د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د حج زیارت کوونکي پر عرفات غونډۍ راټول شوي؛ له افغانستانه څه باندې ۳۰زره کسانو ګډون کړی


نن د حج زیارت کوونکي عرفات کې سره راټول شول
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

نن د حج زیارت کوونکي عرفات کې سره راټول شول

د حج زیارت کوونکي نن پر عرفات غونډۍ راټول شوي چې د حج مهم رکن پر ځای کړي.

د نړۍ له بېلابېلو برخو په سلګونو زره حج کوونکي نن پر عرفات غونډۍ او شا و خوا راټول شول چې د حج مراسمو مهم رکن پر ځای کړي.

په داسې حال کې هوا توده ده، د حج زیارت کوونکي نن پر عرفات غونډۍ په عبادت او دعاګانو بوخت وو.

له مصر څخه د حج زیارت کوونکي حسین محمد اسوشېټېد پرېس اژانس سره په خبرو کې وویل، د حج مراسم د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت لري.

هغه وویل: "البته دا ستر مراسم دي، د مسلمانانو لپاره تر ټولو غوره ورځ ده، بهترین احساس دی چې هرڅوک یې تجربه کولی شي. دا بهترین ځای دی چې هر کس هیله لري په دې ورځ او دغه شېبه دلته وي."

د عرفات غونډۍ د مکې مکرمې د ښار په ختیځ کې پرته ده چې له هغه ځایه د اسلام پیغمبر په اوومه میلادي پېړۍ کې یعنې ۱۴۳۵ کاله مخکې د حجة الوداع خطبه ورکړې وه.

د هر کال په څېر نن مازدیګر تر لمر لویدو مخکې حاجیان مزدلفې ته ځي او سبا یکشنبه به شیطانان په کاڼو وولي.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې تمه کېږي سږ کال د حج زیارت کوونکو شمېر څه باندې دوو میلیونو ته ورسېږي.

د ۲۰۲۳م کال د حج په مراسمو کې د افغانانو په ګډون یو میلیون او اته سوه زره کسانو ګډون کړی و.

سږ کال له افغانستانه هم شا و خوا ۳۰زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی چې په هغوی کې د طالبانو ځینې لوړ رتبه چارواکي هم شامل دي.

ځینې وخت د حج په مراسمو کې د ټېل ماټېل او نورو ستونزو له کبله د حج زیارت کوونکو په وړاندې ځینې ستونزې پېښېږي.

په ۲۰۱۵م کال کې د حج د مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې له ۲۳۰۰ زیات حاجیان مړه شوي وو.

که څه هم په سعودي عربستان او په ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې نن د عرفې ورځ او سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، خو د طالبانو حکومت دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد پرون په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د عرفې ورځ سبا یکشنبه ده او دوشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

هغه مسلمانان چې وس یې لري او په فزیکي لحاظ روغ وي، باید په ژوندوني لږ تر لږه د یوه ځل لپاره د حج فریضه پر ځای کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG