د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

پنځو افغان خبریالانو ته د کال د غوره خبریال شریکه جایزه ورکړل شوه


ارشیف: د طالبانو واکمنۍ لاندې د یوه خبري غونډې انځور
ارشیف: د طالبانو واکمنۍ لاندې د یوه خبري غونډې انځور

پنځو افغان خبریالانو ته د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري د کال د غوره خبریال شریکه جایزه ورکړل شوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په کابل او فراه کې د طلوع نیوز خبریالانو میترا مجیدي، فرید الله محمدي او نصیر احمد صالحي او دغه شان د هشت صبح خبریال محمد امین کاوه او د رخشانې خپرونې خبریال محمد طاهر احمدي د دغه بنسټ د کال د غوره خبریالانو جایزه ترلاسه کړې ده.

د دغه جایزې د ورکړې پروګرام د شنبې په شپه د بلجیم په مرکز بروکسل کې په حضوري او انلاین ډول ترسره شو.

په دې مراسمو کې په کور دننه او بهر د افغان خبریالانو پر وضعیت بحثونه هم وشول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو د کمېټې مشرې سمیه ولیزاده د دې پروسې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان له دننه او بهره د خبریالانو له ۶۰ زیاتې کارې نمونې نومول شوې وې، د دې پروسې د کتونکو ډلې له لیدلو وروسته پنځه خبریالان د کال د غوره خبریالانو په توګه وټاکل شول چې له نیکه مرغه له دې ډلې یوه یې ښځینه خبریاله ده."

په همدې حال کې ځینې نور خبریالان چې د کال د غوره خبریال جایزه یې ترلاسه کړې ازادي راډيو ته یې وویل که څه هم په افغانستان کې اوسمهال د خبریالۍ کارونه سخت شوي، خو دوی هڅه کوي چې خلکو ته معلومات په سمه بڼه ورسوي.

احمدي وايي: له سقوط وروسته د خبریالانو پر وړاندې ستونزې څو چنده شوې او د خبریالۍ کارونه سخت شول.

افغان خبریال محمد طاهر احمدي، چې په اسلام اباد کې اوسېږي او د غوره خبریالانو د جایزو د ګټونکو له ډلې یو دی، ازادي راډيو ته وویل: "له سقوط وروسته د خبریالانو پر وړاندې ستونزې څو چنده شوې او د خبریالۍ کارونه سخت شول، له یوې خوا خلک وېره لري او نه غواړي له ازادو رسنیو سره خبرې وکړي له بلې خوا د طالبانو حکومت هم خبریالانو ته معلومات نه ورکوي او یا هم په کې لاسوهنه کوي."

د کال د غوره خبریال د جایزې یو بل ګټونکي نصیراحمد صالحي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ژورنالیستانو د کار لپاره ډېرې انګېزې او مسوولیت ته اړتیا ده.

هغه وايي: "زه فکر کوم چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې دا ډول پروګرامونه د خبريالانو لپاره يوه انګېزه ده او خبريالان هڅوي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي."

یو بل خبریال امین کاوه، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز جایزه یې ترلاسه کړې ازادې راډيو ته وویل: "په داسې حال کې چې افغانستان په کرار کرار د طالبانو د فشارونو او ګواښونو له امله په یو بې غږه او بې انځوره هېواد بدلېږي دا جایزه ما او زما ټیم تشویقوي چې دا هر څه په یو حقیقت بدل شي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز له ۱۳۹۲ کال راهیسې هر کال د کال د غوره خبریال جایزه د حوت د ۲۷مې د خبریال ملي ورځې په ویاړ د یوې پروسې له لارې خبریالانو ته ورکوي.

سږ کال دا جایزه داسې مهال ورکول کېږي چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو د بیاځلۍ واکمنۍ له پیل وروسته په دغه هېواد کې د رسنیو او بیان ازادۍ وضعیت خراب شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو څه موده وړاندې د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال په راپور کې ویلي وو چې د خبریالانو او رسنیو په وړاندې یې د تاوتریخوالي ۱۳۹ قضیې ثبت کړي چې ۸۰ یې په کې د ګواښونو او دغه شان ۵۹ نورې د خبریالانو د نیولو قضیې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG