د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

په افغانستان کې د رسنیزو فعالیتونو د چاپېریال محدودیت؛ « د خبریالانو بندي کول او ګواښل دوام لري»


له ارشیفه خبریالانو سره د طالبانو د ناسم چلند یو تصویر
له ارشیفه خبریالانو سره د طالبانو د ناسم چلند یو تصویر

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه وايي، په دغه هېواد کې د رسنیو او بیان د ازادۍ برخلیک نور هم د خرابۍ خوا ته روان دی.

د دغو بنسټونو په وینا، که څه هم د طالبانو چارواکي د رسنیو او د بیان د ازادۍ د تضمین خبره کوي، خو په روان لمریز کال کې به چې لا یې درې اوونۍ پوره شوي نه دي ممکن پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو نور محدودیتونه هم ولګول شي.

د کابل پرس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي، د طالبانو دا محدودیتونه او فشارونه په زیاتېدو دي:

" د افغانستان د رسنیو او خبریالانو لپاره روښانه راتلونکی نه لیدل کېږي. نږدې درې کاله چې موږ وڅارل، څومره چې د رسنیو په وړاندې فشارونه موجود وو، ورځ تر بلې د رسنیو کار تر سوال لاندې نیول کېده. دا په دې معنی ده چې د اوسنیو حکومت په ایډیولوژۍ کې د رسنیو لپاره ښه ځای وجود نه لري. بله خطرناکه خبره دا ده چې د اوسني حکومت په وړاندې چلنجونه زیات شوي او امنیتي پېښې تاسې ګورئ چې زیاتې شوي، له دې سره معلومداره خبره ده، چې حکومت لاس په کار کېږي او د امنیتي پېښو د سانسور هڅه به زیاتوي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تېره مرغومي/ جدي میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وو، د افغانستان د رسنیو قانون تر څوځلي بیاکتنې وروسته د دوی مشرتابه ته د توشیح لپاره لېږل شوی، خو تر اوسه د دغه قانون برخلیک معلوم نه دی.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون وايي د دوی راپورونه ښيي چې تېر لمریز کال په افغانستان ځینې رسنۍ د لنډ وخت لپاره تړل شوي او د خبریالانو د ځورونې، نیولو او ګواښلو پېښې موجودې وې.

د دغه فډراسیون ویاند حشمت الله وجداني له ازادي راډیو سره په خبرو کې په روان لمریز کال کې هم د طالبانو طرزالعملونه د ډېرو سرغړونو اصلي موارد وبلل:

" زموږ راپورونه ښيي چې لا هم ۴ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي. د رسنیو په وړاندې د طالبانو په چلند کې هېڅ کوم بدلون نه وینو. د طالبانو له خوا د رسنیو په وړاندې طرزالعملونو چې اجرایه بڼه لري، دې ته زمینه برابره کړې چې په بېلابېلو برخو کې پر رسنیو د دوی بندیزونه زیات او خبریالان له ډول- ډول ګواښونو سره مخامخ شي."

په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو پخوانی مسوول مدیر سلطان علي جوادي د طالبانو په بند کې له یوسل او څلور دیرشو ورځو تېرولو وروسته پرون خوشې شو، خو دا لا معلومه نه ده چې دا مهال د رسنیو څو کارکوونکي له طالبانو سره بندیان دي.

پرون ځینو نورو رسنیو د طالبانو د استخباراتو له خوا د بل خبریال بشیر هاتف د نیولو خبر هم ورکړی و چې ویل کېږي تر شپږو ساعتونو وروسته خوشې شو. ویل شوي له هغه سره بد چلند هم شوی دی.

د طالبانو حکومت تینګار کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت او افغاني ارزښونو په چوکاټ کې د رسنیو لپاره د فعالیت زمینه برابره ده، خو دا چې دوی له دغو ارزښتونو څه تعریف لري، دوی وضاحت نه دی ورکړی.

د همدغو ادعاوو په لړ کې تېره سې شنبه د طالبانو د ریاست الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په کابل کې د ځینو هېوادونو د ډیپلوماتانو یوې غونډې ته وویل په افغانستان کې د رسنیو ازادي شته.

په تېر جمهوري نظام کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه د رسنیو ازادي ګڼل کېده چې په دغه هېواد کې په بېساري ډول ازادو رسنیو فعالیت کاوه.

د بې پولې خبریالانو ټولنه چې مرکز یې فرانسه کې دی
د بې پولې خبریالانو ټولنه چې مرکز یې فرانسه کې دی

د بې پولې خبریالانو ټولنې (RSF) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د مطبوعاتو ازادي له‌منځه تللې، خبریالان په خپل‌سري توګه نیول شوي او رسنۍ له ګواښ او جبر سره مخ دي.

د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال په راپور کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو په وړاندې یې د تاوتریخوالي ۱۳۹ قضیې ثبت کړي چې ۸۰یې په کې د ګواښلو او دغه شان ۵۹ نورې د خبریالانو د نیولو قضیې دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو ویلي په تېرو څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په سلګونو رسنۍ تړل شوي او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG