د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

"سي پي جي": طالبان دې د خوست ۳ رسنیز کارکوونکي ژر بېرته خوشې کړي


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

په افغانستان کې د رسنيو د سانسور او د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او بنديزونو د اندېښنو په دوام، په نيويارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، د طالبانو له حکومت غوښتي چې خوست ولایت کې درې نیول شوي افغان خبريالان او د راډيو کار کوونکي:اسماعیل سعادت، وحیدالله معصوم او احسان الله تسل ژر تر ژره خوشې کړې.

يادې کمېټې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړى چې نوموړي کسان د اختر په ورځو کې د موسېقۍ د نشر او له ښځینه اوریدونکو سره د خبرو په تور نیول شوي.

د کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه رسنیز کارکوونکي اوس د خوست ولايت امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي او ټاکل شوې چې ژر محاکمه شي.

"سي پي جي" یا د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو له حکومته غوښتي چې د خبريالانو د فعاليتونو او کار په خاطر دې په افغانستان کې د خبريالانو ځورول نور بس کړي .

د دې کمېټې مشر کارلوس مارتينيز په دغې اعلاميه کې زياتوي چې د افغان خبريالانو اسماعيل سعادت، وحيد الله معصوم او احسان الله تسل نيول کېدل له ٢٠٢١ کال د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ را په دېخوا په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر رسنيو د فشارونو او محدودولو وروستۍ بېلګه ده.

په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ویلي چې یاد شوي خبریالان د دوی په غوښتنه نیول شوي او ژر به محاکمه کړل شي
په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې ویلي چې یاد شوي خبریالان د دوی په غوښتنه نیول شوي او ژر به محاکمه کړل شي

نوموړى د طالبانو له حکومته غواړي چې ياد شوي خبريالان ژر تر ژره خوشې او پر رسنيو په ځانګړي ډول د ښځو د اړيکو نيولو د بنديز په ګډون لګېدلي بنديزونه لرې کړي.

د یادونې ده چې اسماعيل سعات د ناز، معصوم د اقرا او احسان الله تسل د ولس راډيو کارکوونکى دى.

د "ولس غږ راډيو" د نشراتو مدير محمد دين شاه خيالي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل:

"شپږمه شپه ده چې زمونږ همکار نيول شوى ماته د امربالمعروف د رياست مرستيال زنګ وکړ او ماته يې وويل چې راشه رياست ته او نورې رسنۍ مو هم غوښتي راشه چې وغږېږو، ما ويل زه کابل کې يم، مونږ د پردې تر شاه " پشت صحنه" يوه خپرونه لرو چې يوه تفريحي خپرونه ده. د هغې خپرونې وړاندې کوونکى يې وغوښت هغه چې ورغى تر اوسه بېرته نه دى راغلى."

په خوست کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي المنکر رياست رسنیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې نیول شوي کسان به د اسلامي إمارت د قوانینو د نه تطبیق په جرم محکمې ته معرفي کړل شي.

یو شمېر افغان خبریالان له دې وضعیت څخه اندېښمن دي او د خپل کار په وړاندې د ستونزو یادونه کوي.

له دې ډلې کرشنا امیري ازادي راډیو ته وویل:

"له کله نه چې له دوه لسيزو وروسته طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د بيان د ازادۍ مخه ډب شوه خبريالان په افغانستان کې ډېر په سخت او وخيم حالت کې ژوند کوي. "

نوموړې ادعا کوي چې د افغانستان د غږيزو تصويرى او چاپي رسنيو اوسنى وضيعت سمبوليک دى او د بيان ازادۍ په نوم اوس افغانستان په رسنيو کې څه نشته .

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دغو خبريالانو د نيول کېدو او په افغانستان کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د ستونزو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو مخکې یې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت او افغاني ارزښونو په چوکاټ کې د رسنیو لپاره د فعالیت زمینه برابره ده.

دا په داسې حال ده چې د دې میاشت په لومړيو کې، طالبانو دوه راډيو ګانې د ملي او اسلامي ارزښتونو څخه د سرغړونې په تور بندې کړې او دغه شان يې په افغانستان کې د خواله رسنۍ فېسبوک د فعاليتونو د تړلو یا محدودلو خبر ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG