني ستونزو اخته شوي دي، مثلاً؛ د شپې خوب نه لري، که ویده هم شي چیغې وهي چې سېلاب راغی، سېلابونو د هغوی رواني حالت خراب کړی."

د ازادي راډیو خبریال په بغلان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست د چارواکو په نظر اخیستلو بریالی نه شو، خو په غور ولایت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو د سرچینو د ویجاړېدو له امله د اوبو کمښت د سېلاب ځپلو تر منځ د بېلابېلو ناروغيو د زياتوالي لامل شوی دی.

هغه وویل: "له بده مرغه، هغه د اوبو سرچینې چې خلکو ته یې اوبه ورکولې له منځه تللي یا په اصطلاح هغه بندونه چې و، خراب شوي، څاه ګانې د سېل لاندې شوي. لنډه دا چې د اوبو سرچینې په لوړې سلنې خرابې شوي، له همدې امله هغه ناروغۍ چې مخ په ډېرېدو دي. اسهال، جلدي او تنفسي ناروغۍ ورځ تر بلې زیاتېږي."

هغه زیاتوي چې د طالبانو حکومت، د روغتیا نړیوال سازمان او د سره صلیب کمېټې یا "آی‌سي‌آرسي" غور ولایت ته په کافي اندازه درمل استولي او په سېلاب ځپلو یې وېشي، خو دی ټینګار کوي چې تر څو د اوبو سرچنیو بیارغونه ونه‌شي د سیلاب ځپلو په مینځ کې د خپرو شويو ناروغیو له منځه وړل امکان نه لري.

په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د غور ولایت له روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره یې د بېړنیو طبي کتونو، خیمو او لمريزو څراغونو په ګډون ۲۵ مټریک ټنه مرسته کړې ده.

یاد سازمان همداراز ویلي چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې تر ۲۶زرو ډېرو کسانو ته بېړني او ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

"ډبلیوایچ‌او" دا هم ویلي چې له بلخ ولایت څخه یې فاریاب ولایت ته ۵ مټریک ټنه طبي تجهیزات او د دغه ولایت سېلاب ځپلو ولسوالیو ته یې ګرځنده ټیمونه هم استولي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا "ایف‌اې‌او" د جمعې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د جسدونو په راټولولو او ښخولو کې ځنډ د هوا او اوبو د مسمومیت لامل کېږي.

په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په تېره بیا په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او تر زرو ډېر ټپیان کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG