د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

جلاوطنه خبریالان: یوناما دې د بندي افغان خبریالانو د خوشې کېدو زمینه برابره کړي


په کابل کې د پلچرخي زندان یوه څنډه
په کابل کې د پلچرخي زندان یوه څنډه

په اروپا او شمالي امریکا کې جلا وطني افغان خبریالانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا یوناما څخه غوښتي چې له هرې ممکنې لارې څخه د طالبانو په بند کې د دوو سیمه‌ییزو خبریالانو رامین امیري او عبیدالله احمدي او نورو خبریالانو د خوشې کېدو زمینه برابره کړي.

دوی وايي، رامین امیري، عبیدالله احمدي او د طالبانو په بند کې ټول افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي باید له بنده خوشې شي.

دوی د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا یوناما له دفتره وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې دې د دغو دوو سیمه ییزو خبریالانو او نورو افغان خبریالانو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د مېشتو افغان خبریالانو په خبره، په هرات کې د سولې نړیوال تلوېزیون د مسوول عبیدالله احمدي او په کندز کې د یک تلوېزیون د سیمه ییز خبریال رامین امیري د نیولو او د دوی د ازادیو د سلب د دوام لاملونه د طالبانو لخوا نه دي اعلان شوي.

د اعلامیې پر بنسټ، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ازادیو سلبول له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده او باید د بشري حقونو پر وړاندې د جدي جرم په توګه د طالبانو په کړونو کې شامل شي.

مجیب خلوتګر، چې په اروپا او شمالي امریکا کې د جلا وطنو افغان خبریالانو له ډلې څخه دی، ازادي راډیو ته د دې غوښتنې په اړه وویل: "موږ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما څخه غواړو چې له ټولو ممکنو لارو چې دوی خپله پرې ډېر ښه پوهېږي، د دې دوو خبریالانو او همداشان د طالبانو په بند کې د نورو خبریالانو چې د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نه‌شته، د خوشې کېدو زمینه برابره کړي."

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

هغه زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ څخه هم غوښتي چې خپل یو راپور په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت او د بیان ازادۍ ته ځانګړی کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یا یوناما تر اوسه د افغان خبریالانو دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې تل د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول د اندېښنې وړ بللي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې دننه یو شمېر خبریالان ادعا کوي چې د طالبانو له خوا د نیول کېدو وېرې دوی اړ کړي چې حقایق سانسور کړي.

په افغانستان کې یو له دغو خبریالانو څخه، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او اصلي غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته یو شمېر خبریالان د حقایقو د انعکاس ورکولو له امله نیول شوي، بندیان شوي او وهل شوي دي. له بده مرغه دا بهیر اوس هم روان دی. د رسنیو په ټولو معلوماتو کې سانسور شتون لري، یو خبریال نه شي کولای حقیقت ته انعکاس ورکړي، ځکه چې ګواښل کېږي او په پای کې نیول کېږي او وهل کېږي."

هغه څه چې د طالبانو حکومت پخوا تل رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ځینو خبریالانو پر وړاندې د دوی اقدامات، د دوی د خبریالۍ له فعالیتونو سره هیڅ تړاو نه لري.

د افغانستان د خبريالانو مرکز دوې اوونۍ وړاندې ويلي وو چې په ١۴٠٢ لمریز کال کې يې په دغه هېواد کې د رسنيو او خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې ١٣٩ قضيې ثبت کړي چې ٨٠ يې د ګواښونو او ٥٩ یې د خبريالانو د نيولو دي.

دغه مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په يوه راپور کې ويلي وو چې ډېری دغه نیونې موقتي وې او له يو څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او ان څو اوونيو پورې دوام کړی، خو په ځينو مواردو کې يې تر څو میاشتو دوام درلود.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له خبریالانو څخه د ملاتړ په څرګندولو سره ویلي چې دوی هیله لري چې خبریالان به د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره حقایق په رښتیني ډول انعکاس کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG