د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

ملګري ملتونه: بېځايه شوي افغانان د اقلیمي افتونو له امله د زیانونو په لومړۍ کرښه کې دي


په غور کې د سېلابونو له کبله یوه کورنۍ له خپلې سیمې کډه کوي.
په غور کې د سېلابونو له کبله یوه کورنۍ له خپلې سیمې کډه کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "يواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، په افغانستان کې بېځايه شوي خلک د اقلیمي افتونو له امله د زیانونو په لومړۍ کرښه کې دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکول کېږي هممهاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي چې په افغانستان کې اقلیمي افتونو د هغو خلکو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی چې له مخکې لا بېځایه شوي وو.

د دوشنبې په ورځ، دې سازمان په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې د اقلیم بدلون او پېښې به يې په ټوله نړۍ کې ویجاړۍ رامنځته کړي او اجباري بېځايه شوي د دې ويجاړېدو په لـومړۍ کرښه کې ځاى لري.

"يواین‌ایچ‌سي‌آر" د افغانستان په شمال ختیځ کې وروستیو سېلابونو ته په اشارې سره زیاته کړې چې دغو سېلابونو کلي په بشپړه توګه له‌منځه وړي او سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي وايي چې وروستیو سېلابونو د دوی ټوله هستې وړې ده.

له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي کډوال چې اوس په ارزګان کې په دې کمپ کې اوسېږي.
له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي کډوال چې اوس په ارزګان کې په دې کمپ کې اوسېږي.

د بغلان اوسېدونکی فضل خدا عظيمي چې په دې وروستيو کې له ايرانه ايستل شوی، ازادي راډيو ته وويل: "موږ له ایران څخه راغلي یوو، ټوله کورنۍ په تهران کې وو، هلته مو نه‌شو کولی چې لګښتونه پوره کړو چې افغانستان ته راغلو، دلته هم داسې وشول او په سېلابونو کې زموږ کور، ځمکې، باغ او څاروي ټول تر اوبو لاندې شول. زموږ کورنۍ یوې مېلمستيا ته تللې وه، هیڅوک هم نه وو ژوبل شوي. موږ ډېرې مرستې ته اړتیا لرو، خو تراوسه مرسته نه ده شوې."

د ننګرهار اوسېدونکې شکيلا، چې په دې وروستيو کې د پاکستان له خيبرپښتونخوا څخه ايستل شوې، وايي چې د سېلابونو له كبله يې كور وران شوى او اوس په كابل كې په يوه كرايي كور كې اوسېږي.

هغه وايي: "باران راغی او سېلابونه په بشپړه توګه زمونږ دوه کوټې ورانې کړې. اوس دوه خونې لرو د خټو او ډېرې خرابې دي، زما وراره پيدا کړي او د کابل په پخته فروشي کوڅې کې ژوند کوو."

دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې وضعیت ته یې پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تېر میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې ليکلي وو چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیات زیانګالی دى او ورسره د مبارزې لپاره کافي امکانات نه لري.

د اوچا په وینا، د ګلخانه يي ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه یوازې ۰،۸ سلنه ده.

په تېرو دوو اوونيو کې سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړې توګه بغلان، فارياب او غور کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ثور له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې ۱۴۹۴ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره ستانه کړل شوي دي.

خو له دې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG