د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو امنیتي وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش چې د اپرېل په درېیمه په اسلام اباد کې د وسله والو له لوري ټپي شوی دی.
د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش چې د اپرېل په درېیمه په اسلام اباد کې د وسله والو له لوري ټپي شوی دی.

په اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلاوطني خبریالان په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

په اروپا او شمالي امریکا کې مېشت افغان جلاوطني خبریالان وايي، افغان خبریالان په درېیمو هېوادونو کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

په اسلام اباد کې د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنايش د برید په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې دغو خبريالانو ويلي چې په درېیمو هېوادونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو خونديتوب د افغانستان په پرتله نور هم زیان‌منونکى دی.

د ازادي راډیو پر خبریال احمد هنايش، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له ازادي راډیو سره کار کاوه، د اپرېل په درېیمه په اسلام اباد کې د نامعلومو وسله له‌خوا پرې بريد وشو.

له دې پېښې وروسته هنایش روغتون ته یوړل شو چې اوس يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. دی د اپرېل په درېیمه په اسلام اباد کې د وسله والو له لوري ټپي شو.
د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. دی د اپرېل په درېیمه په اسلام اباد کې د وسله والو له لوري ټپي شو.

په اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلاوطني خبریالانو په خپلې خپلې اعلامیه کې ادعا کړې چې په درېیمو هېوادونو کې د افغان خبریالانو د نه خوندیتوب لامل د طالبانو ډیپلوماټیک حضور دى.

دغو خبریالانو د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او مقصد هېوادونو څخه غوښتي چې په درېیمو هېوادونو کې خبریالانو ته د ویزو د ورکولو بهیر چټک کړي.

په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان هم دا خبره تاییدوي او ادعا کوي چې په دغه هېواد کې په سختو امنیتي او اقتصادي شرایطو کې وخت تېروي.

په پاکستان کې یو افغان خبریال د امنيتي ستونزو له امله د نوم د نه ښودلو او د غږ د بدلون په شرط ادعا کوي چې په پاکستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو له خوا ګواښل شوی دی.

هغه وايي: "امنیتي ستونزې یوه جدي مسئله ده، دلته ځینې خبریالان د کډوالۍ د سختو شرایطو له امله له ځینو رسنیو سره انلاین کار کولو ته اړ دي، خو له بده مرغه دلته خبریالان له افغانستانه په نښه کېږي، زما مطلب دا دی چې د طالبانو له بېلابېلو ادرسونو ورسره تماس نیول کېږي او دوی ته د مرګ ګواښونه کېږي. مونږ په تېرو دوو کلونو کې ډیری قضیې لیدلي چې خبریالان ورسره مخ شوي دي."

نوموړي په ډاګه نه کړه چې دغه طالب چارواکي څوک دي.

په پاکستان کې مېشت بل افغان خبریال روح الله نوري هم په درېيمو هېوادونو په تېره بيا د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان خبريالانو د پناه غوښتنې د دوسيو د څېړلو غوښتنه کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر ښه نه دی. په افغانستان کې خبریالان له بېلابېلو جدي ستونزو سره مخ دي، له ګڼو ګواښونو سره مخ دي. له بده مرغه د خبریالانو د پناه غوښتنې دوسیې چټکې نه څېړل کېږي او نه څوک په پاکستان کې د خبريالانو وضعیت ته پام کوي."

ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم
ارشیف: په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د ازادي راډیو خبریال په اروپا او شمالي امریکا کې د افغان جلاوطني خبریالانو د اعلاميې او په پاکستان کې د افغان خبریالانو د ادعا په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتت، خو له نوموړي ځواب ترلاسه نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغان خبريالانو د خونديتوب سازمان هم په يوه خبرپاڼه کې پر احمد هنايش بريد په کلکه غندلى او د پاکستان له حکومته يې غوښتي چې د خبريالانو د ژوند د خونديتوب په برخه کې مسوولانه عمل وکړي او له خبريالانو څخه يې د لا زياتې همغږۍ غوښتنه کړې ترڅو د اړوندو ادارو د همکارۍ په مرسته د داسې پېښو مخه ونيول شي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د مېشتو جلاوطنو افغان خبریالانو د اعلاميې په ټکو، څه موده وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې د تلوېزیون پخوانی مشر میرویس خاورین هم د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د وسله‌والو کسانو له خوا په یوه برید کې سخت ټپي شوى و.

وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، لسګونو افغان خبریالان د امنیتي ستونزو له امله افغانستان پرېښود او ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او دغه شان ترکیې ته ولاړل او او مقصد هېوادونو ته د تلو په تمه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG