د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

بغلان او بدخشان کې تازه سېلابونه؛ لږ تر لږه د ۳۰ تنو مړینه پکې تایید شوې


ارشیف
ارشیف

له مخکې سېلاب ځپلي بغلان او بدخشان ولایتونه، تېره شپه د غبرګولي په ۵مه ماښام ناوخته یو ځل بیا د سېلابونو شاهدان وو چې ځايي چارواکي تر اوسه پکې لږ تر لږه د دېرش کسانو مړه کېدل تایید کړي دي.

د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه سیمه ییز چارواکي په دې ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د شلو کسانو مړینه تایید کړه.

د دوشي ولسوالۍ د دلګي د امنیتي حوزې قومندان، عبدالحمید عمري ازادي راډيو ته وویل: " د شهیدانو شمیر ۲۰ دی، ۵ کسانه پیدا شوي او ۱۵ نور یې لادرکه دي. ۵ شهیدان مو د شپې وایستل. ټپیان لږ دي."

دغه ولایت کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو چارو رییس، هدایت الله همدرد بیا طلوع نیوز کورنۍ رسنۍ ته ویلي چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په لرخاب سیمه کې د سېلابونو له امله څلوېښت کورونه ویجاړ شوي دي.

ها خوا بیا د طالبانو تر کنترول لاندې د ملي راډيو تلویزیون د بدخشان ولایت پېښو ته د رسېدو چارو د ریاست د چارواکو په حواله لیکلي چې د یاد شوي ولایت د مرکز په مورچک کلي کې سېلابونو د یوې لس کسیزې کورنۍ ټول غړي مړه کړي چې یواځې د یوه کس جسد موندل شوی او د نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) هم نن د مې په ۲۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي په بدخشان کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د همدې شمېر مړو شویو خبره کړې،خو ویلي سېلابونو کورونه او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.

د یادونې ده چې په بدخشان او بغلان ولایتونو کې سېلابونو نه یواځې دا چې ځاني او مالي زیانونه اړولي؛ بلکې د مواصلاتي لارو د بندیدو لامل هم ګرځېدلي.

افغان سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه لری
افغان سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه لری

د بدخشان ولایت د مرکز اوسیدونکو، عبدالبصیر او جاوید په یاد ولایت کې د تېرې شپې د سېلابونو د زیانونو په اړه وویل:

" د فیض اباد دننه یې مالي زیانونه اړولي خو ځاني زیان یې نه دی رسولی خو په شاوخوا کلیو کې په ځانګړي توګه په مورچک کلي کې یوه کورنۍ سیل وړې."

" د خلکو کورونو ته سېلاب ننوتی او حویلۍ یې ویجاړې کړي دي، ډېرې ویجاړۍ یې کړی. له دولت څخه غواړو چې د خلکو کورونه جوړ کړي او د سیلابونو مخه ونیسي. "

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د چشمه شیر سیمي اوسیدونکي، غلام محی الدین د تېرې شپې د سېلابونو زیانونو په اړه وویل:

" سېلابونو په اشکمش کې د خلکو کورونه خراب کړي او خلک یې شهیدان کړي هم دي او د چشمه شېر په سیمه کې یې د خلکو کښتونه او محصولات له منځه وړي دي."

د تېرې شپې د سېلابونو د مجموعي شمېر د ترلاسه کولو لپاره مو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند، جانان سایق وپوښت خو د راپور تر خپریدو یې زموږ پوښتنې ځواب نکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په تېره بیا په بغلان، غور او فاریاب ولایتونو کې سلګونه کسان مړه او تر زرو ډېر ټپیان کړل.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د تېرو اوونیو د سېلابونو له امله ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG