افغانستان
د افغانستان په ځینو سیمو کې د باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل شوی
د طالبانو په کنټرول کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست نن او سبا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر د سالنګونو په ګډون په بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، میدان وردک، بلخ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو باران د ورښت اټکل کړی دی.
په عین حال کې دې ادارې په شمالي، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی دی.
وروستیو ورښتونو او سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نړیوال جام؛ افغانستان بنګلهدېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د پیل شوې سیالۍ لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه.
یاده سیالي چې نن د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شوې وه افغان لوبډلې یې تر پچې ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او ۱۱۵ منډې یې وکړې.
افغان لوبډلې ته یو وار بیا رحمنالله ګربز تر نورو زیاتې ۴۳ منډې وکړې.
بنګلهدېش ته بیا رشاد حسین ۳ لوبغاړي وسوځول.
د لومړۍ پاڼۍ تر پای ته رسېدو وروسته ورښت هم پیل شوی او لا معلومه نه ده چې دویمه پاڼۍ به کله پیل شي.
د دې سیالۍ ګټل افغان لوبډلې ته له دې امله اړین دي چې نیمه پایلوبې ته پرې رسېدای شي او د بایللو په صورت کې به یې په نړیوال جام کې سفر پای ته ورسېږي.
په کابل ښار یوه زوروه چاودنه شوې
کابل ښار د دوشنبې په شپه د یوې زوروې چاودنې شاهد و.
چاودنه د راپورونو له مخې د شپې شاوخوا اته نیمې بجې د کابل د شپږمې حوزې اړوند د علاوالدین په سیمه کې شوې ده.
د طالبانو مخالفې ډلې د ازادۍ جبهې په خپله ایکسپاڼه ادعا کړې چې دا چاودنه د دوی کسانو د طالبانو په پوسته باندې کړې ده.
دې جبهې ادعا کړې چې په برید سره یې پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
طالبانو لا د ازادۍ جبهې د ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
ازادي راډیو په چاودنه کې د مرګژوبلې ادعا نه شي تاییدولی.
طالبانو د ګرځنده مبایل ټيلیفونونو د ثبت پروسه پيل کړې
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ګرځنده مبایل ټيلیفونونو د ثبت پروسه یې پيل کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکسپاڼه پرون په یوه بیان کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د خلکو د شخصي ټیلیفونو د خوندیتوب لپاره دا کار کړی دی.
هغه ویلي، دا پروسه په ډېره منظمه او پرمختللې الکترونیکي بڼه مخته ځي او فورمې یې هم توزیع شوي.
هغه ویلي، تر دې دمه د دې پروسې له لارې څه باندې ۷۰۰ غلا شوي ټیلیفونونه بېرته پيدا او خپلو اصلي مالکینو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو امنیتي چارواکو داسې وخت د مبایلونو د ثبت لپاره خلک هڅولي چې پخوا ګڼو خلکو د مبایلونو له غلاوو ډېر شکایت درلود.
نړیوال جام؛ افغانستان د بنګلهدېش پر وړاندې توپوهنه غوره کړه
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د ۸ غوره لوبډلو په پړاو کې وروستۍ سیالي د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ ترسره کېږي.
دغه سیالي چې نن سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیلېږي پچه یې افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
افغان لوبډلمشر راشدخان وویل چې د دې سیالۍ په یولس کسیزه لوبډله کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.
که افغان لوبډله دغه سیالي وګټي، نو نېغ په نېغه به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.
ملګري ملتونه: د دوحې د غونډې هدف له نړۍ سره خبرو ته د طالبانو هڅول دي
د ملګروملتونو ویاند وايي، د دوحې د غونډې هدف دا دی چې طالبان وهڅوي چې د افغانانو له ګټو سره سم په همغږي او منظم ډول له نړۍ سره خبرې وکړي.
سټیفن دوجاریک پرون یکشنبې خبریالانو ته وویل چې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به د دوحې په غونډه کې په ټولو بحثونو کې مهم وي.
دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې غونډه د یوې پروسې برخه ده، نه یوه ناسته او افغان ښځې او مدني ټولنې به د دې پروسې برخه وي.
طالبان به د راتلونکې اوونۍ په پای کې د سرطان لسمه او یوولسمه قطر ته خپل استازي واستوي چې په دوحه کې په هغه دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړي چې د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د ۲۵ هېوادونو ځانګړي استازي پهکې برخه اخلي.
دا د ملګرو ملتونو په مشرۍ درېیمه ناسته ده خو له دې نظره لومړۍ ده طالب چارواکي پکې ګډون کوي.
په پکتیا کې غره ښویېدو د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه کړي
په پکتیا ولایت کې د غره د ښویېدو له کبله اووه تنه مړه شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون د پکتيا ولايت د سيمهييزو چارواکو له خولې خبر ورکړ چې د دې ولايت په څمکنو ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
ویل کېږي چې په مړوشویو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو له امله خلکو ته د سر او مال ډېر تاوانونه اوښتي دي.
ویانا کې د طالب ضد مخالفانو ناسته؛ د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي
د ویانا څلورمه ناسته نن پیلېږي.
په دې ناسته کې د طالبانو د حکومت ضد عمده مخالفان سره راټولېږي او په خبره یې چې د افغانستان د راتلونکې لار نقشې په اړه بحث کوي.
د ملي مقاومت جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی مشر احمد مسعود په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اتریش پلازمېنې ویانا ته رسېدلی دی.
د بیان له مخې تمه کېږي چې د طالبانو ضد "سیاسي او پوځي" ډلو شاوخوا اویا استازي د ویانا څلورمې ناسته کې برخه واخلي.
طالبانو بیا د ویانا پخوانۍ ناستې بې ګټې بللې وې او ویل یې چې ټولې د دوی په خبره ازمویل شوې څېرې پهکې راټولیږي.
طالبانو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی کړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له دریځ هرکلی کړی چې ویلي یې دي له طالبانو سره لا زیاتو با ثباتو، دوامداره او حقیقي خبرو ته اړتیا ده.
سرګي لاوروف د ټولیز امنیت د تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ناسته کې چې همدا اوونۍ په قزاقستان کې شوې د افغانستان اړوند خبرې کړي.
هغه ویلي، له افغانستان لا هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی، خو د ده په خبره د طالبانو حکومت له ترهګرو سره مبارزه کوي او دوی یې همکارۍ ته چمتو دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د لاوروف له نظره د هرکلي تر څنګ ویلي چې د روسیې په شمول ټولو هېوادو ته د ښه امنیت ډاډ ورکوي.
لاوروف داسې وخت د طالبانو له حکومت سره د دوامداره او رغنده خبرو په دوام ټینګار کړی چې تمه ده د همدې جون میاشتې په پای کې د دوحې درېیمه ناسته وشي.
د دوحې په ناسته کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان لپاره د نړۍ د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي غونډه نیسي.
طالبانو د نیکاراګوا د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نیکاراګوا له لوري د افغانستان لپاره د نااستوګن سفیر د ګومارلو هرکلی وکړ.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نیکاراګویا سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګښت مثبت پرمختګ دی.
تر دې مخکې د نیکاراګووا رسنیو راپور ورکړ چې دغه هېواد د افغانستان لپاره نااستوګن سفیر ګمارلی دی.
مایکل کمبپل (Michael Campbell) چې دا مهال په چین کې د نیکاراګووا سفیر دی، ټاکل شوې له دې وروسته د کابل لپاره هم د دغه هېواد د سفیر په توګه دنده ترسره کړي.
د نیکاراګوا د ولسمشر مرستیالې روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر د ګومارلو خبر تایید کړی دی.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې په پیکینګ کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه شوې چې د نیکاراګوا له سفارت سره نژدې کاري اړیکې ولري.
د نیکاراګووا په ګډون تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ګوتو په شمېر هېوادونو د طالبانو ډيپلوماتان منلي او د ځینو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.
د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې نن به د بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب کې ورښتونه دوام وکړي.
په دې ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ څخه تر ۳۰ میلي مترو پورې اټکل شوې.
د هواپېژندنې اداره وايي چې د باد سرعت به په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي.